په ١٣٨٥کال کي  د افغانستان د کړو وړو او برياليتوبونو لنډيز

 

برابرونکي د جمهور رئيس  ويندوي دفتر

  ليکوال او خبريال: سيامک  هروي

سره له دي  چي تروريزم او ډار اچوني  په  ١٣٨٥  کال کي د افغانستان د بيا رغاوني  او پرمختيا په لاره کي  جدي  خنډونه رامنځته کړل خو په يوه  ودان او سوکاله  افغانستان باندي  دلاس بري  په لاره کي  ددولت او خلکو  هڅو دوام وموند او دهمدي کال  په بهير کي  خلک په خپل هيواد کي دزياتو بدلونونو شاهدان و ،  د  ١٣٨٤ کال په وروستيو وختو کي د پارلمان جوړيدل او کابيني  ته د باور د رايي ورکول او وروسته  قاضي القضات  اودستري محکمي د غړو معرفي کول او هغو ته د باور د رايو  ورکول ، له فساد سره دمبارزي په موخه د نوي  لوي څارنوال ټاکنه ، په ولايتونوکي د نويو  واليانو ټاکنه او په همدي ترتيب د هيواد په مرکز او ولايتونوکي د اداري اصلاحاتو له لاري د ازادي سيالي له مخي په دولتي  پستونوکي د نورو افرادو ټاکنه ټول  او ټولي  په افغانستان کي  د جوړشتي  اصلاح  او ښه والي په خاطر شوي دي .

  ملي شورا چي له يوه ديرش کلن ځنډ  وروسته بيا په افغانستان کي جوړه شوه اوپه کار يي پيل وکړ د  ٣٨٥  کال دليندي دمياشتي په نهه ويشتمه نيټه يوکلنه شوه . د افغانستان دخلکو استازو د همدي يو کال  په بهير کي د افغانستان خلکو ته ستر او مهم کارونه ترسره کړل ، دکاري کميسيونونو جو ړول ، وزيرانو او د ستري حکمي د عالي شورا غړو ته د باور د رايو  ورکول ، دبودجي  تصويبول ، د غير قانوني بنديانو د څيړني د کميسيون جوړيدل  ،  په بد امنيو باندي د لاسبري په مقصد د امنيتي طرحي تصويبول ، له نړيوال وجهي صندوق څخه د ١ر١١٩ مليونو ډالرو  پور  تصويب او فرانسي ته د افغانستان  د لرغونو اثارو د ليږدوني او ننداري  ته دهغو د وړاندي کولو د اجازي تصويب ، د تير يو کال  په بهير کي دملي شورا له اساسي او مهمو کارونو څخه دي .

 د څه دپاسه اويا هيوادونو او نړيوالو مرکزونو په ګډون د لندڼ د کنفرانس جوړيدل په  ٢٠٠٦  کال  کي د افغانستان داسلامي جمهوريت ددولت له  سترو ارزښتونو څخه دي .

  د لندن په کنفرانس کي له افغانستان سره د څه دپاسه  لسو ملياردو ډالرو مرستي ژمنه وشوه ، په دي کنفرانس کي دغه راز د افغانستان  موافقه ليک  لاسليک شو . په دي  موافقه ليک کي  برخه والو هيوادونو ژمنه وکړه  چي په راتلونکو پنځو کلونوکي  د امنيت په تامينولو، له تروريزم  او نشه يي توکو سره په مبارزه ، د پوهني او دکرني د برخو او د مواصلاتي کرښو په بيا جوړولو ، دملي اردو او پوليسو په پياوړتيا ، د انرژي په تامينولو او په نورو برخوکي له افغانستان سره مرسته وکړي .

 د افغانستان دولت دغه راز د يو شمير وزيرانو او جګپوړو دولتي چارواکو او د مرستندويو هيوادونو د استازو  په ګډون د افغانستان د موافقه ليک د تطبيق او څارني  په خاطر يوه ډله  جوړه کړه .

 د لندن کنفرانس  د افغانستان لپاره  يو بي ساري  برياليتوب  بلل کيږي ځکه نړيوالي  ټولني يوځل بيا  افغانستان ته پاملرنه وکړه .

 په  ١٣٨۵کال کي بله مهمه پيښه د افغانستان  ګوټ ګوټ ته د ناتو د ماموريت پراختيا ده . که څه  هم  په  ١٣٨٥ کال کي دهغو ترهګرو بريدونوچي د پاکستان له خاوري څخه افغانستان ته راننوځي،  زور واخست .  خو د ناتو پوځونه د افغانستان له  وسله والو پوځونو سره په ګدو عملياتو کي په دي بريالي شول چي دهغوي  يرغلونه شنډ کړي او دبد امنيو د پراختيا مخه ونيسي . دغه عمليات د سلګونو تنو ترهګرو  د وژني  سبب شول  په همدي کال کي د پروفيسر صبغت الله  مجددي په مشري د سولي د ټينګښت د پروګرام  له لاري څه دپاسه دري زره  پنځه سوه  تنو وسله والو کسانو خپلي وسلي پر ځمکه  کيښودي  او سوله ئيز ژوندانه ته يي مخه وکړه .

  د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتو دسازمان د عالي کميشنري د رپوټونو له مخي په  ١٣٨٥کال کي  ٣٤٢٩٢٥ تنه  مهاجرين د ايران او پاکستان له هيوادونو او  ١٠٠٤ تنه نور له نورو هيوادونو څخه  افغانستان ته راستانه شوي دي  چي له دي جملي څخه  کابو  ١٥٠٠٠٠ تنو په ستنيدو  کي دملګرو ملتو د سازمان له مرستو څخه ګټه واخسته .  ددغو مهاجرينو  له ستنديو  وروسته په تيرو څلورو کلونوکي د ټولو  راستنو شويو مهاجرينو شمير ٨ر٤ مليونو تنو ته ورسيد .

 د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د جمهور رئيس له  حکم سره سم هغو مهاجرينو ته دکورونو د برابرولو په خاطر چي هيواد ته راستانه شوي  دي دوه ويشت ښار ګوټي جوړ کړل او پنځه نور  ښار ګوټي يي ويشلو  ته چمتو کړل  چي تراوسه پوري د استوګني د کورونو د جوړولو لپاره ديرش زره نمري ځمکه په راستنو شويو مستحقو کسانو باندي ويشل شوي ده .

 په  ١٣٨٥ کال کي د افغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رئيس چي د هيواد دديپلوماسي په سرکي دي ددوه اړخيزو اوڅو اړخيزو اړيکو د ټينګښت  د سيمه ئيزو همکاريو د لوړوالي ، دافغانستان د امنيت له تامينولو سره د ملاتړ لپاره د فعالي ديپلوماسي، د پانګي اچولو د جلبولو، دبيا رغاوني دملاتړاودغه راز په نړيوالو کنفرانسونوکي دګډون په خاطر متحده عربي اماراتو، ايران، چين،  قزاقستان، جاپان، تاجكستان، امريکا،کاناډا، د هند جمهوريت، پاکستان، ترکمنستان، بريتانيا او ايتاليا هيوادونو ته سفرونه وکړل .

  په دغو سفرونوکي د افغانستان  جمهور رئيس د اړيکو په ټينګښت  باندي په ټينګار اوافغانستان  ته  د مرستو دجلبولو او د تړونونو  په لاسليک کولو برسيره په  تيرو پنځو کلونوکي د افغانستان د ارزښتونو په طرحه کولو سره د افغانستان ستونزي بيان کړي او د تروريزم  او نشه يي توکو پرخلاف مبارزه د هيواد په بيا جوړولو او د دموکراسي  په ټينګښت کي د افغانستان په  کلک  هود باندي ټينګار وکړ .

 په همدي  لاره کي  دبهرنيو چارو وزارت چي د افغانستان دبهرنيو  سياستونو عملي کوونکي دي په دوه اړخيزو او څو ارخيزو  اړيکو کي يي فعاله دموکراسي پياوړي  کړه اوله يو شمير هيوادونو  سره يي د اړيکو د ټينګښت  او پراختيا تړونونه لاسليک کړل .

 دغه وزارت د سيمه ئيزو اقتصادي همکاري  ، د امنيت دښه والي لپاره د فعالي دموکراسي ، په  نړيوالو  سازمانونو او مرکزونو کي د افغانستان د څو اړخيزي  ديپلوماسي ، د افغانستان دبهرني  سياست د دوکتورينو د تدوين لپاره  د پروګرام جوړولو  ، دبهرنيو چارو په وزارت  او په نورو هيوادونوکي د افغانستان په نمانيدګيو  کي د کادري  اصلاحاتو او د ظرفيت  د لوړولو، او دسيمي او نړي عامه افکارو ته د افغانستان د پرمختګونو د منعکس کولو لپاره د عمومي ديپلوماسي او له نورو وزارتونو او دولتي او غير دولتي ارګانونوسره  د همغږي او اسانتياوو  د برابرولو په  برخه کي هم  هلي ځلي  وکړي او ستر ارزښتونه يي ترلاسه کړل .

  په  ١٣٨٥  کال کي په کابل کي د هنګري ، چك ،  پولند او د استراليا  د هيوادونو  سفارتونه  پرانستل شول او د بوسنيا  هرزيګونيا  او دبروني له هيوادونوسره ديپلوماتيکي  اړيکي تامين شوي او د استونيا ، لتويا  او  لتوانيا له هيوادونوسره  چي په کابل  کي  دخپلو سفارتونو دپرانستلو  غوښتونکي دي  دوستانه  اړيکي تامين  شوي  . دغه راز دبرازيل، ارجنتاين اومکسيکو  له هيوادونوسره د نا استوګنو سفارتونو په کچه  د افغانستان اړيکي تامين شوي .

 د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت  له ځواکمنيو  سره سم او په افغانستان کي  د ټولو ميشتو قومونو  د ګدون له په پام کي نيولو  سره په داسي ډول چي د افغانستان پراخه ملي څيره  ترسيم  شي  په مسلکي پوستونو  کي دکادرونو ځاي پرځاي  کولو ته  په پاملرني سره په  ١٣٨٥ کال کي د افغانستان په سفارتونو کي اوولس تنه نوي سفيران وټاکل  او دغه راز د شاه امان الله خان لور شهزادګي انديانا په اروپا کي د افغانستان د افتخاري  سفيري  په توګه وټاکل شوه .

 دغه راز  په ١٣٨٥  کال کي دبهرنيو چارو وزارت عوايد  ٢٦١٢٩٠٢٠٠ افغانيو ته ورسيدل  چي د ١٣٨٤  کال په پرتله  په سلو کي  ١٥ر١١١ زياتوالي  ښيي .

 په  ١٣٨٥  کال کي د ښځو د چارو وزارت د لومړي ځل لپاره خپل لس کلن  او پنځه کلن  ملي پلان  جوړ کړ  دغه  وزارت دښځو د ستونزو دحل کولو په لاره کي هلي ځلي  وکړي او د افغانستان په ولايتونو کي دښځو  د چارو د  رياستونو له لاري  د ښځو  ستونزي وڅيړلي  او د هغو په حل کولو يي اقدام وکړ . دغه  وزارت دسيمينار ونو  او  ورکشاپونو په جوړولو  او دکاري ډلو په جوړولو  سره د ښځو د حقوقو د تامينولو او هغوي ته دکارموندلو او د بي وزلي  دله منځه وړلو لپاره هلي ځلي وکړي .

 د ښځو د چارو وزارت زيانمنونکو ښځو ته د پاملرني او دبي  وزلي د کمښت د پروکرامونو  په جوړولو سره  ٧٩٠  تنه ښځي  په مرکز او  ٣٨٦٠١  تنه ښځي  يي د هيواد په اته ويشتو ولايتونوکي په خپلو حرفوي  پروګرامونوکي د اقتصادي  ځواکمني لپاره تر اغيزو  لاندي ونيولي  ، د ښځو  د چارو وزارت دغه راز له اريانا او اغا خان موسسو  او د اسيا له پرمختيايي  بانک سره په مفاهمه کي  يي د ښځو د اقتصادي ودي په لاره کي  ٣٥٠٠ تنو ښځو ته بانکي پورونه برابر کړل .

  د ښځو  د چارو وزارت دغه راز په  ١٨١  نورو اقتصادي پروژو کي په مرکز کي  ٥٥١  ښځو ته او په ولايتونوکي  ٢٤٧٧٩ تنو ته چي  ٤١٨٢ تنه کوندي ښځي ،  ١٥١٧ تنه معيوبي ښځي  او ٥٦٨٧ تنه غالي اوبدونکي ښځي  پکي شاملي دي دکارموندلو زمينه برابره  کړه دغه وزارت دغه راز  ١٤٧١٩  تنو ښځو ته  د ليک لوست د زده کړي  ٨١٠ کورسونه  جوړ کړل .

 دښځو د چارو وزارت د نهو وزارتونو د استازو په ګډون دښځو پرخلاف  د تاوتريخوالي  دله منځه وړلو کمييون   جوړ کړ او هغه نور تقنيني  سندونه چي جبري  ودونه او دماشومانو  ودونه منع کوي  د ستري محکمي په ګدون  شپاړس ارګانونه تائيد کړ.  په همدي ډول د ښځو د چارو وزارت دښځو پرخلاف  د تاوتريخوالي  قانون تسويد کړ او دپراوونو  د بشپړولو  لپاره يي د عدليي  وزارت ته  واستول .

  دغه راز د انسان د قاچاقو له غير قانوني  بهير ځخه د ښځو  د ژغورني او په خوندي کورونوکي له خطر سره د مخامخو  ښځو د منلو د طرز العمل  برابرول او ښځو ته د فرهنګي  ملي پاليسي برابرول د ښځو د چارو وزارت له يو کلنو فعاليتونو څخه و .

 د افغانستان اسلامي جمهوريت د سوداګري وزارت له لاري  د ازاد بازار د اقتصادي سياست  په منلو سره  په  ١٣٨٥  کال  کي هلي ځلي  وکړي چي د خصوصي سکتور له لاري د سوداګري د ودي زمينه برابره کړي . د سوداګري وزارت له يوي خوا له بيلابيلو  هيوادونوسره د تجارتي  او ترانزيتي تړونونو د لاسليک  کولو او د سيمي او نړي  د همکاريو په جلبولو  او تجارتي سازمانونو کي د افغانستان په شاملو  سره د پانګي اچولو لپاره زمينه برابره کړه اوله بله پلوه يي د تجارتي  قوانينو  په څيړني او نوي کولو کي سترګامونه واخستل .

  د افغانستان دملي پرمختيا د ستراتيژي په رڼا کي د سوداګري وزارت د ستراتيژي  څيړنه او  بډاينه د سهامي  شرکتونو د قوانينو  په ګډون د اقتصادي  واکمني  په برخه کي د لندن  د موافقه ليک د معيارونو تطبيق او د تجارتي  واکمني او د تجارتي  منحګړيتوب  د تضمين د معيارونو  قانوني پړاوونه بشپړ کړي دي او د جمهور رئيس توشيح ته يي  رسولي دي او  په همدي ترتيب د ترانزيتي او ترانسپورتي  اسانتياو و کميته بيا فعاله شوه . دغه راز دغه  وزارت  د نړيوالي سوداګري  په سازمان  او د سارک په سازمان کي  د غړيتوب ترلاسه کولو ته په خپل کاري  لومړيتوب کي ځاي ورکړ چي همدا اوس  ددغو غړيتو بو نو د پړاوونو  بشپړول د پاي ته رسيدو په حال کي دي .

  په همدي کال کي د سوداګري  وزارت د افغانستان د محصولاتو دبازار موندلو او د صادراتو د  ښه والي په مقصد  د صادراتو دپرمختيا د اداري په نامه يوه نوي اداره جوړه کړه چي له دي  لاري په نورو هيوادونو کي د ميوو ، غاليو او  د نورو افغاني محصولاتو لپاره  ښه بازارونه جوړ شوي دي .

 په  ١٣٨٥  کال کي په افغانستان کي د يو مليارد ډالرو په ارزښت  پانګه اچول شوي وه چي په سلو کي پنځه ويشت دغه پانګه دبهرنيو ونډه والو ده  .

 دغه راز د کار ټولنيزو ، شهيدانو او دمعلولينو د چارو وزارت دبهرنيو کارګرانو د استخدام مقرره ، بهر ته د افغاني  کارګرانو  د استولو مقرره ، د معلوليت  لرونکو اشخاصو د حقوقو او امتيازونو قانون ، د شهيدانو د پاتي کسانو د حقوقو او امتيازونو قانون ، په  معلولينو او د شهيدانو په وارثانو باندي د ځمکي د نمرو او د استوګني  د اپارتمانونو د ويش  مقرره  او د وړکتونونو مقرره نافذه  او يا نوي کړي ده  له خطر سره د مخامخو  ماشومانو ملي ستراتيژي او په هيواد  کي  دکارموندلو  دملي ستراتيژي  په اړوند پيشنهادي طرحه برابره شوه اوپه ښه توګه  د معلوليت لرونکو اشخاصو دبيا  ځواکمني او د ټولنيز ادغام د خدمتونو  د ښه والي په مقصد د معلولينو لپاره دري مرکزونه دکابل ننګرهار او دبلخ په  ولايتونوکي او دوه اورتوپيديکي مرکزونه دکابل په ښار اويو بل مرکز په خوست کي جوړ شو چي  ځيني  دغه مرکزونه سمبال او ګټي اخستني ته وړاندي شوي دي .

 د حرفوي  زده کړي او مهارتونو د پرمختيا ديو ملي  سيستم د وړاندي کولو له لاري د افغانستان د اقتصادي او ټولنيز حالت دښه والي په مقصد چي دکار د بازارو اړتياوو تامينوونکي  وي د مهارتونو د پرمختيا دملي پروګرام له لاري  په  ١٣٨٥کال کي اته زره تنه کار زده کوونکي  تر روزني  لاندي ونيول شول .

 دکار  او تو لنيزو  چارو  وزارت  زموږ د هغو هيوادوالو د روزني لپاره چي دبيلابيلو دلاملونو له مخي  د زده کړي له  بهير څخه لري پاتي دي د هيواد په دوه ويشتو ولايتونوکي د فني او حرفوي  زده کړي  مرکزونه جوړ کړل چي په دغو  مرکزونو کي د ګلدوزي  ، مري  ګنډلو ، غالي اوبدلو  ، کمپيوتر  د موټر و د ترميم ،  ولدنګ کاري ، حلبي جوړولو ، ترګاڼي، کرني، ويرنګکولو، رنګمالي او دبايسکل جوړولو  لاري چاري  ور زده کيږي .

  له دغو  مرکزونو څخه ډير ستر مرکزونه د افغان کوريا د فني او حرفوي  زده کړي د چاپان  د جايکا، د المان دجي تي  زيد او د انصار دمرستي مرکزونه دي له دغو مرکزونوڅخه تراوسه پوري د ښځو او نارينه وو په ګډون دولس زره تنه له زده کړي وروسته فارغ شوي دي .

 په  ١٣٨٥ کال کي د لوړو زده کړو  تخنيکمونو،  مسلکي او غير مسلکي ليسو په ګډون  ١٨١٢٥ تنه فارغان، راستانه شوي کسان او په كار مستعد کسان ددغه وزارت له لاري دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو ته ورپيژندل شوي او په کارګومارل شوي دي .

 دغه راز د ملکي او نظامي او دشهيدانو د وارثانو په ګډون د ٨٠٠٠٠ تنو متقاعدينو حقوق، دکار ټولنيزو  شهيدا نو او دمعلولينو د چارو وزارت له لاري ورکړي شوي دي .

 په دي کال کي  ٨٣٦١  تنه  يټيم ماشومان د هيواد د مرکز او ولايتونو  په پنځوسو روزنتونونوکي تر  روزني  او پالني لاندي وچي  ٥٥٦٠  تنه ماشومان بيرته خپلو کورنيو ته يي ستانه کړاي شول .

 د يادوني وړ ده چي همدا اوس  ٣٥٤٧٤٤ تنه ماشومان دکار ټولنيزو  شهيدانو او د معلولينو د چارو وزارت او د همکارو  موسسو  تر څارني او روزني لاندي دي. دغه راز په مرکز او ولايتونوکي  په  ٣٦٠ وړکتونونوکي پنځه ويشت زره تنه ماشومان تر روزني  او پالني لاندي و  دغه وزارت په  ١٣٨٥ کال کي  په  ١١٣٠٧ تنو بهرنيو  کارکوونکو  باندي دکار  جواز  ليکونه وويشل  په  ١٣٨٥  کال کي د افغانستان دولت ته دملي اردو او پوليسو په جلب او جذب  او د جوړښت په ا صلاح کولو کي  زيات فرصت  برابر شو .

 د افغانستان دولت په همدي کال کي  وکولاي  شول دزياتو  سيمو د امنيت د تامينولو  مسووليت  ملي اردو او پوليسو  ته وسپاري  ددفاع  او کورنيو چارو په وزارتونوکي د سوق او اداري مرکزونه پرانستل شول چي جمهور رئيس دغه مرکزونه پرانستل .

  په همدي کال کي د اويا زره کسيز اردو په سلو کي شپيته تنه چي دبن په موافقه  ليکونوکي يي موافقه شوي وه بشپړ شول او ملي اردو د لومړي ځل لپاره  په ختيځ کي د غرني زمري ، په جنوب کي د غرني يرغل او د افغانستان په جنوبي  او مرکزي سيموکي د غرني  قهر په ګډون د عملياتو مشرتوب د ناتو په ګډون په  غاړه واخيست او ددښمن  د بريدونو په شنډولو  کي يي خپله ځواکمني وښودله  چي يوازي د غرني يرغل په عملياتو کي څه دپاسه زر تنه  ډار اچوونکي  له منځه  يوړل  شول 

 په  ١٣٨٥  کال کي د نړيوالي ټولني له خوا دملي اردو دسمبالولو کار پيل شو چي په همدي لاره کي د زغره والو وسايطو ګوليو ضد  واسکتونو او خوليو  د ماين پاکولو د وسايلو او د يو سلو پنځه پنځوس  ملي ستري  توپونو په ګډون يوه اندازه تجهيزات دملي اردو په واک کي ورکړاي شول .  دغه راز دملي اردو روزني ته  ځانګړي  پاملرنه وشوه دملي اردو دپرسونل د پوهي او ظرفيت د لوړتيا په خا طر زيات کورسونه جوړ شول او دافسرانو او سرتيرو  په ګډون د فارغانو په شمير کي زياتوالي  راغي .

  په همدي کال کي دملي اردو دکماندو کندک چي په ايتاليا کي  ورزل شو  جوړ شو چي همدا اوس ددغه کندک دريمه برخه په اردن کي  په روزنه  او دحربي  مهارتونو په زده کړه بوخت دي .

 په  ١٣٨٥  کا ل كي څلور سيمينارونه  د افغانستان په څلورو  زونونوکي جوړ شول چي دملي اردو په کړو وړو باندي خبري اتري او څيړنه وشوه له دغو سيمينارونو  څخه په يوه کي چي دکندهار په ولايت کي جوړ شوي و د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس له ويديويي  لاري  له برخه والو سره خبري وکړي .

 دغه راز د مرغومي دمياشتي  په ترڅ کي په هغه سفر کي چي جلالتماب  حامدکرزي د خوست ولايت ته درلود د  ٢٠٣  لمبر تندر  قول اردو د سوق او اداري مرکز يي پرانست .

  دهمدغه کال د مرغومي په مياشت کي امريکا دملي اردو د سمبالولو او تمويلولو په خاطر په زرګونه ميله سپکي او درندي وسلي  او  زغره وال  وسايط دملي اردو په واک  کي ورکړل .

په  ١٣٨٥ کال کي دملي پوليسو د اصلاحاتو  پروګرام  د کورنيو  چارو  په وزارت کي  پيل شو د جګپور و افسرانو په کچه  چي يو سلو شل تنه جنرالان پکي دي د اصلاحاتو  لومړي او دويم پړاو په برياليتوب سره پاي ته ورسيده .

 په همدغه کال کي د سمونوال ، سمونمل  او سمونيار  په کچه د پوليسو  د  اصلاحاتو دريم  پړاو  هم په پام کي ونيول شو  چي  ٧٣١٥ تنو له جملي څخه  ٥٠١٣ تنو يي د ريفورم  ازموينه په برياليتوب  سره ورکړه  چي دکورنيو چارو  وزارت په پوستونوکي يي ګومارل دوام لري .

  په  ١٣٨٥  کال کي دهيواد په  کچه  د پوليسو پنځه ساحوي زونونه  جوړ  شول چي دملي اردو او ملي امنيت له تشکيل سره  سم  د هيواد د امنيت  په تامينولو کي د پوليسو پنځه ساحوي  زونونه او دملي امنيتي  مرکزونو او نړيوالو  پوځونو په همغږي  سره اغيزمن  رول لوبوي  دغه شان اته زره ډول دول واسطي دتمويلونکو  هيوادونو له خوا دکورنيو چارو وزارت ته وسپارل شوي او په دي ډول دکورنيو چارو وزارت  ٦٦٩  وداني ملي پوليسو  ته په مرکز او ولايتونوکي په پام کي  ونيولي  چي  تر دوو نورو کلونو پوري به يي ددغو ودانيو د جوړولو کار بشپړ  شي .

 په همدي کال کي د کورنيو چارو وزارت کورني ملي ستراتيژي  برابره او تکثير کړه ، د پوليسو  په ليکو کي  ښوونه او روزنه پياوړي  شوه چي تراوسه پوري  کابو  ٦٤٨٠٨  تنه پرسونل په روزنيزو مرکزونوکي او  ٣٤٠٩  تنو د پوليسو په اکادمي او دغه راز  ٥٣٧ تنو په لنډ مهالو کورسونو  کي  له هيواد څخه بهر مسلکي  زده کړه ترلاسه کړي ده او همدا اوس  ٢٠١٠  تنه  دملي  پوليسو په ښوونيزو  مرکزونو  ١٣٠٢  تنه کميساران او  ٢١٨  تنه د ساتمني  په ليکو کي د پوليسو په اکادمي کي په زده کړه بوخت دي .  د  ١٣٨٥  کال په  بهيرکي له نشه يي توکوسره دمبارزي  ښوونځي د پوليسو اکادمي  تر څنګ د امريکا  جرمني او انګلستان په مرسته  جوړ او سمبال شو چي د زده کړي په هره  دوره  کي  په ١٥٠  تنه فارغ شي .

 دغه راز د کورنيو چارو وزارت له ولايتونو ، ولسواليو او امنيتي پوستو سره د اړيکو سيستم تامين  کړ او خپل  لګښتي  او مالي سيستم  يي تر کنترول او څارني  لاندي راوست .

 له نشه يي توکو سره دمبارزي په برخه کي  په  همدغه  کال کي دکورنيو چارو وزارت کابو ٤٥٥ر٢٠٢١٥ کيلو ګرامه ترياک  ۴۲۸ ، ۲۰۷ كيلو ګرام هيروين ،  ۶۷ كيلو ګرام موروفين ،  ۱۵۱،  ۱۹۵ ۲۸  كيلو ګرام چرس،

 ٤٢٨ر٢٨٩ ٣٥کيلو ګرامه کيمياوي توکي  ضبط  او دنشه يي توکو  ٦٤٧ تنه قاچاق وړونکي  يي ونيول او  ٢٩٦٠٨٢ کيلو  ګرامه  نشه يي توکي يي وسوځول  .

 سره له دي چي دکوکنارو کرکيله په  ١٣٨٥  کال کي د هيواد په زياترو سيموکي ترسره شوه د نشه يي توکو پرخلاف  مبارزي  وزارت په پراخ کمپاين  کي د واليانو امنيتي ځواکونو  او د کوکنارو د له منځه وړلو ځواکونو په ګډون د ١٥٣٠٠  هکتاره ځمکي په مساحت چي  د  ۷۶۵۰۰ جريبه  ځمکي  معادل کيږي کرل شوي کوکنار واړول .

 دغه وزارت د لومړي ځل لپاره  د نشه يي توکو د کمښت د غوښتني پروګرام  چي د نشه يي توکو دکنترولولو دملي  ستراتيژي  برخه ده تر اجرا لاندي ونيوه چي د هغه  له مخي  په هيواد کي د روږدو کسانو د درملني  ٣١ خدماتي مرکزونه  جوړ شول  په دغو مرکزونو کي  په  ١٣٨٥  کال کي د  ٣٩٢٠  روږدو  کسانو درملنه شوي  او د روغتيايي خدمتونو تر پوشش  لاندي شول .

 په  ١٣٨٥ کال کي دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي وزارت د کرني او اوبو لګولو وزارت  په همکاري او د رمپ  اف  اي  او يو اس  اي دي موسسو او دبديل  ژوندانه په پروژو کي  دملګرو ملتو د جرمونو او نشه يي  توکو دفتر په مرسته  ٤٦٢٠٠  متريک ټنه کيمياوي سره او څه دپاسه  ١٤٠٠٠ ټنه  دکرني اصلاح شوي تخمونه  په بزګرانو وويشل  او  د  ١٠٠ مليونه  ډالرو په ارزښت زراعتي مارکيتونه  يي د هلمند ، زابل  ، پروان ، بلخ ، او ننګرهار په ولايتونو کي  بشپړ کړ او دغه راز د دوه څلويښت  مليونه ډالرو په ارزښت  ١٣٨٩٧٢ تنو ته يي کوچني  پورونه د باغداري،  دوکانداري ، مرغداري ، خياطي  او ګلدوزي  په برخوکي برابرکړل .

 دغه وزارت  دغه راز له هغه ولايتونو ا و سيمو سره چي کوکنار پکي کرل شوي نه و اويا په لږ ي فيصدي  سره کوکنار پکي کرل شوي و د سوغات په ډول  د هغو پروژو په تمويلولو کي چي لومړيتوب  يي درلود مرسته وکړه له دغو مرستو څخه د ميدان وردګو  پکتيا ، پکتيکا و پنجشير او لوګر ولايتونو  هر يوه پنځه سوه زره ډالره  دکونړ، کندز، کاپيسا، لغمان، باميان، خوست کابل او پروان ولايتونو هر يوه يوسلو پنځوس  زره ډالره ګټه  ترلاسه کړه .

 د نشه  يي توکو پرخلاف دمبارزي  وزارت دغه شان دري موافقه ليکونه د ايران له اسلامي جمهوريت ، چين او تاجکستان سره د نشه يي توکو پرخلاف مبارزه کي د همکاري په باب لاسليک  کړل .

  دغه وزارت دغه شان  ٥٨ر٢٠  مليونه ډالره په مرکز او ولايتونوکي څلور ويشتو بنسټيزو  وقايوي او معالجوي  پروژو ته بيل کړل  چي دغه پروژي همدا اوس د اجرا کولو په حال کي دي .

 ښاري پرمختيا وزارت دښاري سکتور ستراتيژي برابره او له ملي پرمختيايي ستراتيژي سره يي همغږي پيل کړه

 دغه وزارت دغه راز دده سبز په سيمه کي  شل زره واحدي پروژه دکور جوړولو لپاره برابره کړه او عملي کار  يي دسلواغي دمياشتي  په شپږ ويشتمه نيټه پيل شو .

 دغه راز دغه وزارت  د بنايي، افغاني او کورجوړولو  دري ساختماني  دستګاوي بيا سمبالي  او فعالي کړي چي ددغو دستګاو  په سمبالولو  سره يوځلي بيادکيفيت  لرونکو خدمتونو د وړاندي کولو  زمينه  برابره شو ه .

  ښاري پرمختيا وزارت دغه  راز په  ١٣٨٥  کال کي څه  دپاسه  ٢٥١٠  کيلو متره سړک دبلخ ، هرات ، کندهار ، فراه  ،  هلمند  ، نيمروز ، زابل  او خوست  په ولايتونو کي  قير کړ.

 ښاري  پرمختيا وزارت  برسيره پر دي د ساختماني  ساحو نخچي  سکيجونه  او کروکي  دولتي او خصوصي سکتور اورګانونو ته  برابري  څه  دپاسه ٤٥٧٣  پروژو  ديزاينونه دکندز  ، بلخ  ، هرات  باميانو خوست او ننګرهار  په ولايتونوکي  ترتيب او برابر  کړل  له دغه ديزاينونوڅخه چي د نويو ستندردونو پر بنسټ  برابر شوي دي  د ولسواليو  ، ادارو او نورو دولتي مرکزونو  په جوړولو کي استفاده وشوه .

 د عدليي وزارت د  قانون  جوړولو ، علمي او حقوقي  څيړنو د چارو انستيتوت  په  ١٣٨٥  کال کي ددولت د اساسي  تشکيلاتو قا نون،  د اساسي قانون په تطبيقولو  باندي د څارني  د خپلواک  کميسيون  قانون ، د مدافع  وکيلانو  قانون، د کوپراتيفونو  قانون ، د عامي روغتيا قانون ، د عدلي  طب قانون ، د درملو قانون د  ضمانتي  شرکتونو قانون، دسهامي شرکتونو قانون، د تجارتي واکمني قانون، د منځګړيتوب قانون ، دکار قانون د عامه چارو او لګښتونو د اداري مقرره، دسياسي نمايندګيو دوسايطو د پيرودني او پلورني مقرره،  د اوزون  دقشر د ويجاړونکو  موادو د کنترول مقرره ، دملکي خدمتونو د مامورينو د چلند مقرره  په بي کوره ښوونکو باندي د استوګني د ځمکي د نمرو دويشلو مقرره ، دوګړو  د شميرني مقرره د درملتون مقرره، د درملو اوطبي لوا زمو د توليدولو او واردولو  مقرره ، د شخصي  لابراتوا رونو  مقرره ، دشخصي اکسريزونو مقرره او د اريانا افغان  هوايي شرکت  اساسنامه تدقيق او تسويد کړه  چي ځيني  دغه قوانينو  او مقرري د وزيرانو شورا  له تصويب وروسته د جمهور رئيس له خوا تصويب  شوي دي .

  له هغه وروسته د بنديانو او  تورنوکسانو ساتنه د عدليي وزارت ته سپارل شوي، دغه وزارت کوشش  وکړ  چي د بنديانو په روزني سره د جيلونو په سيستم  کي اصلاحات رامنځته کړي او  په نړيوالو ستندردونو سره سم د جيلونو  په بيا  رغاوني  سره د ژوندانه حالت او دبشر د حقوقو رعايت  ته زياته پاملرنه وشي .

د عدليي و زارت د نړيوالوسازمانو  په مرسته د خوست ، تخار  او پکتيا  په ولايتونوکي جيلونه جوړ کړل او د مرکزي  جيل يو بلاک يي  بيا ورغاوه او د مودرني تکنالوژي په  سيستم  يي سمبال  کړ دغه وزارت د تورنو کسانو د موقتي ساتني په خاطر په څو ولايتونو کي يو لړ توقيف  خاني هم جوړي کړي.  د عدليي وزارت په يوه بل اقدام سره د افغانستان  ټول پخواني قوانين  د څيړني او ساتني په خاطر په  شپږ  اتيا ټوکو  کي چاپ شول او د ادارو ، روزنيزو مرکزونو څيړونکو او مينه والو په واک کي دي . 

 په  ١٣٨٥کال کي  د عدليي په وزارت کي د سياسي ګوندونو  ثبتول  او راجستر  اته پنځوسو  ته ورسيدل او د ټولنيزو سازمانونو شمير  اووه سوه پنځلسو  ته  لوړ شو .

 په  ١٣٨٥  کال کي د سرحدونو د چارو وزارت  دسرحدي کيلو متريزو  واټونو  په تثبيتولو سره د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د مهمو بندرونو او لارو په ثبتولو  سره د يو  پر دوه  مليونو اندازي سره نخچي  برابري کړي او په همدي اساس  يي څلور نوري سياسي  نخچي  او په سرحدونو او د هيواد په نورو سيموکي د ميشتو قومونو ثبتول  بشپړ کړل .

 دکرني  او  اوبو لګولو وزارت  په  ١٣٨٥  کال کي د لومړي ځل  لپاره خپل کرنيز ماستر پلان  تدوين کړ  دغه وزارت دکرني  او مالداري ودي ته په جدي پاملرني سربيره  د افغانستان دځنګلونو  په بيا جوړولو  هم پيل وکړ او د افغانستان د پستي  ځنګلونو  د ساتني او پراختيا په خاطر يي  يو پروګرام  پيل  کړ دغه وزارت دغه راز نوولس  څيړنيز  مرکزونه هم فعال کړل  ډول ډول  اصلاح شوي غنم،  جغندر، پياز او پومبه چي د افغانستان په ځمکو کي ښه حاصل ورکوي  بزګرانو ته ور وپيژندل او دهغوي په واک کي يي ورکړل .

 دغه وزارت دغه راز  ٣٥٣  کرنيز کوپراتيفونه  جوړ کړل چي  په دغو کوپراتيفونو کي ټول نهه ديرشو زرو تنو د يو سلو دوه ديرشو مليونو افغانيو په پانګي سره په يو زرو دوه سوه  څلور ديرش زره هکتاره ځمکه کي کار ترلاسه کړ .

 دغه وزارت يوځل بيا  د کبانو د روزوني نور  فارمونه جوړ کړل او د مرستندويو هيوادونو په مرسته يي دکبانو د روزني ګټوري لاري چاري  فارم لرونکو  ته وښودي دغو  فارمونو په ١٣٨٥  کال کي د هيواد په څو ولايتونوکي د خپلو توليداتو په پلورلو پيل وکړ .

 دغه راز د کرني او اوبو لګولو  وزارت د نيالګي  د توليد لپاره اوه پنځوس  هکتاره  ځمکه بيله کړه چي له دي لاري  دري مليونه نيالګي او قلمي بزګرانو ته ورکړل شوي .

 دکرني اواوبو لګولو وزارت دغه راز د لومړي ځل لپاره د نباتي  ناروغيو پرخلاف  د مبارزي ستراتيژي تدوين کړه چي ورسره سم  په نولسو ولايتونو کي د زيان رسوونکو ملخانو په نهو ولايتونوکي د غنمو دکفشکونو او په دولسو ولايتونوکي د خټکيو  د مچا نو  پرخلاف مبارزه وشوه او د څارويو  د روغتيايي کلينيکونو له لاري څه دپاسه دوه مليونه  څاروي وقايه او تداوي شول او د ١٣٨٥  کال  په ژمي کي په کندز ، جوزجان ، سمنګانو  بلخ بدخشان  او بغلان کي په مالدارانو باندي  ٣١٠٨  ټنه بيړني حيواتي خواړه وويشل شول .

  په  ١٣٨٥  ال کي د ګمرکي  تعرفو د نويو سيستمونو په تطبيقولو او په ګمرکاتو کي  په اصلاحاتو سره او دغه راز دمالياتو په قسمي ترلاسه کولو سره د ١٣٨٤  کال په  پرتله ددولت عوايد  زيات شول او د  ١٣٨٥  کال عوايد  اووه ويشتو ملياردو  ډالرو ته رسيږي .

  د ١٣٨٥  کال  له منځني  څيړني وروسته دملي پراختيا بودجي  حجم ٠٤٣ر٦٦  مليارده افغاني ټاکل  شوي وه چي د ١٣٨٤  کال د بودجي  په پرتله په سلو کي شل  زياتوالي ښيي  دهغو وزارتونو له جملي څخه په نسبي  ډول  ستره پرمختيايي بودجه  يي درلوده  کولاي شو د فوايد عامي وزارت څخه  د  ٧٠ر٩  مليارده افغانيو  ، د انرژي او اوبو وزارت  ٦٠ر٨  مليارده افغانيو ، د ترانسپورت  وزارت  ٣٥ر٢ مليارده افغانيو ، دکرني وزارت  ٩٠ر ١  مليارده افغانيو ، دښار جوړولو وزارت  ٦٥ر١  ملياردو افغانيو او دکابل ښاروالي څخه  د  ٨،١  ملياردو افغانيو  يادونه وکړو

 په همدي کال کي دکابل _  جلال اباد  حيرتان  تورغندي او تورخم  د ګمرکونو جوړول چي سوداګرو ته يي زياتي اسانتياوي برابري  کړي دغه راز په ګمرکونو  کي د وارداتي  مالونو د کنترولولو او تعقيبولو  لپاره نوي کمپيو تري سيستم په کار واچاوه  چي له دي سيستم سره په استفادي  سره ټولي وارداتي انډي  او مالونه  په اساني سره موندل کيږي .

 دغه راز د هيواد دماليي وزارت دبهرنيو  پورونو دکمښت په برخه کي  د يادوني وړ برياليتوب  ترلاسه کړ دغه وزارت د پاريس په کلوپ کي  له خبرو اترو وروسته هغه ٥ر١٠  مليارده ډالره پور چي  افغانستان  له روسيي ، امريکا  او المان څخه اخستي و لري کړ .

 په  ١٣٨٥  کال کي د لومړي ځل لپاره  د افغانستان کانونه  او تر ځمکي  لاندي  زيرمي د امريکا د متحده ايالاتو د جيولوژي  دسروي له خوا په پرمختللي  تکنالوژي سره عکس  برداري  شو چي په دي سروي سره ټول اوسپنيز  کانونه او حوزي  چي  تيل او ګاز  پکي وو تثبيت شول په شمال لويديځ کي د تيلو او ګازو دوه بلاکونه وټاکل شول او د قزاقستان په کنفرانس کي نړي ته وروپيژندل شول چي ورڅخه  ګټه اخستنه پيل شي .

  په همدي کال کي د کركر د سکرو کان و د هرات  د رسوبي سرو زرو کان دمالګي کانونه ، د مرمر ډبره  ،  تعميراتي  ډبري  او قيمتي مينرالونه دخصوصي سکتور  په واک کي ورکړ شول.
 دغه راز د عينکو د مسو کان چي ټاکل شوي ده  د  ١٣٨٦ کال تر لومړيو پوري  خصوصي سکتورته ورکړ  شي داوطلبي ته وړاندي شوچي له داوطلبي وروسته د اوولسو سترو کمپينو له جملي خخه  نهه کمپني دسيالي  لپاره په وروستي پړاو کي  پاتي دي .

 په همدي ډول  خصوصي سکتور ته  د غور ي سمنتو د فابريکي د ورکولو کار بشپړ او په کال کي د دريو مليونو  ټن و توليد په ظرفيت سره په پلخمري  کي د نوي فابريکي او د غوري  سمنتو د دويمي فابريکي او د ١٧٠  مليونو ډالرو په ارزښت له افغان انويسمنت  له کمپني  سره  دکرکر دودکش  ډبري  دکان تړون له داوطلبي  وروسته لاسليک  شو.

 دغه وزارت دغه  راز  د يو سلو  شلو مليونو ډالرو  په پانګي په کال  کي د يو مليونو ټنو په ظرفيت  سره دهرات ولايت دسمنټو نوي  فابريکه د برادران صافي  په واک کي ورکړه .  په همدي  کال کي د افغانستان دکانونو وزارت دکاني موادو او تيلو او ګازو قوانين  او مقرري يي بشپړي کړي او په کار يي واچولي دغه قوانين  او مقرري  په افغانستان کي د سترو شرکتونولپاره د مهمو اسانتياوو او د پانګي  اچوني لپاره د زمينو په برابرولو کي مرسته کوي . په  ١٣٨٥  کال کي د کليو دبيا جوړولو او پراختيا  وزارت په دي بريالي شو چي د افغانستان  په ګوټ ګوټ کي دملي پروګرا مونو په عملي کولو سره د هيواد کليوالي  خلکو ته پراختيايي خدمتونه وړاندي کړي  په دي کال کي دغه وزارت  ٥٥٠ر٤٤٢ ٢٧٨ امريکايي ډالرو په ټول لګښت سره  په لس اعشاريه نهه سوه اوولسو  پروژو باندي کار وکړ چي زياتره يي بشپړي اويا دبشپړيدو  په حال کي دي

 د همدي کال په بهير کي دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام د کرني  ښووني  او روزني، روغتيا، اوبو لګولو،  دبديل ژوندانه، دبريښنا د توليد د کوچنيو بندونو ډ تولګتو ودانيو، ترانسپورت، اوبو رسولو او سيمه ئيز چاپيريال ساتني په برخوکي  ٣٥٠ر٢٧٢ ٧٨  امريکايي ډالرو په ټول لګښت  سره پنځه زره دوه سوه شپږ شپيته پروژي پيل کړي .

  دغه راز ددغه وزارت د اوبو رسولو او سيمه ئيز چاپيريال ساتني د پروګرام له خوا  دهيواد په کليو کي د  ٢٠٢٥  ژورو څاه ګانو په کيندلو، داوبو  رسولو د دريو شبکو د جوړولو او د چاپيريال  ساتني د زده کړو په برابرولو سره  زموږ  ٤٢٧ر٣٢٢ تنو هيوادوالو د ژوندانه دکيفيت  کچه ښه شوه .

 دغه راز دکليوالي خلکو د ترانسپورتي  ستونزو دلري کولو او د اسانتياو په برابرولو  سره دري  سوه  اووه کيلو متره سړک بيا جوړ شو. چي ددغه وزارت دکليوالي لارو د جوړولو د پروګرام له لاري ددغو خدمتونو د وړاندي کولو لړي  دوام لري .

 ددغه وزارت دسيمه ئيزي پراختيا پروګرام په  ١٣٨٥ کال کي  په بيلابيلو  سکتورونو کي د يادولو وړ خدمتونه ترسره کړي چي ددوه ديرشو ښوونځيو  د ودانيو جوړول ، د اوبو لګولو د څوارلسو  پروژو پرانستل  د سړک اوپلونو د جوړولو اوولس پروژي  ددولتي ودانيو درويشت  پروژي او دڅښاک  داوبو اووه پروژي پکي شاملي دي .

 د ناڅاپي طبيعي  پيښو پرخلاف د مبارزي اوله دي امله دزيانونو  دکمښت  په خاطر د هيواد په بيلابيلو  سيموکي له لسو زرو زيانمنو شويو کورنيو سره هم ددغه وزارت د بيړني  غبرګون د پروګرام له خوا  سملاسي  بشري مرستي وشوي .

 په  ١٣٨٥  کال کي دکوچنيو پورونو د پروګرام  له لاري  ٩٧٢ر١٣٦ بي وزلو کورنيو ته دکوچنيو پورونو ورکول د هيواد دکليوالي  ټولني د شه والي په برخه کي يوبل برياليتوب شميرل کيږي .

  په  ١٣٨٥  کال کي د افغانستان د لويو لارو  او سړکونو د جوړولو او ترميمولو په برخو کي  مهمي  پروژي  چي د اقتصادي  ودي ، مسافرت ، امنيت په برخو اوله يوبل سره  دبيلابيلو ولايتونو  په پيوستون او له نورو هيوادونوسره د افغانستان په پيوستون کي زياتي مهمي دي  ترسره کيږي .

  په دغه کال کي د څو لويو لارو، سړګونو  او واټونو په پرانستلو  برسيره  په نويو واټونو او لويو لارو کار  پيل شو او د افغانستان د فوايد عامي وزارت درپوټ له مخي د  ٤٤٩٨ کيلو متره  سړک  له جملي څخه  يعني د اي بي سي  په ډول د سړکونو په  تفکيک سره  ٢٢٠٠  کيلو متره  بشپړ  او کابو  ٢٣٠٠  کيلو متره يي د جوړولو ديزاين او د تړون  د پړاوونو  تر بهير لاندي دي

 د همدغه رپوټ له مخي  د اي  له ډوله څخه د لويو لارو د جوړولو په برخه کي د  ٢٢٠٣  کيلو متره حلقوي سړک له جملي څخه  ١٢٠٠  کيلو متره يي بشپړ او پاتي زر کيلو متره يي تر کار لاندي دي .

 د افغانستان  د حلقوي سړک پاتي  برخه له بالامرغاب څخه تر ارملکه پوري  ١٩٣  کيلو متره دي  چي  ١٦٠ مليونه ډالره  بودجي ته اړتيا لري دغه بودجه  تراوسه پوري  نه  ده  برابره شوي .

 د بي  ډول د  ١٠١٤ کيلو متره ارتباطي سړکونو د جوړولو په برخه کي  ٧٠٠ کيلو متره يي  بشپړ او په  ٣١٤ کيلو مترو يي کار روان دي .

 دسي  ډول  واټونو د جوړولو  په برخه کي چي دولايتي سړکونو په نامه  ياديږي له  ١٢٤٥ کيلو متره څخه   ٥٠٠ کيلو متره يي بشپړ او پاتي  ٧٥٠ کيلو متره يي تر کار لاندي دي

 ټول  اي  بي سي  ډوله سړکونه په څلويښتو  پروژو ويشل شوي دي چي ددغو  پروژو په بشپړولو سره به نوري پروژي په افغانستان کي د زياتو سړکونو د جوړولو  په خاطر په پام کي ونيول شي

 د فوايد عامي وزارت په افغانستان کي  کي د زياتو سړکونو جوړولو ته په پام کي  لرلو  سره  د ساتني او څارني  په خاطر يي نوي پلان او ستراتيژي تدوين کړي چي له همدي امله به افغانستان  د  سرکونو د ساتني لپاره يو ځواکمن او دوامداره  ملي نظام ولري ، په دي مقصد دغه وزارت  له هغو پيسو  څخه چي دسړکونو  د ساتني او څارني  د تجهيزاتو د پيرودلو لپاره بيلي شوي دي  ځيني دغه تجهيزات  پيرودلي چي ډير ژر ددغه وزارت په واک کي  ورکول کيږ ي د فوايد عامي وزارت په پام کي لري چي د سړکونو ساتنه او څارنه  خصوصي  سکتور ته وسپاري چي د بيلګي  په توګه دکابل _ جلال اباد لويي لاري  ساتنه او څارنه  خصوصي سکتور ته سپارل شوي  ده

 په  ١٣٨٥  کال کي خلکو ته  دروغتيايي خدمتونو  وړاندي  کول  زياته پراختيا موندلي  په دغه کال کي د اساسي  روغتيايي خدمتونو پوښښ په سلو کي دوه اتيا ته ورسيد او د روغتونونو معياري  خدمتونه په سلو کي ديرشو ته لوړ شو دغه راز  ٢٣٣  روغتيايي مرکزونه  جوړ اوبيا ورغول شول او د نورو  ١٢٠ روغتونونو او روغتيا کلينيکونو د بنسټ ډبري کيښودل شوي .

 د عامي روغتيا وزارت  روغتيايي خدمتونو دبرابرولو او وړاندي کولو په  باب د خصوصي برخي لپاره د اسانو شرايطو په برابرو لو سره  له هيواد څخه بهر ته د درملني په خاطر د هيوادوالو په سفر کولو کي د زيات کمښت رامنځته  شو .

 دغه وزارت په ١٣٨٥ کال کي د ٦٤٣ روغتيا پالو په روزني سره په عملي توګه  هر ولايت د يوه  رجعتي  ولادي او نسايي مرکز خاوند کړ .

 په  ١٣٨٥  کال کي د هيواد په سلو کي  دري ماشومان د واکسيناسيون دملي پروګرا م تر پوښښ  لاندي راغلل  او د لومړي ځل لپاره د ژيړي  بي  ډوله واکسين د ماشوم د دوري په واکسينونو کي شامل شو .

 په  ١٣٨٥ کال کي په هيواد کي د ماشومانو د ګوزن  واکسين  پنځه سراسري دوري  او يوولس  سيمه ئيزي دوري پيل شوي  چي په دغو دورو کي اووه اعشاريه دري مليونه ماشومان واکسين  شول .

  دغه وزارت د نري  رنځ  ناروغي دکنترولولو او درملني مرکزونه  ٨٥٠  مرکزونو ته  ورسول چي په نري رنځ  باندي  اخته کسانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندي کول لوړتيا ومونده

 دعامي روغتيا وزارت دغه راز په څلورو ولايتونوکي د ايدز ناروغي د ټستولو  او ددغي ناروغي دخپريدو دکنترول او مخنيوي  په خاطر د داوطلبانه سلامشوري د مرکزونو په جوړولو لاس پوري کړ او پنځه نور مرکزونه يي د خوار ځواکي  د درملني په خاطر دکندز، بغلان، تخار،  غزني او بدخشان په ولايتونوکي جوړ کړل .

 دغه راز د عامي  روغتيا وزارت د الوتونکو د والګي ناروغي دخپريدو د مخنيوي  په خاطر يو لړ اقدامونه  په پام کي  ونيول  چي له دي جملي څخه کولاي شو د هغو سيموچي  د چرګانو د والګي ويروس پکي  ليدل شوي دي د قرنطين  له هغو هيوادونو څخه چي دغه ناروغي پکي خپره شوي ده دچرګانو د غوښي د وارداتو د منع کولو او ددغي ناروغي  په باب د خلکود پوهاوي په خاطر د تبليغاتي  پروګرامونود پيل کولو يادونه وکړو ،  دغه وزارت دري اعشاريه پنځه مليونه  ډالره ددغي ناروغي دمقدماتي اقداماتو لپاره بيل کړل .

 د عامي روغتيا وزارت په همدي کال کي دحيرتانو، خوست، پکتيا، پکتيکا، سمنګانو، غزني، ننګرهار، کونړ ، هلمند، سرپل، جوزجان، او فارياب د طبيعي پيښو په زيانمنوکسانو او زلزلي ځپلو او په هغو پنځه سوه  دوه اويا کورنيو باندي چي دکابل په ديارلسو سيموکي دسږ کال  په ژمي کي له روغتيايي  ستونزو سره مخامخ  شوي و څه دپاسه شپږ نوي ټنه درمل ، خوراکي مواد ، ايودين لرونکي مالګه ، شړي ، جامي  څراغونه او فرشونه  وويشل .

 دغه راز  دعامي روغتيا  وزارت دنشه يي توکو  پرخلاف مبارزه کي د نشه يي  توکو د غوښتني دکمښت د رياست په جوړولو لاس پوري کړ اوپه اتو ولايتونوکي يي دنشه يي توکو د استعمالولو د کمښت کلينيکونه  جوړ کړل او دپنحۀ اعشاريه دوه مليونه ډالرو په ارزښت دوه روغتونونه يي دبلخ او ننګرهار په ولايتونوکي په نشه يي توکودر وږدو کسانو ددرملني  په مقصد جوړ کړل  دغه وزارت دغه راز دوه شل بستريز روغتونونه  د هلمند او ننګرهار په ولايتونوکي د روږدو کسانو ددرملني په خاطر جوړ او فعال کړل.

 دغه راز د عامي روغتيا وزارت د لومړي ځل لپاره  کوچيانو ته  د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو ديپارتمنت جوړ کړ چي له دي لاري ددغه وزارت ګرځنده  ټيمونو کوچيانو او بيځايه شويو کسانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندي كول پيل کړل .

 په ١٣٨٥  کال کي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د لوړو  زده کړو  د  قانون د لوړو خصوصي زده کړو د موسسو د مقرري او د تخنيکي  همکارانو د حقوقو  د تامينولو  په  ګډون دري تقنيني سندونه په ملي او نړيوالو نورمونوسره بشپړ او د راتلونکو اجرااتو  په خاطر د عدليي وزارت ته واستول او د امريکايي او کاردان د پوهنتونونو په  نومونو دوو خصوصي  پوهنتونونو ته  يي دکار جواز ورکړ چي دغو پوهنتونونو  په عملي توګه په کار پيل وکړ .

  دغه وزارت پنځه سوه څلور ديرش تنه محصلين  او شپږ  اويا تنه استادان  د اوږدمهالو  لوړو  زده کړو په خاطر نورو  هيوادونو ته واستول  او دوه سوه شل تنه استادان  يي  لنډ مهالو روزنيزو پروګرامونو ته واستول .

   په دي ترتيب  د ايران داسلامي  جمهوريت شپږ ويشت زره ټوکه علمي  او تخصصي  کتابونه او د انګلستان د مدافع وکيلانو د موسسي  يو زرو پنځه سوه ټوکه کتابونه دميزونو ، څوکيو  او الماريو په ګډون د هيواد  ځينو  پوهنتونونو  ته برابر شول ، دغه راز  په همدي  کال کي د نرسنګ پوهنځي  دطبي  علومو په  پوهنتون  د اختصاصي زده کړو پوهنځي او د کمپيوتر ساينس  ديپارتمنت دکابل د ښووني  او روزني په پوهنتون او د نجونو ليليه د کندز د لوړو زده کړو په انستيتوت کي پرانستل شول .

 دغه راز نوي درسي نصاب دکابل ، بلخ ، هرات او ننګرهار  پوهنتونونو د اقتصاد په پوهنځيو  کي  د المان  د بوخم  پوهنتون په همکاري برابر شو او د لوست دوه  زره ټوکه  کتابونه د افغانستان لپاره د المان د علمي خدمتونو د موسسي له خوا  چاپ او وويشل شول.  په دغه کال کي د کرني پوهنځي او د وترنري پوهنځي د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالي  پرمختيايي اداري په مرسته بيا جوړ شو او دکابل  د طبي علومو پوهنتون د نجونو  د ليليي د بنسټ  ډبره کيښودل شوه .

 د لوړو زده کړو  وزارت  په ١٣٨٥ کال کي کيفيت لرونکي لوړو زده کړو نظام ته د تيريدو په نامه د لوړو زده کړو موسسو د استادانو لومړي سراسري کنفرانس جوړ  کړ .

 د ارشاد  حج  او اوقافو وزارت په  ١٣٨٥  کال کي زيات شمير جوماتونه ورغول اويا يي نوي  جوړ کړل دبيلګي په توګه دشيرشاه سوري  جامع جومات ، دښځينه بڼ جومات ، د حاجي غلام دستګير بره کي  جومات ، دعبدالرشيد قيس جومات  ،  د خير خاني د حضرت يحي جومات ، د شور بازار د ملا محمود جومات ، د خير خاني د ۳۱۵  جومات ، د خيرخاني ميني د حضرت علي  ( رض )  د جومات د پراخولو ، د دشت برچي د پل خشک جومات ، دطفلان  مسلم جومات او د ځينو  نورو جوماتونو لکه  د خوست ولايت ، تخار د هرات د نوي ښار دجوماتونو او دکونړ په ولايت  کي د نورګل ، نرنګ ، منوره  او واټه پور دجوماتونو يادونه وکړو  دغه وزارت  برسيره پردي چي دبيت الله شريف  حاجيانو ته يي دسفر يو لړ اسانتياوي برابري  کړي هغو ي ته يي  ويديويي  او دکعبه فرضي کستونه وروښودل  . او د معلوماتي پوسترونوپه چاپولو سره يي د حج د مراسمو  او مناسکو په پيژند ګلوي  کي  له حاجيانو  سره مرسته وکړه . دغه وزارت د لومړي ځل لپاره په افغانستان کي د حاجي کمپ  په نامه د حاجيانو لپاره د يوځاي د جوړولو پلان طرحه کړ  چي بودجه يي دجمهور رئيس له خوا منظوره شوي ده او ډير ژر به يي دبنسټ  ډبره کيښودل شي .

 د ارشا د ، حج  او اوقافو وزارت په ١٣٨٥  کال کي يو ويشت زره نهه سوه پنځه اويا مدرسي په مرکز  او ولايتونوکي په جوماتونوکي د ننه اوبهر راجستر کړي  چي په دغو مدرسو کي څه دپاسه  څلور  مليونه تنه ماشومان د ديني علومو په زده کړه بوخت دي .

دغه راز د حج او اوقافو وزارت د خير يه  ټولني اود افرين په ګدون د موسسو په مر سته ۴۳۰  مدرسي او د روزني ۱۳۵ مركزونه جوړ كړي دي چي په هغو كي ۱۵۲۹۲ تنه زده كوونكي ديني علومو په زده كړ بوخت دي په همدي  ډول د حج او اوقافو وزارت د هغو مسووليتونو له په پام کي نيولو سره چي د عامه افکارو دروښانه کولو په برخه کي  يي لري د نشه يي توکو دکرکيلي ، قاچاقو  او استعمال د ايدز د ناروغي  دجبري ودونو ، دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي  پرخلاف دمبارزي  او د اسلام له پلوه د ښځو د حقوقو په برخو کي  تبليغ  کړي دي  او دهيواد په کچه  د جوماتونود عالمانو او خطيبانو  له پاره  رونيز  سيمينارونه او توضيحي ورکشاپونه جوړ کړي دي او د مناسکو  مذهبي ورځو نمانځنه  يي کړي ده .

 په  ١٣٨٥  کال کي په داسي حال کي چي  د زده کړي او ترقي د دښمنانو له خوا په افغانستان کي  ١٩٦  ښوونځي  ويجاړ او يا سوځول شوي  دي د پوهني وزارت د  ٥٣٨ شوونځيو  د ودانيو جوړول  بشپړ کړي  او ګټي اخستني ته يي سپارلي دي .

 په دي کال کي  ٤ر٥ مليونه تنه زده کوونکي  چي  ٩ر١  مليونه تنه يي نجوني دي په  ٨٤٠٠  ښوونځيو  کي د  ٣٤  ولايتونوکي  د  ١٣٧٠٠٠ تنو ښوونکو  له خوا چي په سلو کي  اته ويشت يي ښځي  دي عمومي زده کړي کړي دي .

 په همدي  کال کي کابو  ٥٠٠٠٠ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګي  څخه  فارغ شوي دي چي کابو  ٣٥٠٠٠ تنو يي دکانکور ازموينه ورکړي ده .

  د پوهني  وزارت  د لومړي ځل لپاره د پوهني د وګړنيز کولو  په خاطر د ښوونځيو د شوراګانو په جوړولو لاس پوري کړي دي او د  هيواد په يوولسو  ولايتونوکي د والدينو او دښوونځي د اداري کابو دوه زره پنځه سوه ګډو شوراګانو  په جوړولو سره د ښوونځيو  دبيړنيو  ستونزو په لري کولو اقدام وکړ  چي له دي  لاري خلکو په  خپله د پوهني وزارت له خوا د ٥ر٨  مليونو برابرو شويو ډالره په خپله دخلکو  له خوا  د لومړيتوبونو له په پام کي  نيولو  سره  په يو شفاف بهيرکي په ښوونځيو  ولګول شول .

 په  ١٣٨٥  کال کي  په هيواد کي د فعالو دارالمعلمينونو برسيره د ننګرهار  هرات ، ميدان وردکو ،  لوګر ، پنجشير ، کونړ او دباميانو په  ولايتونوکي اووه نور دارالمعلمينونه جوړ شول .

 په همدي کال کي د هيواد په ديرشو ولايتونو کي  ٢٧٥  رسمي ديني مدرسو فعاليت درلود چي په هغو کي ٦٢٢٤٥  تنه زده کوونکي  دديني په زده کړه بوخت و  په دغو مدرسو کي  ٢٤٤٢  تنو ښوونکو لوست ورکاوه  په  ١٣٨٥کال کي د اسلامي زده کړو لپاره نوي تعليمي  نصاب تدوين شو او د يو مليون او اووه سوه زرو افغانيو  په ارزښت دکابل ښار  په مدرسو باندي درسي کتابونه وويشل شول .

 دتخنيکي  او مسلکي زده کړو په برخوکي  ٤٢  مسلکي ښوونځيو  فعاليت درلود چي  ١٧  يي په کابل او نور يي د هيواد په  نورو ولايتونوکي  دي .

 په  ١٣٨٥ کال کي په مسلکي ښوونځيوکي د نجونو  او هلکانو په ګډون  ١٠٨٩٥  تنه زده کوونکي په زده کړه  بوخت و او  په همدي کال کي له دغو ښوونځيوڅخه  ١٢٣٠ تنه فارغ شول .

  په  ١٣٨٥ کال کي د حياتي  سواد په برخه کي د پوهني وزارت د ٢٧٦٨١٧  تنو لپاره  په ټول هيوادکي  دليک لوست د زده کړي  ١١٧٥ کورسونه پرانستل  چي  له دي جملي څخه  ١٧٩٧٢١  تنه يي ښځي  دي.

 په  ١٣٨٥ کال کي  له ښوونځي څخه بي برخي   ١٧٨٥٣  تنه زده کوونکي دهيواد د مرکز او ولايتونو  دليک لوست د زده کړي په شوونځيو  کي  په زده کړه بوخت وو او درسمي ، اجير او افتخاري  ښوونکو شمير  ٦٥٠٠  تنو ته رسيده په همدي کال کي  د ليک لوست د زده كړي  ٠٠٠ر٣٨٠  ټوکه  کتابونه په رنګه ډول  چاپ شول .

 دغه راز په ١٣٨٥  کال کي له تاجکستان  از بکستان او ترکمنستان  سره  مزارشريف  ، کندز بغلان سمنګانو  ، شبرغان ، فارياب او کابل ته دبريښنا  د رسولو  تړونونه  لاسليک شول چي دبريښنا د ستنو د درولو او د تاسيساتو د جوړولوکار پيل  شوي دي .

 په دي برخه کي دبريښنا  د توليد له کاره  لويدلو دستګاوو د ترميمولو کار پيل شو  چي په نتيجه کي يي په سروبي  ، نغلو  او درونټه کي دبريښنا له کاره  لويدلي  دستګاوي  ترميم او يا څه ناڅه  جوړي شوي  اويا دبيا جوړيدو په حال کي دي .

 دغه راز له منځني اسيا څخه پلخمري  _ کابل  او له کابل څخه د ختيځ  په لور  اوبيا جنوب ته دبريښنا رسولو ستره پرو ژه  د څه دپاسه دري سوه مليونو ډالرو  په پانګه پيل شوه .  د يادوني  وړ ده چي د انرژي او اوبو وزارت په همدي کال  کي  د اوبو دبريښنا د زياتوالي  په خاطر چي کابل شار تراغيزي لاندي ونيسي له ديزلي ي  جنراتورونو څخه  استفادي ته دوام وړکړ  او دکابل ښار د بريښنا د نيمګړتيا  په لري کولو کي هلي ځلي  وکړي .

  دغه وزارت دغه راز د کونړ  په اسعد اباد ، دباميانو د هاجر په دره  د پکتيا په څمکنيو  د پنجشير  په پارانده کي او د چاردي  غوربند په سيموکي  د بريښنا د کوچنيو  بندونو دجوړولو  او سروي تړون له روسي کمپنيو سره  لاسليک  کړ او ټاکل شوي ده عملي کار يي په  ١٣٨٦  کال کي پيل شي .

 د انرژي  اواوبو وزارت په  ١٣٨٥  کال کي د اوبو د تاسيساتو  د بيا رغاوني او جوړولو په برخوکي  پراخ پلانونه ترلاس  لاندي ونيول دغه وزارت د پروان ولايت داوبو اوبريښنا د بند ، د هرات په ولايت کي د سلما بند ، د غزني په ولايت کي  دسلطان بند ، په کابل کي  د قرغي او امير غازي د بند  د هلمند وادي  داوبو  رسولو د سيستم، دبلخ  ولايت په  نهر شاهي کي او نورو  ولايتونوکي د اتلسو  پروژو  دکاپيسا  په ولايت کي د نهر افغان بند دکانال  ، دلوګر ولايت  د نهر شاهي بند  په هرات کي د اتشان او قمبراق کانال ، د نيمروز  په ولايت کي  د لښکري بند د فارياب په ولايت  د قره بيد کانال  په  جوړولو  او په اتو ولايتونوکي د سيندونو د غاړو  د ټينګښت  کار پيل کړ او ددغو پروژو په بيا جوړولو کي له نړيوالو مرستو او کورني بودجي  څخه استفاده کيږي  ددغو پروژو په بشپړيدو سره چي زياتره به يي زيات وخت ونيسي په افغانستان کي دبريښنا د انرژي د تامينولو او دکرني  داوبو  په برابرولو کي بي ساري  بدلون رامنځته شي .

  هغه نور اقدامات چي داوبو او بريښنا د تامينولو په لاره کي  د انرژي او اوبو  وزارت ترسره کړي د پنجشير  سيند په وړاندي دګلبهار  د  اوبو بند څيړنه او پلان ، د ننګرهار  ولايت دګمبيري  دشته  د ميدان په سيند باندي د شاتوت د اوبو د زيرمي بند د بغلان ولايت دکيله ګي  دزيرمي د فارياب ولايت د څلور ګونو ولسواليو  لپاره د څښاک  داوبو د هرات  ولايت د لويديځي  حوزي د اوبو د منابعو د تنظيم  پروژه ، دبلخ ولايت د برامو پروژه  د ننګرهار ولايت دکامي بند ، دبلخ ولايت دسمر قند يانو د اوبو بند جوړول  او د هيواد په يوولسو نورو هيوادونوکي د يو ويشتو کوچنيو او منځنيو  زيرمو دبند جوړول شامل دي  له دي جملي څخه  يو شمير ته يي پيسي هم بيلي شوي او په لومړني ډول پړاو شوي د ه  دغه پروژي کولاي شي  د  يو مليونو نويو او پخوانيو هکتاره ځمکو لپاره پوره اوبه برابري شي   او  په اوږد مهال کي  ٧٩٨  ميګاواټه بريښنا توليد کړي .

په ١٣٨٥  کال کي د مخابراتو او ارتباطاتو  په برخه کي  هم  د يادوني وړ  پرمختګونه وشول .

  په همدي  کال کي ولايتونو ولسواليواو کليو ته د افغان بيسيم  روشن او د افغان تيلي کام  دشبکو په پراختيا  برسيره د اريبا په نامه يوي بلي  نوي شبکي په کار  پيل وکړ .

  په  ١٣٨٥  کال  کي له تيلفونونو څخه  د استفاده کوونکو شمير له  يوي مليون تنو څخه  ٥ر٢  مليون تنو ته لوړ شو چي  دغه شمير د هيواد په سلو کي لس وګړي  کيږي .

 دغه راز  د انترنت  سيستم ولايتونو او  شارونو ته زياته پراختيا  وموندله چي په دي ترتيب څه دپاسه  يو سلو پنځوس  ښارونه  ١٤٩  ولسوالي  د موبايل اوديجيتل  دمخابراتي  خدمتونو تر اغيزي لاندي  ونيول شول .

  په  ١٣٨٥ کال  د انترنتي خدمتونو د وړاندي کولو څه دپاسه  پنځلسو  سيمه ئيز او ملي  جواز ليکونه صادر شول چي  له انترنت څخه  دکار اخستونکو شمير په ورځ کي  څه دپاسه پنځوسو  زرو تنو  ته رسيدلي دي .

 د مخابراتو په سکتور کي تراوسه پوري کابو اووه سوه مليونه ډالره پانګه اچول  شوي ده چي له دي پلوه  زموږ پنځه  څلويښتو زرو تنو هيوادوالو ته دکار زمينه برابره شوي ده .

 دغه راز د مخابراتو وزارت له يوي  لګښتي  اداري څخه په عايداتي  اداري بدله شوي ده .

دغه  وزارت  په  ١٣٨٤  کال کي په ټوليزه  توګه  اووه  شپيته مليونه ډالره  عايد درلود چي دغه شمير په  ١٣٨٥  کال کي  سلو مليونو ډالرو ته  ورسيد .

  په همدي  کال کي د سعودي عربستان  اتصالاتو شرکت  ته هم د موبايل  د مخابراتي خدمتونو د وړاندي کولو جواز ورکړي شو. 

  ټاکل شوي ده دغه شرکت د نوي کال په لومړيو ورځو کي  په افغانستان کي په کار پيل وکړي .

 د نوري شبکي  غزول چي افغانستان له نورو هيوادونو سره نښلوي په هيواد کي د مخابراتو په سمون او د نړي له نورو سيمو سره د خلکو د اړيکو په تامينولو کي  سترګام بلل کيږي .

 د هيواد په پنځو سترو ښارونوکي د ديجيتل  تيلفون د يو سلو  پنځوسو زرو  مزو پراختيا يوه  مهمه  ملي پروژه  ده چي کار يي هم په  ١٣٨٥ کال کي  پيل شوي دي او په ١٣٨٦  کال کي به  پاي ته ورسيږي

 په  ١٣٨٥  کال کي د ترانسپورت  وزارت وکولاي  شول د هيواد په ولايتونواو ولسوالي کي کابو څلويښت ستر او کوچني هوايي ډګرونه فعال وساتي او دغه راز د کابل  هوايي ډګر  د ترمينل په نوي وداني باندي کار پيل کړي.

 دغه ترمينل د جاپان  له مرستي څخه د پنځه ديرشو  مليونو ډالرو په لګښت په عصري ډول جوړيږي .

  دغه راز ددولت له بودجي  څخه ددوه مليونو شپيتو زرو  امريکايي ډالرو په لګښت دکابل د هوايي ډګر  داوسني  ترمينل  دبيا جوړولو کار پيل شو.

 په همدي کال کي د افغان اير او صافي ايررايز ددوو هوايي  شرکتونو سندونه بشپړ شول  ټاکل شوي ده دغه شرکتونه  په  ١٣٨٦  کال کي په عملي توګه  په فعاليت پيل وکړي .

  په  ١٣٨٥ کال کي د تير کال په پرتله  د ترانسپورت  وزارت عوايد په سلو کي اوولس زيات شوي دي او د  ۲٠٨  ښاري  بسونو په لرلو سره د هيواد په ټولو  ولايتونوکي دملي بس نمايندګي جوړي شوي دي .

 

په ١٣٨٥ کال کى له يو لړ ستو نزو سر ه سره دفرهنگ  او ځوا نانو وزار ت په دى بريالى شو  چي د طلايي  باختر، ترعنوان لا ندى په پاريس کى د افغا نى لرغونو اثارو ستر نندارتون جوړ کړى دغه نندارتون چى په ١٣٨٥ کال کى دپاريس ښار  يو له ډير و برياليو فر هنګى پرو ګرا مونو څخه و په لسګو نو زر ه تنه ننداره کوونکى ئى  ځان ته جلب کړي 

 

د افغا نستان د لوټ کړاى شويو لر غو نو اثارو له جملى څخه چى بيا تر لاسه شوى دى ډيره ستر ه ټوليزه ئى له سويس څخه کا بل ته وليږد ول شوه دغه بر ياليتو ب په هغه فرهنګى ار زښت بر سيره چى لرى ئى ښـيى يو له هغو هدفو نو څخه چى د افغا نستان د ملى پرمختيا په ستر ا تيژى کى د اطلاعا تو او فرهنګ وزار ت ته سپارل شوى و يعنى هيواد ته دلوټ کړاى شوىو اثاروستنول ته پوا ځى عملى بڼه لرى بلکى کولاى شو په ر ا تلو نکى کى دستر وبرياليتو بونو هيله ولرو

همداډول د ملک الشعر ا قارى زاده ، صفا ئى کا بلى ، اود سيد جمال الدين افغا ن په ګډون د علم او فرهنګ د سترو ميړ نيو د در نا وى د مهمو سيمينارو نو جوړيدل بيا هم د اصيل افغا نى فر هنګ دځليدو دښه والى لپاره ډير ښه فرصت و .

 په همدى کال کى يو نسکو و پتييله چى ٢٠٠٧ کال د مو لا نا بلخ په نا مه و نو موى چى بيا هم د فرهنګى تا ريخ او زموږ د هيواد د نړيوالو وياړ نو ډير ښه منعکس کوونکى بلل کيږى دلر غونى پو هنى په برخه کى د ا طﻻ عا تو او فرهنګ وزار ت د افغا نستان د تار يخى ابدا تو په تر ميمولو ، بيا رغا ونى ، سا تنه او څارنه کى عملى اقدا ما ت و کړل اود لر غونو سيمو د سر وى او تثبيت کار  ئى ګړندى کړ .

 

همداراز دخپرونو په برخه کې د۱۳۸۵ کال په جریان کې دپخوانیو ټلویزیونونوترڅنګ نویو ټلویزیوني شبکو لکه: شمشاد، لمر، هري او ساقي په پلازمېنه کابل او دهرات په ولایت کې په خپرونو پیل کړی دی. همداراز دآریانا، طلوع، لمر او دافغانستان دملي تلویزیون خپرونو دسپوږمکۍ له لارې نورو هېوادونو ته پراختیا پیدا کړه او دآریانا تلویزیون اروپا او امریکا ته لاره پیداکړه.

په دې ډول دټولو هغو ټلویزیونو شمېر چې درسنیو دقانون له مخې یې دفعالیت اجازه اخیستې ۱۸ شبکو ته ورسید چې یو شمېر یې لاتراوسه په خپرونو پیل  نه دی کړی.

 همداراز د هغو رادیو ګانو شمېر چې په مرکز او ولایتون کې خپرونې کوي ۵۰ استیشنونو ته ورسید چې د۳۲ سیمه یزو راډیو ګانو په جوړولو کې دانترنیوز سازمان مرسته کړې ده.

 

 په ۱۳۸۵ کال کې دچاپي خپرونو په برخه کې، دیوشمېر نورو ورځپاڼو، اونیزو او خپرونو ترڅنګ افغانستان ټایمز، راه نجات، ویسا، ارمغان ملي، دافغانستان ورځپاڼې، جامعه، نګاه روز، پیام نو، دآبادۍ اونیزې، مشعل، بام جهان او آګاه په خپرونو پیل وکړ.

دځوانانو او فرهنګ وزارت په ۱۳۸۵ کال کې دبدخشان ولایت دتلویزیون نوې ودانۍ  بشپړه او دسلو کیلو واټو په طاقت دارډیو دلېږدونکې دستګاه دنصب او دهغې دودانۍ دجوړولو د پروژې کار دکابل دیکه توت په سیمه کې پای ته ورسید، چې ددغې دستګاه په نصبولو سره له دې وروسته درادیو افغانستان خپرونې له هېواد څخه دباندې هم اوریدل کیږي.

همداراز دځوانانو او فرهنګ وزارت دبلخ، فاریاب، خوست، کونړ، جوزجان، نیمروز، تخار، سمنګانو، هلمند، کاپیسا، پکتیا، میدان وردګ، سرپل، لغمان او دبامیانو په ولایتونوکې داخیستونکو او لیږدونکو سپوږمکۍ لرونکو دستګاوو په درولو سره دمرکزي تلویزیون دخپرونو داستولو او مرکز ته دولایتي رپوټونو درالیږلو زمینه برابره کړه.

 همداراز دغه وزارت ملی راډیو ټلویزیون سمبال اودهغه دنویو ستډیوګانو په جوړولو او دیو شمېر نورو په بیارغاونې سره یې په خپلو خپرونو کې بدلون رامنځته کړ.

 دلرغون پیژندنې په برخه کې دځوانانو او فرهنګ وزارت هڅه وکړه چې په افغانستان کې یو شمېر تاریخي مرکزونه بیا ورغاوي او دهغو ساتنه او څارنه وکړي. دغه وزارت دبامیانو ولایت په شاوخواکې یو شمېر سمڅې چې دسترجدار په نامه شهرت لري ترمیم او دجاپان، آلمان او فرانسې هېواد دلرغون پیژندنې دټیمونو په مرسته یې دلرغونو سیمو دتثبیت او کشف په موخه په سروې لاس پورې کړ. دغه وزارت دلرغون پیژندونکو په مرسته دنارنج په غونډۍ، دبامیانو دمجسمو په شاوخوا،د کابل د بالاحصار په لرغونو سیمو، چهلستون، هندوانو او دبلخ ولایت دبلخ ولسوالۍ په استحکامي دیوالونو کې کیندنې پیل کړې او همداراز یې دکندز دبالاحصار، دپکتیا ولایت دڅمکنیو ولسوالۍ لرغونو سیمو، کروخ، دبخراکلي، دناورولسوالۍ، دسلطان محمود ښارګوټي، دفاریاب ولایت دقزل قول سیمې، دبغلان ولایت دګرداب ولسوالۍ لرغونې سیمې، دخروار ولسوالۍ کافر کوټ، دمحمدآغې ولسوالۍ مس عینک، دلوګر ولایت د برکی برک د سجاوند او  دبامیانو په ولایت کې دبودا دلویو او وړو نړیدلو مجسمو او آثارو دسروې  او وقایې لپاره پلاوي واستول.

دځوانانو او فرهنګ وزارت د۱۳۸۵ کال په لړ کې دلرغونو سیمو دغیر فني کیندنو څخه دمخنیوي په موخه لا ډیرې امنیتي پوستې موظفې کړې.

په ۱۳۸۵ کال کېدتاریخي آبداتو دترمیم او ساتنې په برخه کې (۹) پروژې بشپړې شوې او دهرات په ولایت کې داختیارالدین کلا، دچهر سوق ډنډ، دملم ډنډ، ګازرګاه شریف، نمکدان او دزرګر کور دآغا خان دفرهنګي  بنیاد لخوا ترمیم او دبلخ په ولایت کې ددغه وزارت له بودجې څخه څلور آبدې تر ترمیم لاندې دي. په همدې ډول دهرات دجام منار اوه ضلعې ترمیم شوې او همداراز دبامیانو ولایت دمجسمو رالویدلې ټوټې راټولې او ددغه ولایت دسمڅو ددیوالونو نقشونه دسندونو په توګه منظم شول.

دغه وزارت همداراز دافغانستان دملي موزیم دبیارغاونې هڅه وکړه او زیات تاریخي آثاریې راټول، ترمیم او پاک کړل او(۱۸۸۱ ) نور آثاریې یې ثبت اوسجل کړل.

د نړيوالو اژا نسو نو په مر سته د ځوانا نو ملى پرو ګرا م پيل شو چى لو مړى پړا و ئى دځوا نا نو دځوا کمنى تر عنوان لاندى په ١٣٨٥ کال کى پيل شو دغه پرو ګرا مو نه چى ستر هدفو نه په سيمه ييزه اوملى کچه به د مو کرا سى کى دځوا ن قشر ګډون ، د مد نى ټولنى د رول پرا ختيا د ځوا نانو ترمنځ در ضا کارى درو حيى پرا ختيا ، د کارموند لو د ظر فيتو نو لوړ ول اود ځوا نا نو درو زنيزو تشبثا تو هڅو نه ده ددى لپاره ډير مهم کار  دى چى د هيواد ځوا نا ن وکولاى شى چى په يوه مدر نه ټولنه او په يوه ا زاد اقتصاد کى خپل مقا م تر  لاسه کړى .دجندر مسئله د نجو نو او هلکا نو برا برى دځوا  نا نو ملى پرو ګرا م ) ددغى طر حى په زړه کى ځاى لرى که څه هم تر او سه پورى په افغا نستان د ګر ځندوى د بيا رغا ونى بهير د امنيتى ستو نزو

 له ا مله دو مره ګړ ندى نه دى خو څه دپا سه څلور زره تنه په ١٣٨٥ کال کى د ګر ځندوى په مقصد ا فغا نستان ته را غلى دى چى د ١٣٨٤ کال په پر تله په  سلو کى څه دپا سه ديرش زيا توالى ښيى .

د ا طلاعا تو او فرهنګ و زارت استا زو د ګر ځندوى اود افغا نستان دلاسى صنايعو په اړوند په نړيوالو غونډو او کنفرا نسو نو کى ګډون و کړ . د افغا ن تور تصدى اود ګر ځندوى رياست د خصوصى سکتور ګر ځندوى او د ا طلاعا تو او فرهنګ و زارت ترمنځ دسالمى همکارى دفضا په برا بر ولول سره ددى زمينه مسا عده کړه چى ١٣٨٦ کال په افغا نستان کى دگر ځندوى د بيا رغا ونى د کال په تو ګه و نو مول شى .

 

دالمپيک ملى کميټه په ١٣٨٥ کال کى سپورت او بد نى رو زنى ار  زښت او په سالمو مصرو فيتو نو دځوا نا نو بو ختيا ته په پا م لرنى سره ډول ډول پرو ګر ا مو نه تر لاس لا ندى ونيول په دى کال کى په ځوا نا نو کى ور زش زيات روا ج و مو ند .چى د کور نيو ، سيمه ييزو او نړيوالو لو بو تر سره کول او د افغا نستان بريا وى ددغى  اد عا څر ګندوى دى . په ١٣٨٥ کال کى د افغا نستان ور زشى ټيمو نو د تکواندو ، کارا تى ، غيږى نيو نى ، سو ک وهنى ، ووشو ، بايسکل ځغلولو ، اتلتيک، واليبال ، باسکتبال ، فو ټبال ، جودو ، زورخا نه ئى ، کورش ، دبدن د غړو ، وزن پورته کولو ، بيړى چلولو ، بد  منتون ، تينس ، پينګ پانګ ، کر کټ او کيک بوکس په څانګو کى په بهر نيو لو بو کى ګډون کړى او د سرو زرو ديرش مډالو نه ، دسپينو زرو پنځه ويشت مډا لونه ، اود ژيړو پنځه ديرش مډالو نه يى تر لاسه کړى دى .

 که څه هم په تيرو څلورو کلو نو کى د هغه لومړيتو ب په خا طر چى د افغا نستان نورى سيمى يى تر  بيا جوړ ونى لا ندى در لودى د جمهورى رياست د ارګ بيا جوړولو لپاره هيڅ بود جه بيله نه شوه خو له تاريخى ودا نيو څخه ددغه مرکز دځينو برخو ويجاړ تو ب او خرا بوالى ادار ى کار په عملى تو ګه له ستو نزو سره مخا مخ کړى و . په ١٣٨٥ کال کى دغى مسئلى ته په پا ملر نى سره د جمهورى ر ياست د مقا م ددفتر رياست ديو سلو پنځه ويشتو مليو نو افغا نيو په ټول لګښت د ارګ د ا نګړ دديوال او تيلفون خا نى د اساسى تر ميمو لو، ددلکشاه ماڼى د اساسى تر ميمولو د کانا ليزاسيون د مرکز سيستم ، دسلام خا نى د تر ميمولو او سمبالولود تشريفا تو د ډګر د جوړولو اود جمهور ى ر ياست د ارګ د ننه په سړ کو نو باندى د ډبرو دلګولو پرو ژى تر لاس لاندى ونيو لى او په دغو پرو ژو با ندى يى عملى کا رپيل کړ.

په ١٣٨٥ کال کى د افغا نستان د اسلا مى جمهور يت د جمهور رئيس حامد کرزى له خوا ديوشمير پر و ژو پرا نيستل اوياد هغو د کار پيل .

·  د سيد جمال الدين افغا ن د اسلامى څيړنو او مطالعا تو د مرکز پرا نيستل .

·  د تالقا نو د کشم دلوى لپارى د پرو ژى د کار پرا نيستل .

·  د زا بل ولايت د قلا ت ښار د ولايتى رو غتون پرا نيستل 

·  د زا بل ولايت د جامع جو مات اود شيخ مټى مد ر سى پرا نيستل .

·  په کا  بل کى د ماشو ما نو لپار ه د طبى انستيتوت پرا نيستل .

·  د بادغيس ولايت دسل بستريز رو غتون د کار پرا نيستل .

·  په کلاى نو کى د څلور سوه کيلو وا ټه بريښنا ددستګاه پرا نيستل .

·  د کلا نو د سيند د پله پرا نيستل .

·  دپلخمرى - ير خان بندر دسړک پرا نيستل .

·  دپغمان د تاق ظفر -قر غى دسړک پرا نيستل .

·  د ميدان وردگو دسړک پرا نيستل .

·  دجلال اباد ، تورخم دسړک پرا نيستل .

·  دجمهور يت د ٣٥٠ بستريز رو غتون د کار پرا نيستل

·  دفاريا ب ولايت د ١١٠ کيلو وا ټو بريښنا  له پر و ژى څخه د ګټى اخيستنى پيل .

·  د اند خوى -ميمنى -با لا مر غا ب د سړک د بيا جوړولو د کار  پرا نيستل

·  د ملى پو ليسو دسوق اوادرا ى د مر کز پرا نيستل

·  دملى اردو دسوق اوادار ى د مرکز پرا نيستل

·  د کا بل د هوا ئى ډګر دنوى ترمينل د کار پرا نيستل .

·  د ميدان ښار د ورزشى مرکز پر ا نيستل .

·  د ميدان ورد ګو  په ولايت کى د مرکزى رو غتون پرا نيستل .

·  د ميدان وردگو ، با ميا نو دسړ ک د جوړولو د پرو ژى پرا نيستل .

·  د خوست ولايت د ٢٠٣ لمبر تندر قول اردو د لو مړى لوا دسوق او ادار ى د مر کز پرانيستل .

·  د مزار شريف په ښار کى د شا هين قول ارد و دپنځوس بستريز روغتون پرا نيستل

·  د مزا ر شريف  په ښار کى د صالحى بيات د سل بستريز رو غتون پرا نيستل .

·  د  مزا ر شريف په ښار کى دشاديا نو د واټ د کار پرا نيستل .

 

 دیوشمېرنوروپروژو پرانیستل اویاګټې اخیستنې ته دهغوې سپارل په نیټه یزه توګه:

 

 

د١٣٨٥کال د ورى دمياشتى پنځمه نيټه دخوست په ولايت کى د زراعتى څيړنود مرکز دبنسټ دډبرى يښودل

 د ورى پنځمه: دغزنى په ولايت کى مها جر ينو ته دځمکى داوه زره نمرو ويشل .

دورى شپږمه :  په کا بل کي د کثا فاتو دسوځولو ددستګاه پرا نيستل .

د ورى اومه :  په هرا ت کى دسلما بند دکار پرا نيستل .

 د ورى نهمه : د بادغيس ولايت د نوى رو غتون دبنسټ دډبرى ايښودل

دورى ديارلسمه :د کندز ولايت په شيرخان بندرکى د نوى ښار ګو ټى را نيستل .

د ورى پنځلسمه : په کا بل کى د افغا ن -ترک دنجو نودليسى پرا نيستل.

دورى اوه لسمه : د خوست ولايت دسپيرى په ولسوالى کى د او بو رسولو دشبکى پرا نيستل .

دورى نوولسمه : په کا بل کى د ماشو ما نو لپاره د فرا نسى دطبى انستيتوت پرا نيستل

دورى نولسمه :  د غزني په ولايت كي د استوګني تجا رتي پروژه 

د ورى دوه ويشتمه: د اميرى د زړه د ناروغيو د تشخيصيه مرکز پرا نيستل

 دورى پنځه ويشتمه : ديعقو بيو ولسوالى د سر بند د پرو ژى پرا نيستل

دورى دير شمه : د خوست په ولايت کى د ملى پيوستون ددوه سوو پرو ژو بشپړ تيا

 دثور دويمه : د بادغيس رو غتون دبنسټ دډبرى ايښودل .

 د ثور نهمه  : د خوست په ولايت کى ديتيمو ماشو ما نو لپاره دروزنيزو مرکزونوجوړول

د ثور اوه لسمه : د خوست ولايت د پيرى په ولسوالى د او بو رسولو له شبکى څخه ګټه اخيستنه .

دغبر ګو لى اتمه : د کندز په ولايت د نجونو د ليلى پرا نيستل .

دغبر ګو لى نهمه : دخان آ باد ولسوالى د او بو لګولو دپروژى پرا نيستل .

دغبر ګو لى ديارلسمه : د کند هار په ولايت کى د ايتلاف دپوځونو اودافغان - امنيتی ځواکونو دګډى سا حوى قو ما ندا نى پرا نيستل .

 دغبر ګو لى پنځلسمه : دده هک کلى د ښوونځى پرا نيستل .

 دغبر ګو لى شپاړسمه : د هر ا ت په ولايت کى دافغا ن تيلى کام د نورى فايبر شبکى پرا نيستل

دغبر ګو لى شلمه : دپل علم - سيد ا باد د حلقوى سړک دپروژى سړک پرا نيستل

دغبر ګو لى شلمه : په هرا ت کى ديوى ليسى جوړول .

 دغبر ګو لى در ويشتمه : په کا بل کى دعزيزى بانک پرا نيستل

دغبر ګو لى اوه ويشتمه د خوست په ولايت کى دسره کوټ د منځنى ښوونځى د پرو ژى پرا نيستل

دغبر  کو لى: دير شمه د کند ز په ولايت کى د ګرين ها وزونو د پروژى پرا نيستل .

دغبر ګو لى ديرشمه : دپلخمرى - شير خا ن بندر دسړ ک پرا نيستل.

 دغبر ګو لى دير شمه : دبلخ ولايت د على آبادكلي د منځنى ښوونځى پرا نيستل

 دچنکاښ دويمه : دسالنګ والسوالى داولنګ ښوونځى پرا نيستل .

 دچنګاښ شپږ مه د هرات په ولايت کى د استاد کمال الدين بهزاد ليسى دبنسټ دبرى ايښودل.

 دچنګاښ يو ولسمه : دپکتيا ولايت د سا حوى زون د قو ما ندا نى پرا نيستل

د چنګاښ اوه لسمه : دبلخ په ولايت کى د چار بولک ولسوالى د على اباد د منځنى ښوونځى د ودا نى پرانيستل .

 دچنګاښ اوه لسمه : د لغمان په ولايت کى درو غتيا يى کلينيک پرا نيستل .

 د چنګاش نو لسمه : د کندز په ولايت کى د  څښا ک د او بو د پرو ژى پرا نيستل .

دچنګاښ شلمه : د ننګر هار په ولايت کى د تور خم د نوى ګمرک پرا نيستل

دچنګاښ  يو ويشتمه :د کا بل په ولايت کى د فرهنګى ميراثو نو دسا تنى د مر کز  پرانيستل

دچنګاښ در ويشتمه د خوست ولايت دتڼيو ولسوالى د سر بند پرا نيستل

 دچنګاښ څلير ويشتمه : دپروا ن په ولايت کى دجبل السرا ج - سيد خيلو دسړ ک پرا نيستل

دچنګاښ څلير ويشتمه  دپروا ن په ولايت کى د فرزى ولسوالى د سړ ک پرانيستل .

دچنګاښ شپږ ويشتمه : په مزار شريف كي د ښځينه روغتون جوړول .

دچنګاښ شپږ ويشتمه : دپکتيا په ولايت کى دځنګلو نو درو زنى ،څيړنى پرو ژى دبنسټ دډبرى ايښودل .

 دچنګاښ اوه ويشتمه د بغلا ن ولايت دروغتون د ودا نى دبنسټ دډبرى ايښودل .

 دچنګاښ اوه ويشتمه : د بادغيس ولايت د نوى ودا نى پرا نيستل

دچنګاښ اته ويشتمه : په زا بل کى د لسو پرو ژو بشپړول

د چنګاښ اته ويشتمه : د بد خشان ولايت په فيض ا باد کى دڅښا ک او بو د پرو ژى پرا نيستل

 دچنګاښ اته ويشتمه : د کاپيسا په ولايت کى د کو هستان د لو مړى بر خى د سړک دقير کولو پرا نيستل .

 دچنګاښ دير شمه : د کا بل په ولايت کى د نهم لمبرحيا تى منځنى شوونځى د ودا نى پرانيستل

 دچنګاښ دير شمه : د کند هار په ولايت کى د څلورو ښوونځيو ګټى اخيستنه.

د چنګاښ دير شمه : د جوز جان په ولايت کى دماديان د کلى د لومړى ښوونځى پرا نيستل.

 د زمرى لو مړى : دپکتيا په ولايت کى د زر ملى ولسوالى د ودا نى پرانيستل.

د زمرى لو مړى  :  په بګر ا م کى درو غتيا ئى معدنى او بو د توليد ولو دفا بريکي د بنسټ دډبرى ايښودل .

 د زمرى لو مړى : د فرا ه په و لايت کى د ملى پيو ستون ددريو پرو ژوپر ا نيستل .

د زمرى لو مړى : دپنجشير ولايت د نجو نو ښوونځى د بنسټ دډبرى ايښودل.

د زمري لو مړى : په ګر ديز کى د او بو د بند د جوړولو د کارپيل.

د زمرى د ويمه : د تخار د پو هنى درياست د الحاقيېى ودا نى د بنسټ دډبرى ايښودل .

 د زمرى در يمه : دسمنګانو په ولايت کى دسلطان ولسوالى د اساسى زده کړو د ښوونځى د ودا نى  پرا نيستل.

 د زمرى در يمه : د هلمند په ولايت کى په نشه يى توکو د روږدو کسا نو د درملنى د کلينيک پرا نيستل .

 د زمرى دريمه : د سر پل ولايت په سانچارک کى د تيلى کا م مخا برا تى دستګاه پرا نيستل .

د زمرى شپږ مه : دسبز ک - کلا نو سړک قير کول .

 د زمرى شپږمه : د بد خشان په ولايت کى ددشتک کلى دڅښاک د او بو دپروژى پرا نيستل .

 د زمرى شپږ مه : د کندز په ولايت کى د چار درى ولسوالى د زرا عتى کو پرا تيف پرا نيستل .

 د زمرى اومه : د خواف - هرات د اوسپنى پټلى د پروژى دکار پيل

د زمرى نهمه : د ميدان ور دگو ولايت د اطلاعا تو او فرهنګ د ود ا نى پرا نيستل .

 د زمرى نهمه : دجوزجان ولايت د خان اقا ولسوالى د منځنى ښوونځى پرا نيستل.

 د ز مرى لسمه : د لوګر دڅرخ ولسوالى دنوى ودا نى پرا نيستل.

 دزمر ى لسمه  : د نورستان په ولايت کى د يو ولسو پروژوګټى اخيستل .

دزمر ى يو ولسمه : د کا بل په ولايت کى دسالدا نى پيښو د درملنى د مرکز پرا نيستل

د زمر ى څوارلسمه :د جو زجان په ولايت کى د کا نو او صنايعو رياست د الحا قيه ودا نى د بنسټ دډبرى ايښودل .

 د زمرى څوار لسمه : د کندز ولايت دبنسټ د ډبري ايښودل .

 د زمرى څوار لسمه : د با ميا نو ولايت په حيدر ا باد کى د اوبنى دبريښنا د بند پرا نيستل .

 د زمرى اوه لسمه : دسمنګا نو ولايت د خرم شهر په ولسوالى کى د مالدارى د کو پراتيف جوړول .

 د زمرى اوه لسمه : دجبل السرا ج -ګل بهار د سړک جوړول .

 د زمرى يو ويشتمه : د کا بل په ولايت کى د جيو لو ژى د سر وى دکمپلکس ودا نى پرانيستل.

د زمرى يو ويشتمه : د کو نړ په ولايت کى د څوارلسو پرو ژو پرا نيستل

 د زمرى يو ويشتمه : دسمنګا نو په ولايت کى د تلويزيون د نوى دستګاه پرا نيستل .

 د زمرى يو ويشت : د بد خشا ن ولايت په فيض آباد کى دڅښاک د او بو د نوي پروژي پيل.

 د زمرى دوه ويشتمه : د کندز په ولايت کى ديوه جومات پرا نيستل .

د زمرى دوه ويشت : په مزار شريف کى دلسمى نا حيى په سړکو نو باندی دکړيړاچول.

 د زمر ى اته ويشتمه : دبغلان ولايت د خنجان ولسوالى دکانال جوړول.

 د زمرى نهه ويشتمه : د هرا ت ولايت د قول ارد و دقو ما ندا نى د روغتون پرا نيستل.

د زمرى نهه ويشتمه : د با ميا نو ولايت په مرکز کى د ګلستان کلى د سړک پرا نيستل.

د زمرى دير شمه : د هرا ت په ولايت کى دڅلورو ښوونځيو دبنسټ دډبرو ايښودل .

د وږى څلورمه : د کا بل په ولايت کى دسو دا ګرى او تخنيکى وسايلو د مر کز پرا نيستل .

دوږى څلورمه : د کند ز په ولايت کى د خان آ باد - اشکمش دسړک پرا نيستل.

 د وږى پنځمه : د ميدان ور دګو - با ميا ن دسړ ک جوړولو دپرو ژى پرانيستل .

دوږى پنځمه : د ميدان ورد ګو په ولايت کى د ميدا ن ښار د ور زشى مرکز اومرکزى رو غتون پرا نيستل.

 د وږى پنځمه د کا بل په ولايت کى ددر ملو اود اميد وارى د وسايلو مرکزى ستاک پرا نيستل

 دوږى شپږ مه : د کابل په ولايت کى د غلا م محمد ميمنګى د هنر ستان د هنرى اثارو ننداتون پرا نيستل .

 دوږى دولسمه : په ميدان ښار کى د استو ګنى د پروژى پرا نيستل .

د وږى ديارلسمه : د کا بل په ولايت کى دروزنيز نظامى مرکز پرا نيستل .

د وږى ديارلسمه : د بد خشان ولايت په شغنان کى د ښوونى او روزنى د نوي ودا نى پرا نيستل

د وږى څوار لسمه : د کند ز په ولايت کى د مستو فيت د نوى ودا نى دبنسټ دډبرى ايښودل .

د وږى اولسمه : د لو کر ولايت د څرخ په ولسوالى کى ديعقو ب څرخى ودا نى پرا نيستل .

د وږى اوه لسمه : د بد خشان ولايت  دخوا هان ولسوالى د نوى سړک جوړول .

 د وږى اووه لسمه : دبلخ ولايت دچهابولک ولسوالى دسلطان ابرا هيم اد هم ليسى د نوى ودا نى پرا نيستل .

 د وږى اتلسمه : د لغمان په ولايت کى د کور لاک اى چتا سړک جوړول .

 د وږى نو لسمه : د کا بل په ولايت کى د کو کا کولا توليد ولو د فا بريکى پرا نيستل .

د وږى نو لسمه : د هرا ت په ولايت کى د ملى پيو ستون د دوو پروژو پرا نيستل

د وږى دوه ويشتم  :  د تور خم-جلال ا باد د سړک جوړولو د پرو ژى پرا نيستل او د هغه ترڅنګ سړک د کارپيل.

د وږى څلير  ويشتمه  : د پر وان په ولايت کى د خواجه ا کر ا م د منځنى شوونځى پرا نيستل .

د وږى پنځه ويشتم: د کا بل په ولايت کى د ملى اردو دسوق او ادارى د مرکز پرا نيستل .

 دوږى پنځه ويشتمه : دپنجشير په ولايت کى د دوو ښوونځيو پرا نيستل.

 د وږى پنځه ويشتمه: دشبر غا ن د او بو رسولو دشبکى پرا نيستل .

 دوږى پنځه ويشتمه : د کند ز ولايت په مرکزکى د اندرا بيو د جو مات پرا نيستل.

 د وږى پنځه ويشتمه : دسمنګا نو په ولايت کى د حضرت سلطان ولسوالى ديکه تو ت کلى د منځنى ښوونځى دودا نى پرا نيستل .

 د وږى شپږ ويشتمه : د هرا ت په ولايت کى د پو ليسو دسا حوى زون پرا نيستل .

د وږى شپږ ويشتمه : د بد خشا ن ولايت د بهارک په ولسوالى کى د نرى رنځ د کلينيک پرانيستل .

د وږى اته ويشتمه : د بادغيس په ولايت کى د ملى پيو ستون د لسوپروژو پرانيستل .

 د وږى اته ويشتمه :  دبغلا ن په ولايت کى دکيبلى پله جوړول.

 د وږى اته ويشتمه :  د لو ګر په ولايت کى ددريو شوونځيو د بنسټ دډبرو ايښودل .

 دوږى اته ويشتمه : د بد خشان ولايت دبهارک ولسوالى دسړک دکار پرا نيستل .

دوږى نهه ويشتمه : د ميدا ن ورد ګو ولايت دشيخ آباد شوونځى پرا نيستل.

 د تلى لو مړى : د کا بل د هوا ئى ډکر د ا نتظار د نوى سا لون د بنسټ ډبرى ايښودل .

د تلى لومړى : د بادغيس ولايت د کلاى نو د نوى شار د جامع جومات پر ا نيستل.

دتلى لو مړى : د پروان ولايت د جيل دکتابتون پرا نيستل.

د تلى لومړى : دبد خشان په ولايت کى د دريو ښوونځيو پرا نيستل.

 دتلى دويمه : د کابل ولايت د قر ه باغ په ولسوالى کى له پنځو ژورو څاه ګا نو څخه ګټه اخيستل .

د تلى دويمه : د کو نړ په ولايت کى د ملى پيوستون د پروګرام د ديارلسو پروژو دکار پيل

د تلى دريمه : دلغمان په ولايت کى د او بو دبريښنا دکو چنى پروژى پرا نيستل.

دتلى دريمه : دسر پل په ولايت کى د او بو دڅلورو ځاۀ ګا نو : د ا تلسو کيلومترو په اوږد والى دسړک اود اوو جنرا تورو نو پرا نيستل .

 دتلى در يمه : د ارز ګان ولايت د ښار د وا ټو نو قير کول .

 دتلى څلورمه : دپروا ن ولايت کى ددوو کانکريټى پلو نو پرا نيستل

دتلى څلورمه : دکند ز په ولايت کى د بريښنا دديارلسو تر انسفار مرو نو در ول

د تلى څلورمه : د غزنى په ولايت کى ديوه پله پرا نيستل

 د تلى څلورمه : د بادغيس په ولايت کى د او بو ددوه ويشتو څاه ګانو ددوه سوه پنځلس متر په اوږد والى د استنا دى ديوال او اتو پلګيو پرا نيستل .

 دتلى څلور مه : په هرا ت کى دديجيتل تيلفون ددستګاه پر ا نيستل .

 دتلى پنځم : د تخار په ولايت کى د ورسج په سيند باندى دپله پرا نيستل

د تلى پنځمه : د غزنى په ولايت کى د يوه شوونځى د ودا نى دبنسټ دډبرى ايښودل .

 د تلى نهمه : په کا پيسا کى ددولتى ر اديو تلويزيون ددستګاه پرا نيستل

د تلى نهمه : په جوز جان کى د انتر نيت د ملکى خد متونو پرا نيستل

 د تلى نهمه د کا پيسا په ولايت کىى په څو سړ کو نو باندى کريړ اچول او قير کول شى

د تلى نهمه : د تخار په ولايت کى د ا تلس کيلومترو په اوږد والى سړ ک باندى کړيړ اچول

 د تلى لسم : په کند هار کى د ملا کو چى سړ ک جوړول

دتلى لسمه : د ميدان ورد ګو په ولايت کى ديوى ټولګټى دوه پوړيزى ودا نى جوړول

 د تلى يو ولسمه : د هرا ت په ولايت کى د عد لى اوقضا يى رياست د ودا نى جوړول .

 د تلى يو ولسمه : د ننګر هار ولايت په مرکز کى په شپږ سوه متره سر ک باندى کړيړ اچول .

 د تلى يو ولسمه : د ننګر هار په ولايت کى د او بو داتلسو ژر و څاه ګا نو کيندل .

 دتلي  د ولسمه _  دارزگان په ولايت کي دسيمه ييزي  راډيويي دستگاه پرانستل  .

دتلي  د ولسمه _ د بادغيس په ولايت کي په دري زره اته سوه پنځوس متره سړک  باندي کريړ  اچول  .

دتلي څوارلسمه _  دغزني په ولايت کي داتلس کيلومتره سړ ک قير کول .

دتلي څورالسمه _  دبدخشان  په  ولايت کي  دڅښاک  داوبو له پروژي څخه گټي اخيستنه .

دتلي څوارلسمه _  دغزني په ولايت کي  دسړک قيرکول اودپنځه ويشتو پلگيو جوړول .

دتلي څوارلسمه  _  دکونړ په ولايت کي  ديوسلو لس مترو په اوږدوالي داستنادي ديوال  جوړول .

دتلي څوارلسمه _  دپروان په ولايت کي    دتتمدر ي  ښوونځي  جوړول .

دتلي پنځلسمه _ دپنجشيرپه ولايت کي  ددريو ښوونځيو دبنسټ دډبرو ايښودل .

دتلي پنځلسمه _  دکندز په ولايت کي  ددولس کيلومترو په اوږدوالي  دسړک  ، يوه پله  اوپلگي جوړول .

دتلي پنځلسمه _  دپکتيا په ولايت کي  داوبو ددري اويا  څاه گانو کيندل، دکاريزونو  پاکول ، دجومات اونهوپلگيوجوړول .

دتلي يوويشتمه _  دننگرهار په ولايت کي دهوايي ډګر دترمينل جوړول اوسمبالول .

دتلي يوويشمته _  دبلخ  په ولايت کي  داوبو رسولو دشبکي  پرانستل ، دسړک  بياجوړول  اوديوه ښوونځي  جوړول  .

دتلي يوويشتمه _  دبغلان په ولايت کي  داوبو دشپږو څاه گانو کيندل.

دتلي يوويشتمه  _ دميدان وردگو په ولايت کي  دسړک جوړول

 د تلي يو ويشمه : د فارياب په ولايت كي د نيمه ژورو ځا ه ګا نو كيندل.

دتلي  يوويشتمه _  دميدان ورد گو په ولايت کي  دديارلس کيلومترو په اوږدوالي  دسړک  جوړول .

دتلي يوويشتمه  _  دبدخشان په ولايت کي  دڅلورسوه اته کيلومتره په اوږدوالي په سړک باندي  کريړ اچول

دتلي يوويشتمه _  دبادغيس  په ولايت کي  داوبو دشپږوڅا ه گانو کيندل.

دتلي يوويشتمه _  دغورپه ولايت کي  په يوه سړک باندي کريړ اچول ، د اوبو دپنځوسو څاه گانو کيندل او ديوه ښوونځي  جوړول .

دتلي يوويشمه :  د پنجشير په ولايت كي په اته ځلو يشت متر ه سرك با ندي كريړ اچول اود پنځو پلګيو جوړول

دتلي يوويشتمه _  دهرات په ولايت کي  دسړک ترميمول  اوکريړپري  اچول.

دتلي يوويشتمه  _  د کندهار په ولايت کي  ددولس کيلومتره په اوږدوالي  دسړک پرانستل .

 دتلي يوويشتمه _  دميدان وردگو  په ولايت کي دڅلورو ژوروڅاه گانوپرانستل .

دتلي پنځه ويشتمه _  دغزني په ولايت کي  ديوي ولسوالي دنوي وداني  جوړول .

دلړم څوارلسم _ دپکتيا ولايت د وداني  دبنسټ  دډبري  کيښودل .

دلړم څوارلسم _  دپنجشيرپه و لايت  کي ديوه ښوونځي  جوړول.

دلړم څوارلسم _  دبلخ په ولايت کي  ديوه تحقيقاتي  فارم دوداني جوړول

دلړم څوارلسم _  دننگرهار په ولايت  کي په شپږ کيلومتره سړک باندي کريړ اچول .

دلړ م څوارلسم _  دبغلان په ولايت کي  داوبو رسولو د شبکي پر انستل .

دلړم څوارلسم _ دزابل ولايت دامنيت رياست دوداني جوړول .

دلړم شپاړلسم _  دهرات په ولايت کي داوبو رسولو شبکي غزول .

دلړم شپاړلسم _  دفارياب په ولايت کي  ديوه ښوونځي جوړول .

دلړم شپاړلسم _  دپروان په ولايت  دده قاضي په سړک باندي کريړ اچول.

دلړم  اتلسم  _  د کاپسا  په ولايت کي  داوبو دشپيتو څاه گانو کيندل.

دلړم يوويشتم  _  د خوست په ولايت کي  په سړک باندي کريړاچول اوجوړول.

دلړم يوويشتم _  دسرپل په ولايت کي دژوري څاه کيندل،  دپلگي، سړک، استنادي ديوال، ښوونځي  اوکلينيک جوړول .

دلړم يوويشتم _  دکابل ولايت  دقره باغ په ولسوالي کي دښوونځي  جوړول.

دل