حامد كرزی دعبدالاحد كرزي زوی اودخيرمحمد خان لمسى د۱۳۳۶هجري لمريزكال دقوس په ۹نېټه چې د۱۹۵۷ميلادي كال دډسمبر د ۲۴مې سره برابره ده دكندهار ښارته نږدې دكرز په كلي كې زيږيدلى دى.
دحامد كرزي محترم نيكه دافغانستان داستقلال په جګړه اوله هغه وروسته هڅو اومبارزو كې لويه ونډه لرلې اودڅه وخت لپاره يې دافغانستان دمشرانو(اعيانو ) دمجلس دمرستيال په توګه هم دنده ترسره كړېده.
عبدالاحد كرزی دحامد كرزي پلار دپوپل زايي قوم او د هيواد د سياسي مشرانو له ډلې څخه شميرل كيږي چې دميلادي سنې په شپيتمه لسيزه كې دافغانستان په شوراكې دمرستيال په توګه په دنده بوخت ؤ.
كله چې عبدالاحد كرزي دپارلمان غړيتوب ترلاسه كړ دخپلې كورنۍسره كابل ته لاړ هغه وخت حامد كرزی دمحمود هوتكي لومړني ښوونځي ، سيد جمال الدين افغاني اووروسته بيا د حبیبیې عالي ليسې ته شامل شو .
هغه دحبيبیې دليسې څخه دفارغيدو وروسته په ۱۳۵۵لمریزكال كې دنوروزده كړو لپاره هندوستان ته لاړ اودهغه هيواد د سملې په پوهنتون كې يې دنړيوالو اړيكو اوسياسي علومو په څانګه كې خپلې زده كړې پيل كړې.
حامد كرزي په دغه څانګه كې دماسترۍ درجه ترلاسه كړه او په ۱۳۶۲هجري لمريز كال كې چې د۱۹۸۳ميلادي كال سره سمون خوري له هند نه پاكستان ته ستون شو اودشوروي له يرغل نه دهيواد دژغورنې په خاطر دمجاهدينو له ليكو سره يو ځایشو اوپه جهاد اوپه مبارزه يې پيل وكړ.
حامد كرزي په ۱۳۶۴هجري لمريز كال چې د۱۹۸۵ميلادي كال سره برابر دی دژورناليزم په څانګه كې ديوې اموزشي دورې لپاره فرانسې ته لاړ. دفرانسې د ( ليل ) په ښار كې ددغه درۍ مياشتني كورس په بشپړيدو سره پيښور ته ستون شو اودپروفيسور صبعت الله مجددي په مشرۍدملي نجات دجبهې دتنظيم داطلاعاتو دادارې دامر اوبيا وروسته ددغه تنظيم دسياسي دفتر دمرستیال په توګه په دنده بوخت شو.
حامد كرزي دمجاهدينو دلنډمهالي حكومت په رامنځته كيدوسره په ۱۳۶۸كال كې ددغه لنډمهالي حكومت درئيس د بهرنيو اړيكو د دفتر د رياست دنده پرغاړه واخيسته.
حامد كرزی په افغانستان كې دمجاهدينو دحكومت دتاسيس نه وروسته په ۱۳۷۱هجري لمريز كال كې چې د۱۹۹۲ميلادي كال سره سمون خوري دافغانستان دبهرنيو چارو د وزارت دسياسي معين په توګه په دنده وګومارل شو.
دوه كاله وروسته هغه مهال چې دجهادي ډلو ترمنځ دواك دترلاسه كولو په خاطر خپلمنځي جګړې په كابل كې توندې شوې،حامد كرزي دولتي څوكۍ پريښوده اودلويې جرګې دجوړېدو لپاره يې خپلې هڅې پيل كړې.
ديادولووړ ده كله چې په افغانستان كې دشخړو حل په ټپه درېده حامد كرزي به دشخړو دحل يوازینۍلار دلويېجرګېجوړيدل ګڼل له همدې امله هغه د۱۹۶۵ميلادي كال څخه دلنډمهالې ادارېترراتګ پورې دافغانستان دعنعنوي لويو جرګو پر جوړېدو باندې ټينګار كاوه اوهغه يې دافغانستا ن دژغورنې لپاره يو حياتي اصل ګاڼه.
په ۱۳۷۹هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ميلادي كال سره سمون خوري دحامد كرزي پلار چې دپاكستان دكويټې په ښار كې يي استوګنه درلوده دطالبانو دترهګرې ډلې اودهغوی دبهرنيو ملاتړو په وسيله ترور شو.
ښاغلي حامد كرزي دخپلو مبارزو په دوام د۲۰۰۱ميلادي كال داكتوبر په لومړيو كې چې د ۱۳۸۰ کال د تلې د لومړیو سره برابرې وه دخپلو درېيو تنو همفكرو ملګرو سره دارزګان ولايت ته دخلكو دپاڅولو اويووالي لپاره لاړ اودطالبانو درژيم ترنسكوريدو پورې يې دافغانستان په مركزي ولاياتو كې خپلو مبارزو ته دوام وركړ.
حامد كرزي د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د۲۰۰۱ميلادي كال ددسامبر له۵ مې سره برابره ده دالمان دبن دغونډې دګډون كوونكو له لوري دلنډمهالې ادارېد رئيس په توګه وټاكل شو او د هماغه كال د دسامبر په ۲۲نيټه يې د كابينې له غړو سره يو ځای دوفادارۍ لوړه ترسره كړه .
ښاغلی حامد كرزی د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په ۲۳مه چې د د۲۰۰۲ميلادي كال دجون له۱۳مې سره برابره ده،دبيړنۍلويې جرګې دغړو له خوا دافغانستان داسلامي انتقالي دولت درئيس په توګه وټاكل شو.
حامد کرزی د ۱۳۸۳ کال د جمهوري ریاست په لومړیو انتخاباتو کې د هېواد د خلکو له خوا د رایو په اکثریت د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو. او د هماغه کال د قوس په ۱۷مه چې د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر له ۷مې سره سمون خوري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.
حامد کرزي د دوهم ځل لپاره د ۱۳۸۸ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړ او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو او د هماغه کال د عقرب په ۱۹ مه د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.
له هغه وروسته چې حامد کرزی د موقتې ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو د بین المللي معتبرو نهادونو له خوا یې څوشمېر جایزې په لاس راوړي دي.
ښاغلي كرزي په ۲۰۰۲ميلادي كال دسملې له پوهنتون څخه افتخاري دوكتورا ترلاسه اوپه ۲۰۰۳كال كې يې دازادۍ جايزه د۲۰۰۴كال په اپريل كې يې دنړۍ دبرياليو ولسمشرانو جايزه د ۲۰۰۴كال په جولای كې دفلادلفيادازادۍ جايزه اود ۲۰۰۶كال په نوامبركې چې د۱۳۸۵هجري لمريز كال دعقرب دمياشتي سره سمون خوري داندرا ګاندي دسولې، پرمختيا او بې وسلې كولو جايزه ترلاسه كړېده .
ښاغلی كرزی شپږ وروڼه اويوه خورلري .
ښاغلی كرزی په ۱۳۷۸هجري لمريز كال ددلوې په مياشت كې له آغلې دوكتور زينت قريشي سره واده كړی دی.
ښاغلی كرزی دآس دسپرلۍ له ورزش اوپلي ګرزيدو سره زياته علاقه لري ، هغه يو خدای پرست اومتدين شخص دى.
ښاغلی كرزی په پښتو ،دری،انګليسی اواردو ژبو ډير ښه ږغيږي ، دكتاب د مطالعې اودتلويزيون دخبري اوعلمي پروګرامونوسره مينه لري.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.