د دفتر ریاست

دجمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر ریاست دنده لري چې په جمهوررئیس پورې اړوند ټول فعالیتونه په منظمه توګه برابر او تنظیم کړي. دغه دفتر دموقتې ادارې له جوړیدو راپه دیخوا په کار پیل وکړ خو په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې دجمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته دیو خپلواک بودجوي واحد په توګه دحکومت په اداري چوکاټ کې ومنل شو.

ښاغلو سید طیب جواد، محمد عمر داودزی ،جاوید لودیناو محمد عمر داودزی په ترتیب سره ددغه دفتر درئیسانو په توګه دندې ترسره کړي دي.

اوس مهال ښاغلی عبدلکریم خرم  دجمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر درئیس په توګه دنده ترسره کوي.د دفتر ریاست دری مرستیالان لری ، چی هر یو محترمه حمیرالودین اعتمادی، محترم محمدقاهر حیدری او محترم ظاهرغوث د دی ریاست د مرستیالانو په توگه دنده ترسره کوی.

دجمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر ریاست دغه لاندې نهریاستونه ترلاس لاندې لري:

۱ـ دمطبوعاتو ریاست

۲ـ دتشریفاتو ریاست

۳ـ دپروګرامونو ریاست

۴ـ دپالیسۍ ریاست

۵ـ دکادرو پرسونل ریاست

۶ـ دمالی ریاست

۷ـ دارګ دخدماتو ریاست

۸ ـ دتهیی اوتدارکاتو ریاست

۹- دبیارغونې او ساتنې او څارنې ریاست

 

دمطبوعاتو ریاست:

دغه دفتر دخبر، تولید، درسنیو دڅیړلو، ویپ پاڼې، له رسنیو سره داړیکو دټینګښت، ولایتي څانګه، آرشیف او اداري برخې لري چې دجمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي. دجمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر دنده لري، هر هغه څه چې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس په فعالیتونو پورې اړوندیږي،درسنیو له لارې دخلکو دخبرتیا په موخه ورسوياو دکورنیو او بهرنیو مهمو پیښو په اړه دجمهوررئیس لرلید بیان کړي او همداراز دهېواد او نړۍ  دحالاتو په اړه عمومي افکار جمهوررئیس ته راولیږدوي.

دجمهوري ریاست دمطبوعاتي دفتر رئیس چې پردغې دندې سربیرهدجمهوررئیس دویاند په توګه هم دنده ترسره کوي، دوه مرستیالان لري.

ښاغلوډاکتر احمد یوسف نورستاني، سید فضل اکبر، جاوید لودینکریم رحمیي،همایون حمیدزادهاووحید عمر دموقتې ادارېلهجوړیدو  را په دیخوا دجمهوري ریاست دویندویانو او دمطبوعاتي دفتر درئیسانو په توګه دندې ترسره کړي دی.

اوس مهال ښاغلی ایمل فیضې دجمهوري ریاست ویاند او د مطبوعاتو درئیس په توګه دنده ترسره کوي

دتشریفاتو ریاست:

دجمهوري ریاست دعالي مقام دتشریفاتو ریاست دټولو مراسمو، کتنو، دهېواد په دننه او بهر کې دجمهوررئیس میلمنو ته دهرکلي ویلو، ترتیب او تنظیم مسوولیت په غاړه لري.

دغه راز دسوغاتونو ډالۍ، دمیلمنو هرکلی، د میلمستیاوو برابرول ددغه ریاست له ورځنیو دندو څخه ګڼل کېږي.

دموقتې ادارې له جوړیدو راپه دیخوا ښاغلو عتیق الله عاطفمل، ولي منور او حامد اکرم په ترتیب سره ددغه دفتر درئیسانو په توګه دندې ترسره کړي دي.

 

دپروګرامونو ریاست:

دغه ریاست دهېواد دجلالتمآب جمهور رئیس دپروګرامونو او کتنو دترتیب او تنظیم  مسوولیت په غاړه لري.

دغه اداره دنده لري چې دجمهوررئیس دکتنو جدول برابر او هغه مراسم چې له ارګ څخه دباندېترسره کېږياوجمهوررئیس په هغه کې ګډون کوي، وڅیړي.

همداراز دښاغلي جمهوررئیس دویناوو دمهمو ټکو برابرول  هم ددغه ریاست له دندو څخه شمېرل کېږي.

دغه اداره یو رئیس، دوهمرستیال او۱۵تنه کارکوونکي لري.پخوا ددی ریاست مشر ارشاد احمدی ؤ،اوس ښاغلی هدایت الله ذاهد دپروګرامونو ریاست   د رئیس په تو گه دنده ترسره کوی.

 

دپالیسی ریاست:

دغه ریاست په کال ۱۳۸۶ نوی دعالی مقام ددفتر ریاست په چوکاټ کې جوړ شو ، دغه څانګه ددولت کاری برنامی ، دپالیسی په هکله اسنادو ته لاس رسی ، دعملی کارونو ویش ادوددولتی معلوماتو په برخه کې دتبادلې همکاری په غاړه لری . دغه راز دغه ریاست ددولت دپالیسیو په هکله اطلاعاتی بانک جوړوی دغه راز دکارپېژاندو دنظرونو اودعاموخلکو دنظرونو راټولول ددې ریاست دندې دی . صبغت الله سنجر له پیله تراوسه ددی ریاست مشری په غاړه لری.

دکادراو پرسونل ریاست:

دغه ریاست دکارکوونکو داستخدام، معاشونو، ترفیع، تقاعد، تشکیل، حاضري او دجمهوري ریاست دکارکوونکو دسوانحو دترتیب دنده په غاړه لري.

دغه ریاست همدارنګه دټولو کارکوونکی دحقوقو داجرا او دلیکونو لیږد رالیږد په غاړه لری . دغه ریاست په لومړی سر کې داداری ریاست اوبیا وروسته په کال ۱۳۸۵ کې دکادر اوپرسونل ریاست په نامه یی نوم تعدیل شو.دغه ریاست یو ریئس، یو مرستیال پنځه امرینه او څوارلس تنه کارکوونکي لري.ښاغلی شجاع امل له پیله تراوسه ددی ریاست مشری په غاړه لری.

مالی ریاست:

دغه ریاست دعالی مقام له مهمو ریاستونو څخه ګڼل کیږی . دغه ریاست دپراخیتایی بودجې اوعادی بودجې دپلان ترتیب دبودجې لپاره دمصرفی کودنو ترتیب ، دبودجې له مصارفو نه کنترول ، دمالی رپوټونو جوړول په غاړه لری  ، دغه راز دمالی وزارت ته دکلنی اومیاشتنی رپوټونو جوړول ، دمالی اسنادو بررسی اودثبتولو بهیر هم تعینوی ، په مالی اوحسابداری برخه کې دکارکونکو دمهارتونو لوړول ، اود ټولو معاملاتو دپړاوونو ترسره کول ادمحاسبې دپای ته رسولو دپلان جوړول په غاړه لری .

په موقته اداره کې ددغې څانګې دجوړیدونه تراوسه پوری ښاغلی عزیزالله صدیقی ددی ریاست مشری په غاړه لری .

دخدماتو ریاست :

دغه اداره دجمهوري ریاست دکارکونکوو او دهغو میلمنو لپاره چې دجمهوررئیس دلیدو لپاره ارګ ته راځي دترانسپورتي او خدماتي وسایلو دبرابرولو دنده په غاړه لري، پر دې سربیره کارکونکوو او دهېواد دجمهوررئیس دمیلمنو لپاره دخوړو دپخولو او برابرولو دنده هم ترسره کوي. دموقتی دوری له پیله ښاغلو نادرخان ، حبیب الله اومحمد نعیم صدیق په ترتیب سره ددی ریاست مشران وو چی او ښاغلی عیسی خان ددغه ریاست درییس په توګه دنده ترسره کوی.

دتهیې او تدارکاتو ریاست:

ددغه ریاست دجوړیدو کال ۱۳۸۷ دی دجمهوري ریاست ټولې لوژستیکي چارې ددغې ادارې په غاړه دي. دغه اداره هڅه کوي چې دقرطاسیې او خوړو په شمول دجلالتمآب جمهوررئیس ددفتر او دجمهوري ریاست دکارکوونکو ټول وسایل برابر کړي.

ښاغلی بشیر احمد قادری ددغه ریاست دکار له پیله تراوسه پوری ددغه ریاست درییس په توګه دنده ترسره کوی

دبیارغونې، ساتنې او څارنې ریاست:

دجمهوري ریاست دټولې محوطې بیارغول، ساتنه اوڅارنه ددغې ادارې له دندو څخه ګڼل کېږي. دغه ریاست دنده لري چې دارګ دبیارغونې پروګرام برابر او عملي یې کړي. پر دې سربیره دغه دفتر دنیالیګیو دکینولو ، اوبو کولو، دچمن دساتنې دودانیو دجوړولو دنده لری همدارنګه  دارګ دانګړ او دنورو ودانیو اوقصرونو دساتنې اوپاکونې  مسوولیت هم په غاړه لري.

ښاغلی  انجنیرمحمد حسن نواب او احمد ولید هویدا ددغه ریاست درئیسانوپه توګه دنده ترسره کړیدی.اوس مهال انجنیر شریف هاشم  د دی ریاست د  رئیس په توگه دنده ترسره کوی.