حامدکرزي دکاپیسا په ولایت کې په یوه کور باندې راکټي برید په کلکه وغانده

د خپرېدو نېټه: Jan 25, 2012

د۱۳۹۰ لمریز کال د سلواغې۵مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی په داسې حال کې چې د اروپا په رسمي سفر بوخت دی، دکاپیسا ولایت د اله سای په ولسوالۍ کې د تروریستانو لخوا په یوه کورباندې د راکټی برید له امله د یوې مور او د هغې د یو ماشوم پر مړینه او د دغې کورنۍ د اوه تنو نورو پر ټپي کیدلو باندې خواشینی شوی او دغه برید یې په کلکه غندلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې، تروریستانو، نن غرمه مهال دکاپیسا ولایت د اله سای په ولسوالۍ باندې د راکټ دوه ډزې وکړې خو د راکټ دغه مرمۍ  د استوګنې په یوه کور ولګیدې چې له امله یې یو درې کلن ماشوم او د هغه مور شهیدان او د دغې کورنۍ  نور اوه تنه ټپیان شول.

حامدکرزي دغه برید په کلکه وغانده، وې ویل: د هېواد دښمنانو یوځل بیا بیګناه ملکي وګړي په نخښه او زموږ هېوادوال یې ویرجن کړل.

حامدکرزي د هېواد د دښمنانو دغه عمل چې حتی د دې هېواد د یو ماشوم او د هغه د مور له وژلو څخه یې دریغ ونکړ، دهغوی د زبونۍ نخښه وبلله.

د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو پاتې کسانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.