د ۱۳۹۰ کال د سلواغې ۷مه- د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې له لاسلیک وروسته د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزي وویل چې د دوه اړخیزې معاهدې په اساس به فرانسه له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره د معارف، صحت، اقتصاد او فرهنګ په برخو کې مرستو ته دوام وکړي.
دغه معاهده چې نن ماښام د افغانستان او فرانسې جمهورو رئیسانو د فرانسې په جمهوري ریاست کې لاسلیک کړه، له لاسلیک کېدو وروسته یې د فرانسې جمهور رئیس په خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ښاغلي سرکوزي د افغانستان له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه دې په راتلونکي کې افغان ځواکونو ته وسپاري.
د هېواد جمهور رئیس د فرانسې د جمهور رئیس نیکولای سرکوزي د ښې مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د افغانستان او فرانسې تر منځ یې د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه.
حامد کرزي زیاته کړه چې د دوستۍ او همکارۍ د معاهدې د لاسلیک سره فرانسې د افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنه نوې کړه.
دغه راز حامد کرزي د هغو څلورو فرانسوي سرتېرو د وژنې له امله چې په افغانستان کې وژل شوي دي، د فرانسې خلکو ته تسلیت ووایه او د امنیت او ثبات په راوستلو کې یې د فرانسوي سرتېرو د قربانیو، قدرداني وکړه.
جمهور رئیس زیاته کړه: د افغانستان خلک په داسې حال کې د فرانسې خلکو ته خواخوږي او تسلیت وايي، چې په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د دوی قوي ملاتړ له امله مننه کوي.
د هېواد جمهور رئیس افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو په اړه وویل چې افغانستان تیار دی چې دا مسؤولیتونه له ۲۰۱۴ کال مخکې هم په خپله غاړه واخلي، ده زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به د روان کال د مارچ له میاشتې وروسته د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه له فرانسوي سرتېرو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته انتقال کړي.
ددوستۍ او همکارۍ ددغې معاهدې له مخې به فرانسه له افغانستان سره د دفاع او امنیت، کرنې او د کلیو د پراختیا، روغتیا، معارف او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې،د ښې حکومتوالۍ او د قانون د حاکمیت، زیربنایي جوړښتونو، اقتصاد، مالي چارو، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکاریو دغه معاهده به د شلو کلونو لپاره اعتبار ولري.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.