دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې دشهادت له امله به په ټول هېواد کې دافغانستان ملي بیرغ تر۲۴ ساعتونو پورې نیم ځوړند وي. د۱۳۸۶ لمریز کال دجدی ۷ مه چې د۲۰۰۷ میلادي کال ددسمبر له ۲۸ مې سره برابره ده
 

کابل- دجمهوري ریاست ارګ: دافغانستان داسلامي جمهوریت، دجمهوررئیس حامد کرزي دحکم له مخې دپاکستان داسلامي جمهوریت دپخوانۍ صدراعظمې او دخلکو دګوند دمشرې میرمن بې نظیر بوټو دشهادت او دپاکستان ددوست اوورور هېواد له خلکو سره په دغه ستره غمیزه کې دغمشریکۍ او خواخوږۍ پخاطر سر له سبا دشنبې دورځې دسهار له اتو بجو او دیرش دقیقو څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې به دافغانستان ملي بیرغ په ټول هېواد او په بهرنیو هېوادونو کې دافغانستان په سفارت خونو او دیپلو ماتیکو نماینده ګیو کې نیم ځوړند وي.

میرمن بې نظیر بوټو پرون مازیګر دپاکستان دراول پینډۍ په ښارکې دیو تروریستي برید په ترڅ کې شهیده شوه.

حامد کرزي، بې نظیر بوټو دپاکستان او اسلامي نړۍ زړوره لور وبلله، وې ویل چې هغې دډموکراسۍ، پرمختګ او دپاکستان دسوکالۍ پخاطر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ولسمشر، دمیرمن بوټو مړینه پاکستان او اسلامي نړۍ ته ستره ضایعه وبلله.