حامدکرزي د لښکرګاه په ښارکې تروریستي برید وغانده

د خپرېدو نېټه: Jan 26, 2012

د۱۳۹۰ لمریز کال د سلواغې ۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی په داسې حال کې چې د اروپا په رسمي سفر بوخت دی، د هلمند ولایت د لښکرګاه په ښار کې یې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې یوشمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وا وښتله.

د هلمند د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، یو ځان مرګي تروریست، نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت د پوهنې ریاست ته څېرمه د ولایتي بیا رغونې د ډلې پر موټرو باندې له یوکرولا موټر څخه په استفادې سره چې په هغه کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړای شوي و، برید وکړ چې له امله یې د یو ماشوم په شمول څلورتنه ملکي وګړي شهیدان او ۳۱ تنه نور ټپیان شول چې په ټپیانوکې درې میرمنې هم شاملې دي.

حامدکرزی د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه غیر انساني او غیر اسلامي اعمال چې په پرله پسې ډول زموږ پر مسلمانو او دیندارو خلکو باندې په ښارونو او ګڼ میشتو سیموکې بریدونه کوي، په کلکه غندي او څرګندوي چې د افغانستان د خلکو دښمنان به د دا ډول ناروا عملونو په ترسره کولو سره د افغانستان د خلکو له کرکې او د لوی خدای له عذابه پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.