د ۱۳۹۰ کال د سلواغې ۶مه- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي او د ایټالیا د صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي نن ماښام د افغانستان او ایټالیا تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو موافقتنامه لاسلیک کړه.
د موافقنامې له لاسلیک وروسته د هېواد جمهور رئیس او د ایټالیا صدراعظم په یوه خبري ناسته کې برخه واخیسته. د ایټالیا صدراعظم ماموریو مونتي وویل چې د ستراتیژیکو اړیکو ددې موافقتنامې لاسلیک کول زموږ د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو اساس دی او ایټالیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ایټالیا صدراعظم وویل چې هېواد به یې د اوږدمهال لپاره د افغانستان سره خپلو اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.
وروسته د هېواد جمهور رئیس خبرې وکړې، ویې ویل چې زما لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د دوست هېواد ایټالیا سره مې د ستراتیژیکو اړیکو موافقتنامه لاسلیک کړه.
حامد کرزي وویل: زه د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ایټالیا له همکاریو نه د زړه له کومي مننه کوم.
د هېواد جمهور رئیس وویل چې په افغانستان کې د ښو شرایطو په اساس او د ستراتیژیکو اړیکو ددغې موافقتنامې له برکته ایټالیا کولای شي چې د افغانستان د کاني زېرمو په راسپړلو کې خپله پانګونه وکړي.
د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو ددغه موافقتنامې له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تطبیق، فرهنګي او رسنیزو همکاریو او د ظرفیت جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
حامد کرزي د ایټالیا صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب وخت کې له افغانستان څخه لیدنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د هېواد جمهور رئیس به صبا ته د فرانسې په هېواد کې د افغانستان او فرانسې تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړي.