د ایټالیا د نماینده ګانو د مجلس رئیس: د افغانستان او ایټالیا تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند لاسلیک کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي
د خپرېدو نېټه: Jan 26, 2012
د ۱۳۹۰ کال د سلواغې ۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د ایټالیا د نماینده ګانو د مجلس له رئیس ښاغلي ګاین فرانکو فیني سره د ایټالیا په پارلمان کې وکتل.
د نماینده ګانو د مجلس رئیس د هېواد جهمور رئیس او ملګري پلاوي ته هر کلی ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چې ایټالیا او افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کوي.
ده زیاته کړه چې ددغه ستراتیژیک سند له مخې به ایټالیا وتوانیږي تر څو له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل دوست هېواد افغانستان سره خپل رول او مرستو ته ادامه ورکړي.