کابل- دجمهوری ریاست ارګ: دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزی، نن له غرمې مخکې دیو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دشانګهای دهمکارۍ سازمان په سر مشریزه غونډه کې دګډون لپاره دقرغیزستان هېواد پلازمینې بیشکیک ته روان شو.
له ولسمشر سره په دغه سفرکې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر رنګین دادفرسپنتا، دملي امنیت سلاکار ډاکتر زلمی رسول او دجمهوری ریاست ویاند همایون حمیدزاده ملګرتیا کوي.
ولسمشرحامدکرزی به دشانګهای دهمکارۍ په سازمان کې چې سبا دقرغیزستان هېواد په پلازمینه بیشکیک کې جوړيږي پرګډون سربیره دچین او قرغیزستان دهېوادونو له ولسمشرانو، دشانګهای دهمکارۍ سازمان له سکرترجنرال اودقرغیزستان دپارلمان له رئیس سره په جلا جلا توګه وګوري او دعلاقې وړ موضوع ګانو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
دشانګهای دهمکارۍ سازمان سر مشریزه غونډه به چې سږ کال یې ریاست دقرغیز ستان هېواد په غاړه لري، دامنیتي او اقتصادي همکارۍ دپیاوړتیا، دترهګرۍ پرخلاف دمبارزې دقانون دجوړولو، په ګټوره توګه دنیشه یې توکو دمخنیوي دلارو چارو، دسوداګرۍ او پانګې اچونې اودکلتوري همکارۍ دپراختیا او پیاوړتیا او دساري ناروغیو دمخنیوي اوکنټرول په اړوند خبرې اترې وکړي.
دشانګهای دهمکارۍ سازمان چې دخپل تاسیس له ورځې څخه را پدیخوا یې داقتصادي، فرهنګي، سیاسي او سوداګرۍ په برخو کې ډیر مهم ګامونه پورته کړي دي چې نن سبا په ټوله نړۍ کې دیو مهم سازمان په توګه گڼل کیږي.
ددغه سازمان له اصلي هدفونو څخه یو هم په سیمه او نړۍ کې دسولې دټینګیدو او دثبات پراختیا ده.
ددغه سازمان دبیشکیک غونډه به دآسیایی هېوادونو ترمنځ یووالی پیاوړی کړي او دشانګهای دهمکارۍ سازمان او دافغانستان تر منځ دتماس میکانیزم به په فعاله توګه کار وکړي، د اقتصادي ودې او دنیشه یی توکیو دمخنیوي په برخو کې به افغانستان ته د مرستې د برابرولوپه اړه خبرې اترې وکړي.
دبیشکیک په غونډه کې دچین،روسیې،قزاقستان، تاجکستان، قرغیز ستان، او ازبکستان هېوادونو مشران ددغه سازمان د غړو په توګه، دایران اومغلستان دهېوادونو مشران دڅارونکوپه توګه، دملګروملتونودسازمان دسرمنشي مرستیال،دافغانستان اوترکمنستان دهېوادونو مشران دمیلمنو او دهند اوپاکستان د هېوادونو دبهرنیو چارو وزیران دڅارونکو په توګه ګډون کوي.