الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على خاتم النبيين
جلالتمآبانو د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئيسانو؛
درنو سناتورانو او وكيلانو؛
د جمهوري رياست مرستيالانو؛
فضيلت مآب قاضي القضات او د سترې محكمې محترمو غړو؛
د كابينې غړو؛
ددوستو هيوادونو او بين المللي موسساتو محترمو استازو؛
د رسنيو محترمو استازو؛
ښاغليو او ميرمنو!
آمه لرينگز گه سلام آيته من،
د لوى څښتن په نامه او د افغانستان د خلكو دنيكمرغۍ په هيله، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شوری درېيم كالنى اجلاس پرانيزم.
په خواشينۍ سره يادونه كوم چې د ملې شورى د سږكال د اجلاس د افتتاح په مراسمو كې د ملت بابا اعليحضرت محمدظاهرشاه له مونږ سره نسته. الله تعالى دې ښه ورسره وكړي او اروا دې ښاد وي.
د ملت منتخبو استازو، ښاغليو او ميرمنو!
تيركال كه له يوې خوا د هيواد لپاره د برياوو كال و، له بلې خوا زموږ ملت ته د تكاليفو اوغم كال هم و.
ملي شورى د قوانينو د تصويب په جريان كې زياتې تجربې وكړې او د حكومت پر اجراآتو يې د كنترول چارې تر پخوا ډيرې ښې سرته ورسولې. زموږ د دولت د دغه ركن دا برياوې، د سياسي پخوالي او دخلكو په وړاندې د مسووليت پذيرۍ ښكارندويى كوي.
هغه استماعيه غونډې چې زموږ د ملي شورى بيلابيلو كميسيونونو جوړې كړې، 843 حكومتي مسئوولينو ګډون پكې وكړ دخپل كار ګزارشونه يې وركړل او د ملت د استازو له نظريو او افكارو يې ګټه واخيسته.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت حكومت شاوخوا 147 بيلابيل قوانين، تقنيني فرمانونه، موافقتنامې، معاهدې او ميثاقونه د تصويب لپاره ملي شورى ته وړاندې كړل. ملي شورى وكولاى سول 32 قوانين، تقنيني فرمانونه، معاهدې او ميثاقونه ارزيابي كړي. له دې جملې څخه تر اوسه 5 قانوني متنونه، 2 تقنيني فرمانونه او يو ميثاق د ملي شورى له خوا تصويب سوي او له توشيح وروسته نافذ سوي دي. 6 قوانين د دوباره ارزيابۍ او كتنې لپاره شورى ته استول سوي دي او 18 سنده د ملي شورى ترتصويب وروسته لا تر اوسه د توشيح لپاره نه دي ارائه سوي.
د افغانستان د خاورې د ښمنانو د روان كال د عقرب په 15 مه د بغلان د ولايت په انتحاري حمله كېد مكاتبو د ښوونكو او زده كوونكو سره يوځاىزموږ د خلكو استازو: شهيد مصطفى كاظمي، شهيد انجنير متين، شهيد صبغت الله ذكي، شهيد حاجى محمدعارف ظريف، شهيد نازكميرسرفراز او شهيد صاحب الرحمن خپل ځانونه له لاسه وركړل.
همدا ډول په دې كال كې دولسي جرګې غړى مولوى صاحب محمد اسلام محمدى او د مشرانو جرګې غړى استاد عبدالصبور فريد هم شهيدان سوي دي.
د افغانستان خلكو تل د آّزادۍ لپاره د مبارزې په لاره كې ډير شهيدان وركړي دي او په تير يو كال كې زموږ د هيواد بچيانو د آزادۍ په لاره كې ډيرې قربانۍ وركړې.
د هيواد د بچيانو قرباني، د ترور او خونريزۍ د نابودۍ او د استقلال ساتنې لپاره زموږ د خلكو ارادې لاپياوړې كوي.
ګرانو هيوادوالو، خويندو او وروڼو!
تيركال افغانستان او نړيوالې ټولنې په ګډه همكارۍ له تروريستانو سره په مبارزه كې ښې برياوې درلودې.
د افغانستان د دفاعي او امنيتي قواوو پياوړتيا د حكومت اساسي هدف دى څو ددې هيواد بچيان په هيواد كې د سراسري امنيت د تامين وړتيا پيداكړي.
په همدې اساس مو دهيواد د زمكنۍ بشپړتيا د تأمين په منظور ملي اردو تقويه كړی ده. زموږ دا اراده ده چې موږ د خپل هيواد دفاع پخپله وكړو نو ځكه د هيواد د نظامي ارګانونو د احيا او توانمندۍ كار په ډيره بيړه روان دى.
د ملي اردو د سرتيرو شمير اته پنځوس زرو ته رسيدلى دى. موږ د خپلو دفاعي اهدافو او په سيمه كې د موجودو تهديداتو له مخې د اردو د روزنې او تسليح چارو ته ډيره توجه كړې ده، په نويو درنو وسلو د ملي اردو د تجهيزولو چارې روانې دي. د هوايى قواوو بيا احيا وسوه، د موسى قلعه ولسوالى زياتره د ملي اردو د سرتيرو په فداكاريو د تروريستانو له كنتروله راووته.
د ملي پوليسو د اصلاح كار پرمخ روان دى. د پوليس د قواوو د نيمګړتياوو د برطرفۍ لپاره مو جدي ګامونه پرمخ اخيستي دي.
د هيواد 6 زره ځوانان ترتحصيل او لازمو تعليماتو وروسته د ملي پوليسو په ليكو كې شامل سوي او 400 نور مو د پوليسو په مسلك كې د عالي تحصيلاتو لپاره خارج ته لیږلي دي.
د ملي امنيت رياست پياوړى سوى دى. د ملي امنيت قواوې، د دښمن د اعمالو او تحركاتو د كشف په چارو كې تر پخوا زياتې پياوړي سوې دي. د امنيتي قواوو په همت د دښمن 120 پايګاوې او د روزنې مركزونه كشف او له منځه تللي دي او زر تنه نور- چې زياتره خارجيان وو- نيول سوي او تحقيق ترې سوى دى.
د هيواد د هغو ساتونكو له كورنيو سره – چې ددې خاورې د ساتنې په لاره كې شهيدان سوي دي- نقدي مرستې سوې دي او هرې كورنۍ ته - د كور جوړولو لپاره- د يوې يوې نمرې زمكې د توزيع پريكړه سوې ده.
اعضاى محترم شوراى ملى!
سياست خارجى جمهورى اسلامى افغانستان مبتنى است بر عدم مداخله در امور ديگران، سياست خارجى فعال كه دوستى و صلح طلبى در مركز آن قرار دارد. دوستى و نزديكى با همسايه گان وكشورهاى منطقه، تقويت دوستى و همكارى با جهان اسلام، گسترش روابط و دوستى و نزديكى با ايالات متحدۀ امريكا وكشورهاى متحد ما در مبارزه با تروريزم از اولويت هاى سياست خارجى ما مى باشند.
تقويت همكارى هاى منطقه يى به مثابهء يكى از اركان سياست خارجى ما مسأله يى است كه افغانستان آن را با جديت دنبال مى كند. بدون ايجاد مناطق متحد، مشاركت فعال و مثبت در روند هاى جهانى شدن، ممكن نيست.
سياست خارجى فراگير جمهورى اسلامى افغانستان، يكى ديگر از اصول اساسى سياست خارجى ما مى باشد. داشتن سياست تقويت همكارى هاى منطقه يى و سياست خارجى فراگير مبتنى بر منافع ملى افغانستان، از جملهء دلايل مهم مؤفقيت ما در حفظ وفاق بين المللى در كشور ما مى باشد.
در جهت تحقق اين اصول، افغانستان در سازمان هاى منطقه يى كنفرانس كشورهاى اسلامى و ساير ارگانهاى بين المللى فعالانه مشاركت نموده است. افغانستان امسال به عضويت سازمان همكارى هاى جنوب شرق آسيا (سارك) درآمده، مهماندار كنفرانس همكارى هاى اقتصادى ايكو در شهر هرات بوده است. برگزارى اين كنفرانس با شركت وزراى خارجه كشورهاى عضو، در نوع خود در تاريخ كشورما بى سابقه بوده است. براى بار اول يك كنفرانس بين المللى در سطح عالى در كشور ما در يكى از ولايات افغانستان با امنيت كامل برگزار گرديد. در اين جا ميخواهم از مردم هرات به خاطر مهمان نوازیى كه از مهمانان كشور به عمل آوردند، سپاسگزارى نمايم.
ما به اين باوريم كه بايد از موقعيت خاص جغرافيايى افغانستان به مثابهء پُل ميان آسياى جنوبى، آسياى مركزى و شرق ميانه به سود مردم منطقه استفاده نمود.
ما خوشحاليم از اينكه روابط ما با كشورهاى عربى وارد مرحلهء نوينى از همكارى و هميارى برادرانه شده است. صدور ويزه براى ده ها هزار از هموطنان كشور ما در پاسپورت هاى افغانستان كه قبلاً پاسپورت هاى پاكستانى را داشتند، از جانب كشور برادر عربستان سعودى قدم ديگرى است به سوى توسعهء بيشتر روابط برادرانه ميان كشورهاى ما. تقويت روابط با اين كشور براى ما داراى اهميت خاص مى باشد و خوشبختانه كه اين روابط هر روز توسعهء بيشتر مى يابد. روابط ما با امارات متحدهء عربى وكشورهاى اردن و كويت روابطى اند، بسيار دوستانه و مبتنى بر همكارى در عرصه هاى مختلف.
در 9 ماه گذشته بيشتر از 50 هيئت بلند پايهء خارجى از كشور ما ديدن نمودند؛ مقامات عاليرتبهء افغانستان به شمول اعضاى شوراى ملى بيشتر از 500 ديدار رسمى از كشورهاى گوناگون داشته اند.
برگزارى دومين كنفرانس همكارى هاى منطقه يى در دهلى، برگزارى مؤفقانه نشست وزراى امور خارجه كشورهاى عضو سازمان ايكو در هرات، آماده گى براى داير كردن كنفرانس علماى جهان اسلام براى بحث روى مشكل تروريزم در بهار سال آينده در افغانستان، آماده گى براى برگزارى سومين كنفرانس همكارى هاى منطقه يى در پاكستان، مشاركت فعال افغانستان در اجلاس كشورهاى G8 و جلسهء بورد مشترك همآهنگى و نظارت(JCMB)در برلين، برگزارى كنفرانس اصلاحات حقوقى در روم، مشاركت در فورم اقتصادى جهان در اردن، برگزارى جلسهء ديگر بورد مشترك همآهنگى و نظارت با مشاركت وزراى خارجهء عضو در مقر سازمان ملل متحد، امضاى دهها موافقتنامه و تفاهم نامه با كشورهاى دوست همه نشانه هاى از سياست خارجى فعال جمهورى اسلامى افغانستان ميباشد.
جمهورى اسلامى افغانستان با 87 كشور جهان در سطح سفارت هاى مقيم و غير مقيم روابط دپلوماتيك دارد. تنها در سال 2007 افغانستان با 14 كشور دنيا روابط دپلوماتيك برقرار نموده است.
برگزارى جرگهء مشترك امن بين افغانستان و پاكستان با شركت نماينده گان كشور ما و جمهورى اسلامى پاكستان در ماه اسد امسال، گام بسيار مؤثرى بود در جهت فراهم آورى فضاى تفاهم و گفتگو ميان نماينده گان دو كشور. تبادل افكار ميان نزديك به 750 نمايندهء شركت كننده از دوطرف، روى تحليل و شناسايى عوامل تروريزم، نابودى منابع مالى، پناهگاه ها و همچنان آّموزشگاه هاى تروريستان، كار روى يك مكانيزم براى تقويت مبارزه با مواد مخدر، مسايل حسن همجوارى وايجاد يك كميسيون مشترك براى ادامهء اين گفتگوها، همه مسايلى بودند كه زمينه هاى همكارى و نزديكى ميان مردم دو كشور را بهتر ساخته است. افغانستان لست نماينده گان خود را براى عضويت در اين كميسيون به اطلاع مقامات پاكستان رسانده است، اميدوارم كه جمهورى اسلامى پاكستان نيز به زودى لست نماينده گان آن كشور را در اختيار ما قرار دهد.
خانمها و آقايان !
قانون خدمات ملكى با ضميمه هاى آن، نهايى گرديده، نظام رتب و معاشات به منظور ارتقاى ظرفيت ها آمادهء تطبيق گرديده است.
از شوراى ملى تقاضا مى نماييم كه اين قانون را زودتر تصويب كنند تا با انفاذ اين قانون بهبودى در زنده گى مامورين كشور رونما گردد.
براى تسريع اصلاحات و ايجاد شفافيت بيشتر، ادارهء ارگانهاى محلى از وزارت امور داخله جدا و به عنوان يك واحد مستقل ايجاد گرديد.
براى جستجوى راه هاى مؤثر مبارزه ومقابله با فساد ادارى، كميسيونى زير نظرفضيلت مآب قاضى القضات كشور با اشتراك نماينده گان مجلسين در يك سال گذشته منظم جلسه نموده، روى ريشه ها و علل فساد در اداره به بحث و تحقيق پرداخته است. اين كميسيون، ستراتيژى مبارزه با فساد را جهت غنامندى بيشتر به وزارتخانه ها ارائه نموده است. روند اصلاحات قضايى و تدوين ستراتيژى ملى مبارزه عليه فساد در قوهء قضائيه و تطبيق برنامهء 5 سالهء قانون و عدالت در مطابقت با ستراتيژى انكشاف و عدالت براى همه، ايجاد مركز مستقل حقوق در پوهنتون كابل به هدف تربيت كادرهاى عدلى و قضايى، طرح و تدوين بيشتر از 35 سند تقنينى، همه گامهاى اند كه در جهت بهبود كار نهادهاى عدلى كشور ما، برداشته شده اند.
با آنكه توليد ترياك متأسفانه در كشور، رشد نموده است، اما در كليه ولايت هايى كه حاكميت قانون استقرار تمام يافته است يا اين ولايات از كشت ترياك پاكسازى شده اند و يا اينكه توليد ترياك در آن ها كاهش يافته است.
تنها در 8 ماه امسال وزارت داخله افغانستان 52 تن مواد مخدر و 19 الى 20 تن مواد كيمياوى را – كه در توليد هيروئين به كاربرده ميشود –ضبط ومسوولين آنرا به پنجهء قانون سپرده است. در8 ماه گذشته24 لابراتوار توليد مواد مخدر تخريب گرديده است.
پوليس ملى بيشتر از 6 هزار واقعهء قاچاق را كشف و عاملين آن را به قانون تسليم نموده است.
در طى 9 ماه امسال عوايد جمع آورى شدهء دولت بالغ بر 23.13 ميليارد افغانى ميباشد كه اين رقم 65% تطبيق پيشبينى هاى دولت را نشان ميدهد.
تحصيل عوايد گمركات طى 9 ماه گذشته دوازده ميليارد و هفتصدو هشتاد و هشت ميليون افغانى بوده كه نظر به سال گذشته 16% افزايش را نشان ميدهد.
از سرويهاى تازه بر مى آيد كه افغانستان در حوزه هاى غرب، جنوب غرب، جنوب و حوزه هاى شمال شرق و شمال غرب ذخاير نفت و گاز دارد. تنها در ذخاير حوزه هاى شمال افغانستان موجوديت سه صد ميليون تُن نفت و از پنجصد الى شش صد ميليارد متر مكعب گاز تخمين شده است. سروى حوزه هاى ديگر نفت و گاز كشور نيز شامل پلان كارى وزارت معدن است.
معدن مس عينك در سال 1385 به داوطلبى سپرده شده بود، در يك پروسهء زير نظر بانك جهانى كمپنى MCC چينايى برنده شد. اين كمپنى 2.8 ميليارد دالر امريكايى را در اين پروژه و ششصد ميليون دالر را براى تأمين برق سرمايه گذارى ميكند. افزون بر اين، اين شركت، پروژهء احداث راه آهن شيرخان بندر – تورخم را نيز تمويل و اجراء مى نمايد. در آغاز كار اين شركت 800 ميليون دالر را به دولت پرداخته و برعلاوه، در آمد سالانهء افغانستان از اين سرمايه گذارى 400 ميليون دالر خواهد بود.
همچنين شركت ياد شده در اعمار مكاتب تخنيكى ، شفاخانه ، مساجد، كلينيك صحى، سرك، پروژهء آب آشاميدنى و نيز تسهيلات لازم را براى ولايت لوگر و ولايات همجوار فراهم خواهد نمود. اين بزرگترين سرمايه گذارى در تاريخ كشور ما بوده و نشان روشنى از اعتماد جامعهء جهانى به آيندهء ثبات و امنيت در افغانستان مى باشد.
تحقق برنامه همبسته گى ملى توسط وزارت احياء و انكشاف دهات، به بهبود زنده گى مردم ما كمك فراوان نموده است. در 9 ماه گذشته دوهزارو دوصدو سى وچهار شوراى انكشافى تأسيس و اجراى هشت هزارو نه صدو هشتادونه پروژه آغاز گرديد كه از آن جمله پنج هزارو دوصدو ده پروژه تكميل گرديده است.
براى تعداد زيادى از مردم دهات از طريق پرداخت قرضه و عرضهء پروژه هاى آموزشى و عايداتى، چون خياطى، گلدوزى، گليم بافى، قالين بافى، زراعت خانه گى، مالدارى وغيره زمينهء كار ايجاد گرديده است.
در چهارچوب برنامهء همبسته گى ملى به تعداد 583 پروژهء جديد در 287 ولسوالى آغاز به كار نموده است كه از آن جمله 319 پروژه آن تكميل گرديده است. در همين راستا چهارده هزارو نه صدو سى وهفت كيلومتر سرك هاى درجه دوم ترميم و نوسازى، هشت هزارو يكصدو هشتادوسه كيلومتر كانال و بيست وهفت هزارو دوصد كيلومتر كاريز پاك كارى و 987 حلقه چاه حفر و سربندها و ذخيره گاه هاى آب به ظرفيت پانزده هزارو هشتصد متر مكعب احياء و پاك كارى شده اند.
امكان دسترسى مردم كشور به برق از شش در صد به بيست در صد افزايش يافته است. در سال جارى در بخش هاى آب و انرژى 43 پروژه به مصرف 261 مليون دالر امريكايى آماده و تطبيق گرديده است. كه در اينجا ميتوان به برخى از آنها اشاره نمود. كار احياء و بازسازى دستگاه هاى مولد برق ماهيپر و سروبى در حدود 95% تكميل گرديده و كار احياى بند كجكى نيز جريان دارد.
كار ساختمان مركز فرعى برق رباط سنگى ولايت هرات تكميل و تمديد لين انتقال برق 110 كيلوولتى از اندخوى به ميمنه كاملاً نهايى شده و قابل بهره بردارى ميباشد.
احياى مجدد دو لين انتقال 110 كيلوولت از نغلو الى مركز فرعى برق كابل و نصب پايه هاى انتقال برق 220 كيلوولت از حيرتان الى پلخمرى و از پلخمرى الى كابل 95% تكميل گرديده است. تمديد لين برق از كابل به پكتيا و خوست شامل همين پروژه است. دستگاه مولد برق حرارتى شمال غرب كابل تحت احياء قرار داشته، كار دستگاه توليد برق آبى سلما در ولايت هرات ادامه دارد. قرار داد برق رسانى سرپل، تخار، لغمان، جلال آباد و سروبى به ارزش 74 مليون دالر به امضاء رسيده، مبلغ 100 ميليون دالر براى احيا و توسعه شبكهء برق كابل منظور گرديده است. به تعداد 991 برج برق به ظرفيت هاى مختلف در سراسر كشور نصب و مونتاژ و قرارداد مطالعات اقتصادى و تخنيكى براى فابريكه هاى برق آبى، روى درياهاى كوكچه و كنر تكميل شده است. سروى بند برق آبى مچلغوى ولايت پكتيا در پلان انكشافى شامل است و درسال آينده برنامه ريزى آن صورت خواهد گرفت.
قرارداد تحكيم سواحل درياى آمو در پنج ولايات به امضاء رسيده، كار آن جريان دارد. پاك كارى و بازسازى هفت كانال در ولايت هلمند به اتمام رسيده است و قرارداد پاك كارى نهر لشكرى در ولايت نيمروز به امضاء رسيده است. مطالعات ابتدايى 111 بند كوچك به انجام رسيده است. از شبكه هاى آبيارى، 153 شبكه احيا، قرارداد كار 183 پروژه تكميل و روى قرارداد 79 پروژه ديگر كار صورت ميگيرد.
خوشبختانه افغانستان در بخش توليدات زراعتى به خود كفايى نزديك شده است. پروژه هاى گوسفندارى و مرغدارى در ولايات بلخ، كندز، ننگرهار، هرات و كابل ايجاد و مقدار 574 تن گندم اصلاح شده براى دهقانان در 28 ولايت توزيع گرديده است.
طى سال جارى 34 مليون نهال به منظور سرسبزى و حفاظت از محيط زيست غرس گرديده، به تعداد 43 پروژهء ترويجى، مراكز كنترول آتش، تأمين كوپراتيف هاى زراعتى و غيره تكميل يا در حالت اجراء ميباشد.
ګرانو وكيلانو!
په تير كال كې د نوو سړكونو د جوړولو او د لويو لارو د بيارغاونې كار شروع سو.
د 161 ميليونو ډالرو په ارزښت 453 كيلومتره سړك د جوړولو پروژه بشپړه سوې او د استفادې وړ ده. همدارنګه د 147 ميليونو ډالرو په ارزښت 400 كيلومتره سړك د جوړولو كار پيل سوى دى.
د يادونې وړ ده چې د هيواد حلقه يى سړك 1471 كيلومتره په اساسي ډول جوړ سوى او 739 كيلومتره نور يې څه تركار لاندې دى او څه يې داوطلبي ته سپارل سوى دى.
د مخابراتو په برخه كې مو ډير پرمختګ كړى دى، د پخوانيو شبكو ترڅنګه سږكال د (اتصالات) په نامه شبكې هم په كار پيل وكی. اوس په هيواد كې 4.6 ميليونه خلك تلفون لري. سږكال به د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژى له اړخه 80 ميليونه ډالره د هيواد په عايداتو كې زيات سي. د (نوري فايبر) د شبكې او سيم لرونكي تيلفون د شبكې كارونه پيل سوي دي.
د افغانستان مدني ټولنه وده مومي او قوام پيداكوي. د مدني ټولنې وده زموږ په هيواد كې د ولسواك نظام د پياوړتيا لپاره اساسي شرط دى.
د يوې ژوندۍ، مسوولې او كره كتونكې مدني ټولنې له وجوده پرته د اجتماعي او سياسي آزاديو پراختيا ناممكنه ده. د اجتماعي- فرهنګي ټولنو او د بشري حقوقو د دفاع د بنسټونو جوړيدل، د درو سوو شاوخوا مجلو، ورځپاڼو او جريدو خپريدل زموږ په هيواد كې د مدني ټولنې او د مطبوعاتو دآزادۍ د ودې څرګندونه كوي او په همدې كال كې د څلورو نوو تلويزيوني شبكو ظهور زموږ په هيواد كې د رسنيو د ودي يوه ښكاره نخښه ده.
د افغانستان اسلامي جمهوريت خپل ځان مكلف بولي چې د هيواد د قوانينو په رڼا كې د مطبوعاتو او بيان آزادي تأمين كړي. زه باور لرم چې د رسنيو مسوولين به په خپلو خپرونو كې ديني او فرهنګي ارزښتونه، دخلكو منلي سنن او د هيواد اجتماعي او امنيتي اړتياوو ته پاملرنه وكړي.
د جنګ او تجاوز په كلونو كې د هيواد ډير لرغوني تاريخي آثار او موزيمونه تباه او تالا سول، د دولت د هڅو په نتيجه كې يو زرو پنځه سوه قلمه تاريخي آثار له سويس او څلور زره درې سوه شل قلمه تاريخي آثار له ډنمارك څخه بيرته هيواد ته راوړل سوي دي.
په فرانسه، ايتاليا او هالند كې د طلا تپې د تاريخي آثارو نندارې ته ايښوول د هيواد د وياړمن او لرغوني فرهنګ د معرفۍ په برخه كې ډيرګټه ور ګام دى.
د ستر عارف او بې بديله شاعر مولانا جلال الدين محمد بلخى، سيدجمال الدين افغانى، رحمان بابا او نورو په لسګونو فرهنګي شخصيتونو د سيمينارونو جوړول؛ د كتابونو او رسالو چاپ؛ د اروپا او امريكا په قارو كې د ملي تلويزيون د نشراتو خپريدل په هيواد كې د فرهنګي بهير د پراختيا او پرمختيا ښې نمونې دي.
د خوشحالۍ ځاى دى چې سږكال د ايسسكو په غونډه كې د غزني تاريخي ښار د اسلامي فرهنكې د پايتخت په توګه و منل سو.
د مشرانو جرګې او ولسي جرګې درنو مشرانو او د ملت محترمو نماينده ګانو!
په وروستيو كلونو كې تروريستانو زموږ بيا جوړكړي مكاتب وران كړل او ځينې يې وسوځول. دا ځكه چې د هيواد دښمنان غواړي زموږ په هيواد كې ښوونځي بندوي او كوچنيان د علم له زده كړې څخه محروم سي. دا كار يې خصوصاً د هيواد په جنوب او جنوب غربي برخو كې په ډير شدت سره كړى دى. متاسفانه اوس د هيواد په جنوب او جنوب غرب كې شاوخوا درې سوه زره كوچنيان د تروريستانو له ويرې ښوونځيو ته نسي تلاى.
دا يو واقعيت دى چې له تعليم پرته د ټولنې ترقي ممكنه نه ده نو ځكه موږ په ټول قوت هڅه كوو، چې په هيواد كې تعليم عام او سراسري كړو؛ د هيواد بچي وروزو څو دوى د خپلې پوهې او مسلك په بركت خپل خلك له فقر او بيوزلى وژغوري او دا وطن آباد او ودان كړي.
په هيواد كې دمتوازن معارف د ودې لپاره د معارف وزارت پنځه كلن پلان په اتو برخو كې تدوين كړى دى. په 1386 كال كې شاوخوا 800 زره شاګردان د هيواد ښوونځيو ته جذب سوي دي چې له دې جملې څخه 40% نجونې دي.
اوس شاوخوا 5.8 ميليونه زده كوونكي د هيواد په ښوونځيو، مدارسو او دښوونكو د روزنې په موسسو كې درس لولي. سږكال د هيواد په ديارلسو ولاياتو كې 412 نوي ښوونځى جوړ سوي دي چې له دې جملې څخه دهيواد په اتو سيمو كې اته ليليې د كوچيانو لپاره او دوه ښوونځى د پامير د كوچنيانو له پاره جوړ سوي دي.
د هيواد په 13 پوهنتونونو او د عالي تحصيلاتو په شپږو موسسو كې نږدې پنځوس زره ځوانان په لوړو زده كړو بوخت دي چې په سلو كې شل يې نجونې دي.
سږكال 1126 محصلان د لوړو زده كړو لپاره خارج ته استول سوي دي او له دې سربيره 213 استادان د ماسترى او دوكتورا د اخيستلو او يا هم د سويې لوړولو لپاره خارج ته تللي دي. موږ د هندوستان له حكومت څخه مننه كوو چې زموږ د ځوانانو د روزنې لپاره يې هركال زر بورسه موږ ته راكړي دي؛ د پاكستان له حكومت څخه مننه كوم چې زما په وروستي سفر كې يې د ورانو سوو مكاتبو د جوړولو ژمنه وكړه او هم يې سږ کال زر تحصيلي بورسه د هيواد د ځوانانو د تحصيل لپاره راكړل او موږ ومنل.
د كار او اجتماعي امورو د مسلكي تعليماتو له خوا وزګارو ځوانانو ته د حرفو د زده كړو كورسونه په مركز او ولاياتو كې پيل سوي دي او د سږ كال تر پايه به د 12 ولاياتو شلو ليرې پرتو ولسواليو ته پراخ سي او د دغو ولسواليو دوه زره څلور سوه ځوانان به راز راز حرفې زده كړي.
په هيواد كې د صحي خدماتو كيفيت او كميت وده موندلې ده، سږكال د 159 روغتونونو او صحي مراكزو د تاسيس كار پلان سوى دى چې له دې جملې څخه د 89 ودانيو د جوړولو كار جريان لري او 64 ودانۍ بشپړې سوې دي. 120 فرعي صحي مراكز آباد سوي دي. اوس د افغانستان په سلو كې پنځه اتيا وګړي د خپلې استوګنې په پنځه كيلومترۍ كې له صحي خدماتو استفاده كولاى سي.
الحمدلله سږكال موږ وكولاى سول چې د 85 زرو كوچنيانو ژوند وژغورو او دا مو هيله ده چې د ژغورلو دا شمير كال په كال ډير كړو. خو له دې سره سره هم زموږ هيواد د نړۍ د هغو هيوادو په قطار كې ولاړ دى چې د ميندو او كوچنيانو د مړينې كچه يې ډيره لوړه ده. موږ بايد د كوچنيانو او ميندو د مړينې ددې لوړ رقم د ټيټولو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړو. د خوشحالى ځاى دى چې سږ كال په ټول هيواد كې د ډول ډول واكسينونو د تطبيق كار 83 فيصده پرمخ تللى دى.
د ښځو له حقوقو د دفاع لپاره او همدا راز په اجتماعي او سياسي ژوند كې د ښځو د مقام د ارتقا او تثبيت لپاره حكومت ممكنې هڅې كړې دي. په ښوونځيو او عالي تحصيلي موسسو كې د نجونو زياتوالى، په تجارتي اواقتصادي فعاليتونو كې د ښځو ونډه؛ د ښځو له حقوقو د دفاع لپاره د مدني ټولنو جوړيدل او د هيواد د سياسي ژوند په جريان كې د ښځو شركت ددې برخې عمده سوي كارونه دي. خو له دې ټولو ښيګڼو سره سره زموږ په هيواد كې د ښځو په وړاندې بې عدالتۍ اوس هم سته، نابالغې نجونې وديږي او يا دا چې نجونې په بدو كې وركوي، متاسفانه چې په ټولنه كې له ښځو سره د خشونت عوامل لاهم ډير دي.
په هيواد كې له ټولو موجودو ستونزو سره سره، شاوخوا 5 ميليونه مهاجر بيرته هيواد ته راستانه سوي دي. مګر متاسفانه چې تر اوسه هم زموږ ځينې هيوادوال د نړۍ په هيوادونو كې مهاجر دي. غواړو زموږ دغه مهاجر هيوادوال بيرته ژر تر ژره د هيواد غيږې ته را ستانه سي.
ميرمنو او ښاغلو !
له ټولو برياوو سره سره موږ له ډيرو مشكلاتو او جدي كمبوتيو سره هم مخامخ يو.
تروريزم تر اوسه زموږ اساسي مشكل دى. له تروريزم سره مبارزه د يوې جامع ستراتيژي له اجرا پرته هدف ته نسي رسيداى. د تروريستانو اصلى ځالې ته رسيدل؛ ددوى د مالي تمويل او تسليح د سرچينو وچول او د افراطيت د تشويق مخنيوى بايد له تروريزم د مبارزې د ستراتيژي اساسي ټکي وي.
همدا راز د بين المللي قواوو ترمنځ د همآهنګې لا ډيره پياوړتيا او له افغاني قواوو سره د دوى لا ښه تفاهم او همآهنګي خورا ضروري بريښي. ددې ضرورت په پوره كيدو سره به د تروريزم ضد مبارزه بري ته ژر نژدې سي؛ د تروريزم ضد عملياتو كې به د اشتباهاتو امكان لږ سي او زموږ د عامو خلكو د ځان او مال د زيان مخه به ونيول سي دا ځكه چې د خلكو د ځان او مال ژغورل زموږ لومړنى مرام دى.
كه چيرې د ملي اردو، پوليسو او امنيتي ارګانونه د پياوړتيا كارګړندى سي ، ددې مبارزې د پوره بري امكانات به نور هم زيات سي.
د مخدره موادو، كښت، توليد او قاچاق په هيواد كې د مخدره موادو د بين المللي مافيا موجوديت، د مخدره موادو د مافيا او د تروريزم د رهبرانو يو له بله تړون زموږ د هيواد يوه بله مهمه ستونزه ده.
د افغانستان اسلامي جمهوريت بايد دخلكو او دولتي ارګانونو په پراخه همكارى د مخدره موادو د كښت، توليد او قاچاق سره د مبارزې ستراتيژي په خاصه پاملرنه اجرا كړي. دا كار د بين المللي ټولنې ترمنځ د همآهنګى له زياتيدو او د افغانستان له بشپړې همكارۍ او همآهنګی پرته امكان نه لري. هر څومره چې دا همآهنګي ډيره سي هغومره به زموږ هڅې بريالۍ وي.
د دولتي ادارو نه پياوړتيا، اداري فساد، رشوت، خپلوى پالنه، له قانونه تيښته او د قانون په وړاندې بې پروايى هغه نورې ستونزې دي چې موږ ورسره مخامخ يو.
زموږ په هيواد كې اداري فساد يوازې يوه افغاني پديده نه ده، بلكه بين المللي موسسات او مرستندوى سازمانونه هم لازم شفافيت نه لري او د كنترول د ميكانيزم د نشتوالي له امله له دې پديدې متاثر دي.
فقر، د معاشاتو ټيټوالى او بيكاري زموږ دهيواد نورې ستونزې دي. د ملي اقتصاد كمزورتيا او د دولتي عوايدو لږوالى ددې باعث كيږي چې دولت – لكه چې ښايى – ددې مشكلاتو په رفع كولوكې بريالى نه وي. د بين المللي مرستو زياتوب او د افغانستان د دولت له لارې د مرستو لګښت به ددې زمينه برابره كړي چې موږ د دغو ستونزو په لرې كولو بريالي سو.
جلالتمآبان رؤساى مجلسين، خانمها وآقايان!
زمانى كه كشور ما مورد تهاجم شوروى قرار گرفت، ما مجبور بوديم از كمك هاى خارجى در مبارزه با اشغالگران استفاده كنيم. بيشتر از دو دهه مهاجرت و نياز شديد به كمك هاى خارجى موجب شد، تا ما محتاج كشورهاى همسايه شويم. تداوم اين احتياج زمينه ساز روابط معينى شد، روابطى كه در دوران جهاد و بعد از آن در مواردى باعث وابسته گى شد. امروز ما به كشور خود برگشته ايم؛ صاحب خانه و كاشانهء خود شده ايم. ملت افغان، ملت مغرور و سربلند است. ملتى كه در تاريخ طولانى خود هرگز تن به مزدورى و اسارت نداده است. وقت آنست كه به سنت آزاده گى و نفرت از وابسته گى پيش از هر زمان ديگر ارج بگذاريم و روح استقلال طلبى خود را تقويت كنيم.
ما بايد به اين سوال پاسخ بدهيم كه چگونه ميتوانيم با مشاركت ملى، با حس وطن دوستى و باور به اين ميهن بزرگ، آن را از اين مصائب نجات بدهيم. براى نيرومندى افغانستان بايد نخبه گان سياسى كشور و ما دولتمردان به روحيهء وطندوستى و عشق به اين آب و خاك، كمر همت ببنديم و كار خسته گى ناپذير نماييم.
نيروهاى سياسى ما حق دارند و بايد بر سر پيداكردن راه حل هاى بهتر براى مشكلات اين وطن، با يكديگر رقابت مسالمت آميز، قانونى و اخلاقى نمايند، اما آنجايى كه منافع ملى مطرح ميگردد، بايد منافع ملت را بر منافع شخصى و گروهى ترجيح داد.
در اينجا ميخواهم بگويم كه دولت جمهورى اسلامى افغانستان، با تمام نيرو با تروريزم و خرابكاران مبارزه خواهد كرد. ما در عين اينكه با آن عناصر اصلاح ناپذيرى كه وطن ما را ويران ميكنند، علماى دينى ما را شهيد ميكنند، كودكان ما را قتل عام مى كنند به شدت مبارزه خواهيم كرد. دروازه هاى گفتگو، صلح و آشتى را براى همه هموطنانى كه ميخواهند به آغوش وطن برگردند و به قانون اساسى جمهورى اسلامى افغانستان احترام بگذارند باز نگاه خواهيم داشت.
نماينده گان محترم مردم، خانمها و آقايان!
از همه جانبازانى كه در راه استقلال و امنيت كشور عزيز، جانهاى عزيز شان را فدا نموده اند و يا در دفاع مقدس ميهنى معيوب و معلول شده اند با سربلندى ياد نمايم. وطن، و تاريخ سرزمين غرور آفرين نام هاى ايشان را جاويدانه به ياد خواهد داشت.
همچنان مى خواهم از تمام كشورهاى جهان كه با افغانستان كمك ميكنند و در بهبود زنده گى مردم ما يارى ميرسانند ابراز سپاس نمايم.
لازم ميدانم تا از سربازان و افراد ملكى جامعهء جهانى با سپاس ياد آورى نمايم كه دور از خانه و كاشانهء شان در كنار مردم ما براى مبارزه با تروريزم و تأمين صلح ميرزمند. از آن زنان و مردانى ياد نمايم، كه جان هاى شيرين شان را در وطن ما براى تحقق اهداف و آرزوهاى مشترك فدا نموده اند. مردم افغانستان با قدردانى از آنها ياد خواهند كرد.
در اخير، براى شما در راه خدمت به وطن و مردم كشور از بارگاه خداوند متعال آرزوى مؤفقيت دارم. خداوند بزرگ افغانستان ما را از جمله مصائب و بلاها در پناه رحمت ربانى خود، نگهبان باشد.
و من الله التوفيق
آمه لرينگز ساغ و سلامت بولينگ