مطبوعاتی اعلامیه، د۱۳۸۶ کال دوري ۲۲ چې د۲۰۰۷ میلادي کال داپریل له ۱۱ نېټې سره برابره ده

 

کابل- دولسمشرۍ ماڼۍ : دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزی دبدخشان په ولایت کې دکمونیستي رژیم دحاکمانو لخوا په ډله یزه توګه زمونږ دسلګونوتنومسلمانو هېوادوالو دوژلو له امله چې ډله یز قبر یې په دغه ولایت کې موندل شوی، په ژوره توګه خواشینی شو.

درارسیدلو رپوټونو له مخې زمونږ په سلګونو تنه مسلمان هېوادوال چې دکمونیستي رژیم دوینې څښونکو حاکمانو لخوا په بې رحمۍ سره شهیدان شوي و، ډله یز قبر یې په دې وروستیوکې دبدخشان ولایت دفیض آباد ښار دشپږمې ناحیې دقرغ په دښته کې هغه وخت وموندل شو چې دسیمې خلکو دکورونو دجوړولو لپاره په دغه سیمه کې په کیندنو لاس پورې کړ.

ددغو شهیدانو یو شمېر وارثانو دخپلو کورنیو دغړواوخپلوانو په جسدونو کې دموجودو نښو له مخې هغوې وپیژندل او وې ویل چې دکورنیو غړي یې دکمونیستي رژیم پرمهال تري تم شوي وو.

په دغو شهیدانو کې داسې جسدونه هم و چې پښې په زولنو تړل شوې وې.

ولسمشر حامد کرزی ددغه غم لړلي خبر په اوریدو سره په ژوره توګه خواشینی شو، وې ویل: دکمونیستي رژیم هغو حاکمانو چې له اسلام اوهېواد سره ددښمنۍ او زموږ په مسلمانو خلکو باندې دخپلو ناروا او غیر اسلامي مفکورو دپلې کولو پخاطر زموږ دغه بې ګناه هېوادوال په بې رحمۍ سره شهیدان کړل، دخپلو نه بښخونکو عملونو سزا به په دنیا او آخرت کې  وویني.

 ولسمشر، دشهیدانو کورنیواو ټول افغان ملت ته ددغې غم لړلې پیښې له امله دخواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او دلوی خدای له درباره دغو مظلومو شهیدانو ته دفردوس جنت هیله کوي.