کابل- ارګ : دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشرحامد کرزي دپولیسو داکاډمۍ د۲۲ تنو افسرانو او دکابل ښار دیو شمېر ښاریانو پر وژنه خپل ژور خپګان ښکاره کړ. د۱۳۸۶ کال دغبرګولی ۲۷ مه چې د۱۰۰۷ میلادي کال دجون له ۱۷مې سره برابره ده
 
دکورنیو چارو وزارت اړوند دپولیسو داکاډمۍ دافسرانو دعملې په یوه بس باندې دتروریستي برید له امله ددغې اکاډمۍ ۲۲ تنه افسران او دکابل ښار یو شمېر ښاریان شهیدان او نور ګڼ شمېر ټپیان شول .

دغه تروریستي برید هغه مهال تر سره شو چې دپولیسو داکاډمۍ د افسرانو دعملې دغه بس موټر دکابل ولایت دامنیې قوماندانۍ ته څیرمه سړک باندې دحرکت په حال کې وو.

دهېواد ولسمشر دغه تروریستي برید په کلکه وغانده وې ویل: دپولیسو دغه افسران دځوانو پولیسو دروزنې او په هېواد کې دډاډمن امنیت دټینګښت په خاطر خپلو دندو ته روان و اودکابل ښار اوسیدونکي دخپلوکورنیو لپاره دیوې مړۍ حلالې روزۍ دپیداکولو لپاره په ورځنیو کارونو بوخت وو.

حامد کرزي وویل: دافغانستان دخلکو دښمنان د خپلو داډول غیر اسلامي او غیر انساني عملونو په تر سره کولو سره غواړي چې زموږ دهېواد د ملي بنسټونو، دملي پولیسو او اردو دځواکونو د پیاوړتيا مخه ونیسي او همداراز دافغانستان دپرمختګ په لاره کې دخنډ اچولو په موخه تل هڅه کوي په هغو سیمو کې په تروریستي بریدونو لاس پورې کړي چې هلته درغاونې او بیا رغاونې چارې په ښه ډول روانې دي، لکه چې څو ځلې یې هڅه کړې چې دکابل- بامیانو او کندهار -فراه دسړک جوړولو دکار خنډ وګرځي.

ولسمشر ټینګار وکړ چې زموږ دخاورې ددښمنانو لخوا دتروریستي بریدونو له ترسره کولو سره سره به افغانستان دسولې او ثبات دټینګښت په خاطر خپل یون ته دوام ورکړي او ددې هېواد په زرګونو نور رښتیني بچیان به دپولیسو په لیکو کې په شمولیت سره دافغانستان دخلکو ددښمنانو دځپلو او دامنیت دټینګښت په لاره کې رغنده رول تره سره کړي.

حامد کرزي زیا ته کړه: دافغانستان دخلکو دښمنان باید په دې پوه شي افغان ملت چې دافغانستان دآبادۍ او سرلوړۍ لپاره کومه لاره غوره کړې ،هغه به دهرډول قربانیو په ورکولو سره سرته ورسوي او افغانان په دې لاره کې د پراخې حوصلې او بردبارۍ خاوندان دي.

ولسمشر ددغه تروریستي برید دشهیدانو کورنیو ته دخپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته دلوی خدای له دربار څخه دسملاسي روغتیا هیله کوي.

همداراز حامد کرزي، اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ددغې تروریستي پیښې دشهیدانو او زیان رسیدونکو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.