په نوي دهلي كې د اندراگاندي د سولى، پرمختيا او بى وسلى كولو د جايزى د وركولو په مراسمو كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر حامد كرزي د وينا متن - دوشنبه، د ۱۳۸۵ كال د عقرب ۲۹ مه
 

بسم الله الرحمن الرحيم 

جلالتمآب جمهور رئيس پروفيسور عبدالكلام!
جلالتمآب صدر اعظم من موهن سنگهـ!
درنى سونيا گاندي!
ډيرو معززو ميلمنو!

زمونږ په ژوند كى داسى شيبى پيښيږي چې تر احساساتو لاندى راځو. څرنگه چې نن ما ته د اندراگاندي د سولى، بى وسلى كيدو او د پرمختيا جايزه راكول كيږي نو دا په حقيقت كى زما لپاره يو لوى وياړ دى.. غواړم چې دغه سيل وږمه ولولي تر كنترول لاندى راولم او تاسو ته د مننى وينا واوروم.

ښاغليو او ميرمنو!

زه ستاسو د سخاوتمندانه او بى شانه هر كلى او ميلمه پالنى له امله په ژوره توگه مننه كوم. اجازه راكړۍ چې د اندراگاندي د جايزى د داورى هيئت څخه هم مننه وكړم چې ددغې پتمنى او با پرستيژه جايزى په راكولو ئې وياړمن كړى يم.

زما لپاره دغه جايزه د هغه انسان د شخصيت د لوړوالي څرگندونه ده چى نوم يې ورباندى ايښودل شويدى. مونږ اندراگاندي نه يوازى د هندوستان ډير ښه سياسي دود د وارثى او د هندوستان د لمړنۍ ښځينه صدر اعظمى په توگه بلكه همدارنگه د نړۍ د يوى لويى مشرى په توگه هم پيژنو.

مونږ اندراگاندي د يوى مشرى په توگه داسى په ياد لرو چې شخصيت يې د ژوند په پرتله ډير لوړ ؤ او له خپله ځانه يې داسى يو مهم ميراث په ځاى پريښود چې د خپل لوى پلار جواهرلعل نهرو او د معاصر هندوستان د پلار مهاتماگاندي، مشهور دود يې لاپسى پياوړى كړ.

زه وياړم چې نن د دغى جايزى په مراسمو كې گډون كوم، چې يوى با نفوذه او ځلانده مشرې ته وقف شويده.

ميرمنو او ښاغليو!

په همدى مناسبت زمونږ اوسنۍ غونډه د نوروشيانو تر څنگ د افغانستان او هندوستان تر منځ د گډو پياوړو دودونو او ارزښتونو نمانځنه ده.

مونږ دلته د قرآن عظيم الشان او د بشريت په منځ كې د هغه د يووالي د پيغام نمانځنه كوو، پاك قرآن وايي (اى خلكو)! مونږه تاسې له يوى واحدى جوړى نارينه او ښځى څخه پيدا كړي ياست او تاسى مو په قومونو او قبايلو وويشلۍ تر څو يو او بل سره وپيژنۍ. همدا شان يو پيغام د هندوانو په دود (وسودهيواكتوم بكم) (vasudhaiva kutumbakam) كې هم انگازه كړيده. يعنى نړۍ يوه كورنۍ ده دا مونږ ته راز ده كوي چې بايد يو بل ته پرته له كلتوري او جغرافيايي پولو څخه ورورسيږو. د زغم او د يو ځاى ژوند كولو دغه پيغامونه هغه ارزښتونه منعكسوي چې زمونږ د ټولنى په جوړښت كې نغښتى دي او بايد چې مونږ دغه ارزښتونو ته وده او پالنه وركړو.

د نن ورځې پيښه هم د گاندي دستياگراها (satyagraha) دود او د هغه د نه تاوتريخوالي فلسفه را په يادوي. دغه د لوړو خيالونو مشر زما ياديږي چې څرنگه د ښليلاك د واكمنۍ پر ضد ودريد، خو تاوتريخوالي ته يې مخه ونه كړه. د آزادۍ په لاره كې مرگ ته تيار وو خو نه يې غوښتل چې بل څوك دى په هر عنوان چې وي ووژل شي.

كله چې د گاندي نوم اخيستل كيږي د سيمى د يو بل لوى مشر خان عبدالغفار خان ياد هم زما په ذهن كې تازه كيږي، غفار خان د گاندي يو د ډاډ وړ يارانو له جملى څخه ؤ او هغه هم لكه گاندي د ښكيلاك د واكنۍ او زور زياتي سره مخامخ ؤ. غفار خان هم د وينې له توئيدو څخه ډډه كوله. سرښيندنه او بشريت ته خدمت د غفار خان د مبارزى د بنسټ ډبرى دي.

په خواشينۍ سره د غفار خان د دغه ځلانده ميراث سره سره چې د گډ ژوند او نه تاوتريخوالى پيغامونه يې پدغې سيمى كې انگازى كولى نن همدا سيمه د وينى د توئيدو او تاوتريخوالي له امله وران او ويجاړ شويدى.

افراطيت او ترهگري په قصدي توگه د بهرنيانو لخوا لمسوول كيږي او د خلكو ژوند يې وران او ويجاړ كړيدى، نن زما پيغام د غفار خان پيروانو ته دادى چې ټينگ عزم او ټينگار د گاندي د ارزښتونو په منځ كې شته چې غفار خان هم په هغې پابند ؤ.

نو راځۍ چې په سيمه كې د تاوتريخوالي د دوام پر ضد مقابله وكړو او يو ځلى بيا د سولى او د گډ ژوند د كولو غږونو ته اجازه وركړو چې خپلى انگازى خپرى كړي.

ميرمنو او ښاغليو!

د هندوستان خلك بايد په تيرو پنځوسو كلونو كې د خپل هيواد د دموكراتيكو سياستونو پر پياوړي كولو، او د سوكالۍ په لاسته راوړلو ووياړي.

تاسو د خپلو روحياتو او د دودونو غنا ساتلى ده خو دا مو له لويو علمي او اقتصادي لاسته راوړنو سره يو ځاى كړيدى. ددې كارونو په پايله كې نن هندوستان د نړۍ د ودى په حال كې هغه هيوادونو ته د اميدونو د لارښود بيلگه ده چې غواړي دموكراتيكې واكنمي پلۍ كړي او بيوزلي له منځه يوسي.

مونږ هم په افغانستان كې د تيرو پنځو كلونو په ترڅ كې د هغه راتلونكي په لور سفر پيل كړى چې هندوستان يې نن په غيږ كې لري. افغانستان له يوه تياره دوران څخه راوتلى دى. جگړو او تيريو زمونږ هيواد ته وژنى او ورانۍ راوړي. نن زمونږ خلك په يوه نوى افغانستان كې سره راټول شويدي او يو ځلى بيا دغه خاوره د ټولو افغانانو كور گرځيدلى دى.

مونږ ټولو سره په گډه ټينگ سياسي بنسټونه رامنځ ته كړي او د ورانو اقتصادي بنسټونو په بيارغاونو باندى كار كوو. ښځى په سياست كې برخه اخلي، په ميليونو تنه ماشومان بيا ښوونځيو ته ځي، آزاد او ځواكمن مطبوعات چې د يوې زغملرونكي او دموكراتيكى ټولنى خاصه ده د راټوكيدو په حال كې دي.

څرگنده ده هغه لاره چې مونږ غوره كړيده له گواښونو او خنډونو څخه ډكه ده، شيطاني ځواكونه په شاوخوا كې په كمين كې ناست دي او هڅه كوي چې زمونږ د پرمختگ په وړاندى خنډونه رامنځ ته كړي.

ترهگري يو له دغو شيطاني ځواكونو څخه ده چې زمونږ د هڅو په وړاندى گواښونه رامنځ ته كوي. لدى سره سره د برياليتوب په لور زمونږ عزم ټينگ او خلل نه مننونكي دي.

مونږ به د يوه با ثباته، پياوړي او نيكمرغه افغانستان د بياجوړولو كارته دوام وركړو چې وكولاى شو د يوې با امنې او ښې نړۍ په رامنځ ته كيدو كې خپله ونډه تر سره كړو.

پدې هڅو كې زه له هندوستان څخه چې له نړيوالي ټولنى سره يو ځاى پخپلو سخاوتمندانه مرستو سره د افغانانو د عزم په پياوړي كولو كې ونډه اخلي ډيره مننه كوم.

ميرمنو او ښاغليو!

يو ځلې بيا په ژورى مننى او قدردانۍ سره نن دغه لوى وياړ قبلوم. زما لپاره دغه وياړ د هغه لارى د تائيد نښه نښانه ده چې مونږ په افغانستان كې غوره كړيده.

همدارنگه دا د هندوستان له خوا زمونږ د هڅو د ارزښت پيژندنه ده. زه ددغه ارزښت پيژندنى له امله ډيره مننه كوم. دغه وياړ به مونږ ته لا زياته زړه ورتيا او ځواك را په برخه كړي چې په افغانستان كې خپلى لارى ته دوام وركړو.             ډيره مننه