کابل، دارګ دګلخانې ماڼۍ: دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزی، دیو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ((دامریکا او اسلامي نړۍ)) ترعنوان لاندې په کنفرانس کې دګډون په موخه، نن سهاردقطرهېواد پلازمینې دوحې ته روان شو.
دهېواد جمهوررئیس به په دغه کنفرانس کې په ګډون او وینا سربیره چې دقطرهېواد په پلازمینه دوحه کې نن ناوخته په خپل کار پیل کوي او دامریکا او اسلامي نړۍ داړیکو په وړاندې دموجودو فرصتونو او ننګونو نوی تګلوری پکې څیړل کیږي، دقطر دولت له ولیعهد والاحضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، دقطر له صدراعظم او دبهرنیو چارو له وزیر شیخ حمد بن جاسم بن جبر آل ثاني او دقطر له یو شمېر سودا ګرو او پانګه والو سره وګوري او خبرې اترې به ورسره وکړي.
له جمهوررئیس سره په دغه سفرکې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، دملي امنیت سلاکار ډاکتر زلمی رسول، دسوداګرۍ وزیرمحمدامین فرهنګ، په نړیوالوچاروکې دجمهوررئیس سلاکار تاج ایوبي، دجمهوري ریاست دمقام ددفتر رئیس محمد عمرداوودزی اودجمهوري ریاست ویندوی همایون حمید زاده ملګرتیا کوي.