ولسمشر، دیوه رسمي سفر لپاره دپاکستان اسلامي جمهوریت، ته روان شو. د۱۳۸۶ لمریز کال دجدي ۵ مه چې د۲۰۰۷ میلادي کال
 

کابل- دجمهوري ریاست ارګ: دافغانستان داسلامي جمهوریت،جمهوررئیس حامدکرزی دپاکستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس جنرال پرویز مشرف په رسمي بلنه دیوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ددوه ورځني رسمي سفر په موخه، نن له غرمې وروسته دغه هېواد ته روان شو.

دهېواد له جمهور رئیس سره په دغه سفر کې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، دملي امنیت په چاروکې دجمهوررئیس سلاکار زلمی رسول، دمالیې وزیر انوارالحق احدي، دسوداګرۍ وزیر میر محمد امین فرهنګ، په دیني چاروکې دجمهوررئیس ستر سلاکار مولوي فضل هادي شینواری، په نړیوالو چاروکې دجمهوررئیس سلاکار تاج ایوبی، دملي امنیت لوی رئیس امرالله صالح، په پارلماني چاروکې ددولت وزیر او دچارو دادارې لوی رئیس فاروق وردګ، دآیسا رئیس عمر ذاخیل وال، دجمهوري ریاست دمقام ددفتر رئیس محمد عمرداودزی او دجمهوري ریاست ویاند او دمطبوعاتي دفتر رئیس همایون حمید زاده ملګرتیا کوي.

جمهوررئیس به دپاکستان اسلامي جمهوریت ته دخپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له ولسمشر جنرال پرویز مشرف، صدراعظم محمد میا سومرو، دپاکستان له پخوانۍ صدراعظمې او دخلکو دګوند له مشرې میرمن بې نظیر بوټو او ددغه هېواد له یو شمېر سوداګرو سره وګوري او ددواړو هېوادونو دسیاسي او اقتصادي اړیکو دلاپراختیا، دتروریزم په وړاندې دګډې مبارزې ددوام او دامن دګډې جرګې دپایلو په اړوند به خبرې اترې وکړي.