بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلى على رسوله الكريمد مجلسينو جلالتمآبو رئيسانو، سناتورانو، د خلكو محترمو استازو، دحكومت محترمو غړيو،قاضی القضات صاحب، دسترې محکمې محترمو غړو، جهادي محترمو رهبرانو، مارشال صاحب محمد قسیم فهیم، جنرال صاحب سردارعبدالولي،ددوستو هيوادونو محترمو ديپلوماتانو، دبين المللي سازمانونو استازو، د خبري رسنيو محترمو نمايندگانو،خويندو او وروڼو!
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
الحمدالله رب العالمین والصلوت والسلام علی خاتم النبین
تر ټولو دمخه دحضور اعلیحضرت بابای ملت سلامونه او نیکې هیلې تاسو ټولوته وړاندې کوم، حضور بابای ملت تل دافغانستان دهوساینې، پرمختګ او دافغانانو دخوشحالۍ په هیله دی، روغتیا یی ښه ده او لا مخ په ښه کیدو ده.
دملت محترمو استازو!
وياړم چې د لوى خداى (ج) په مرسته او د اساسي قانون د احكامو مطابق د ملي شورا كلنى اجلاس افتتاح كوم .
د ملي شورا د كار له پيل څخه يو كال تېريږي .په دغه موده كې د ملت استازو د خداى (ج) او د افغانستان د خلكو په مقابل كې خپل دَين او مسووليت په ډيره ښه توگه ادا كړل. د حكومت د اعضاوو، د سترې محكمې د غړيو او د مستقلو رياستونو د رئيسانو تائيد د همدغې مدعا تر ټولو ښه ثبوت دى .
د ملت استازو د يو كال په جريان كې 321 واره د حکومتي ادارو مسوولين احضار كړل او د مربوطه مسايلو په هكله يې نه يوازې له دوى څخه معلومات تر لاسه كړل بلكې توصيې يې ورته وكړې او سالمې مشورې يې هم وركړې .
د حکومتي مسوولينو دا احضارول او د هغوى سره پر مشكلاتو خبرې كول د صلاحيتونو او مسووليتونو پر بنا تر سره شوي چې نتيجه يې په حکومتي ادارو كې د كاركوونكو د مسووليت پذيرۍ سطحې لوړوالى او د چارو اصلاح وه . همدارنگه د يوكال په جريان كې د 7 قوانينو تصويب او په 3۲ نورو قانوني متنونونو غور اوڅيړنه د ملي شورا د فعاليتونو يو بل ډير ښه مثال دى .
پورته ياد شوي اجراآت دا ښيي چې دغه ستر ملت اوس په پوره توگه د خپلو سياسي او ټولنيزو مقدراتو په هكله پخپله تصميم نيسي.
محترمو حضارو !
تېرکال زمونږ د خلکو لپاره د هيلو او په عين وخت کې د زياتو رنځونو او مشكلاتو کال هم وو. زمونږ ستره ستونزه له نړيوال تروريزم سره وه او دا ستونزه اوس هم دوام لري. د افغانستان د خپلواکۍ او شتمنيو دښمنانو په بې ساري بې شرمۍ سره زمونږ پر هېواد د خپلو تېريو او زمونږ په کورنيو چارو کې لاس وهنو ته په پرله پسې توگه دوام ورکړ. تروريستي ډلې چې له نړيوالو دهشتگرو شبکو څخه جوړېږي او د ځينو خاصو پاكستاني كړيو په ملاتړ زمونږ ديني عالمان، ماشومان، معلمين، انجينران، ډاکتران، د قوم سپين ږيري، د ولايتي شورا گانو غړي او نور حكومتي او ټولنيز فعالين په ډيره بې رحمۍ شهيدانوي. او شهیدان یې کړل چې سږکال یې څو مثالونه د پكتيا ولايت پخوانى والي خداى بښلى حكيم تڼيوال ، د قندهار ولايت د ښځو د چارو رئيسه صفيه عمه جانه او په تیرو څو شپوکې د كليو د پراختيا وزارت كاركوونكۍ انجنير محمدنجيب داسې مثالونه دي چې زموږ دمصیبت یو محدود حالت ښیی، په دې کال کې نه یوازې دوې شهیدان شول، بلکې زموږ علما، دڅلورو ولایاتو کارکوونکي او دافغانستان دخلکو بچیان دتروریزم دبې رحمۍ سره مخامخ شول، داټول زموږ شهیدان با ايمانه، وطندوست، منور او د دښمن د سترگو اغزي وو. همدارنگه زموږ د وطن دښمنان جوماتونه، ښوونځي، پلونه او نور عام المنفعه تاسيسات هم له منځه وړي.
د هېواد دښمنانو په تېر كال كې په زياتو ولايتونوکې لكه هلمند، زابل، كندهار، پكتيا، پكتيكا، خوست، فراه، هرات، كابل، اروزګان، نورستان، کونړ، ننګرهار او نورو ولایتونو كې خپلي حملې زياتې كړې او زموږ ملت ته يې زيات ځاني او مالي تلفات ور واړول. د بهرنيو دسيسو له امله د جگړو په اور كې يوازې افغانان سوځي ځكه چې غوليدلي وطنوال هم زموږ خپل تن او وجود دي. د يادولو وړ ده چې د بين المللي ټولنې هغه كاركونكي هم چې زموږ د هيواد په بيارغاونه كې مصروف دي د دې تروريستي عملياتو قربانیان دي او قرباني ورکوي.
په دې کال کې دتیرې جوزا اتمه هم دیادولو وړده په دغه ورځ هم زموږ دځینو هېوادوالو له احساساتو ناوړه استفاده وشوه، ځینی کسانو دغه پیښه دلوټ او چپاول لپاره زمینه وبلله، کورنیو او بهرنیو مطبوعاتو هم په پوهه او یا نا پوهۍ دغه اورته لمن ووهله، خو دغه کال له ځان سره هیلې او کامیابۍ هم درلودې، دمثال په توګه دافغانستان دخلکو دارادې دمظهر په توګه دملي شورا پرانیستل کیدل او دقضایه قوې بشپړیدل یو تاریخی ګام و، همدا رنګه د هیواد د بیا جوړولو د کارونو دوام بیلو بیلو برخوکۍ ترسره شول د یادولو وړدی.
وکلا و سناتوران محترم!
تلاش ما برای تحکیم صلح و مبارزه با تروریستان نه تنها در جبهه مبارزه مسلحانه تداوم یافته است، بلکه حکومت جمهوری تلاش کرده تا به آن عده از هموطنان ما که فریب دشمنان این آب و خاک را خورده اند، فرصت داده شود تا سلاح شان را بر زمین بگذارند و در باز سازی کشور سهیم شوند. کمیسیون تحکیم صلح تحت رهبری جناب پروفیسور صبغت الله مجددی در این راستا زحمات خستگی ناپذیری کشیده است. پروگرام DDR تكميل شد وبرنامۀ انحلال دسته هاي مسلح غير قانوني کماکان ادامه دارد.
در مبارزه با تروریزم ما به یک ستراتيژی فراگیر نیاز داریم. این ستراتيژی افزون بر عنصر نظامی _ دفاعی باید به رشد و انکشاف اجتماعی و اقتصادی افغانستان و تقویت نهادهای مبتنی بر قانون نیز تأکید لازم داشته باشد. تطبيق عملى اين ستراتيژى با دقت تمام در حال صورت پذيرفتن است.
در رابطه با اصلاح اداره، ريفورم سرتاسري دوام دارد و كار روى اصلاح نظام رتب و معاشات روى دست است.
نماینده گان محترم مردم، خانم ها و آقایان!
فساد اداری یکی از مشکلات اصلی دولت و جامعه ما ست، میان تروریزم، کشت و قاچاق مواد مخدر و فساد اداری یک رابطه مستقیم وجود دارد. فراگیر بودن فساد اداری در افغانستان نه تنها موجب کاهش اعتماد مردم به پروسه ایجاد نظام مبتنی بر قانون، شفاف، مسئوول و جوابده می شود، بلکه روز تا روز زمینه های فرسایش ارگان های دولتی را نیز بوجود ميآورد. در دورانی که تحکیم نهادهای دولتی و تقویت حکومت قانون از وظایف اصلی و تعهدات اساسی ما در برابر مردم می باشد، شیوع فساد اداری بسان طاعون، هستی اجتماعی و سلامت مردم و جامعه ما را مورد تهدید قرار میدهد.
درين رابطه "کمیسیون دولتى طرح ستراتیژی و طرزالعمل اصلاح اداره و مبارزه علیه فساد اداری" تحت ریاست محترم قاضی القضات به فعالیت آغاز نموده است. این کمیسیون با بررسی و مطالعه زمینه های اجتماعی، سیاسی و ادارى شیوع فساد تلاش خواهد کرد تا راه حل های مناسب را برای مبارزه با فساد و ریشه کن کردن آن پیشنهاد نماید.
تائید لوی څارنوال از جانب شورای ملی، فرصت مناسبی را برای ما فراهم آورد تا کارزار مبارزه با فساد اداری را با قاطعیت بیشتر دنبال کنیم؛ همانطوری که اطلاع دارید، لوی څارنوال جمهوری اسلامی افغانستان توانست در مبارزه با فساد، برکناری و برخورد قاطع با استفاده جویان، گام های مثبتی را بردارد.
مبارزه با فساد در افغانستان، باید به یک عنصرستراتيژیک اصلاحات دراز مدت ارتقأ یابد. مردم افغانستان از فساد رنج فراوان می برند. سؤ استفاده از دارائی های عامه، رشوه گیری و رشوه دهی، شیوع خويشخوري و واسطه بازی، قانون گریزی و تداوم زورگوئی و تجاوز به حیثیت و آبروی مردم، همه مرض های مزمنی میباشند که باید ریشه کن گردند. قوای سه گانۀ دولت ما باید مشترکا" با اين آفات مبارزه کنند. آرزوی من از پارلمان کشور اینست تا در جهت تحقق این اهداف با جدیت تمام با ارگان های دیگر همکاری نمایند.
نماینده گان محترم ملت!
برگزاری کنفرانس لندن و امضاى توافقنامه بین افغانستان و جامعه بین المللی نشان داد که جامعه جهانی در تعهدات خود در برابر مردم ما در راستای تامین امنیت، تسریع توسعه اقتصادی و تقویت نهادهای دولتی صادق میباشد. این کنفرانس که در آن بیشتر از هفتاد کشور و نهاد بین المللی شرکت کرده بود با امضاى توافقنامه مشترک نشان داد که حمایت از افغانستان، کماکان در سرخط مسائل بین المللی قرار دارد. جا دارد كه درين رابطه از پشتبانى و مهمان نوازي حكومت انگلستان اظهار سپاس و قدرداني فراوان كنم
طی سال جاری در نتیجۀ اصلاحات گمرکی عواید دولت نظر به گذشته 26% افزایش را نشان میدهد. بدین ترتیب عواید جمع آوری شدۀ دولت ما در سال ١٣٨٥ بالغ بر بیست و هفت ميليارد و دو صد میلیون افغانی خواهد شد.
طی همین مدت براى اولین بار معادن و ذخایر زیر زمینی افغانستان توسط ادارۀ سروی جیولوجی ایالات متحده امریکا سروی و عکس برداری شد. به کمک این سروی معادن فلزات و حوزه هایى که در آن معادن نفت و گاز قرار دارند تثبيت گردید. فابریکه سمنت غوری، معدن ذغال سنگ کرکر، معدن طلای هرات، معادن نمک، و برخی از منابع سنگ مرمر، سنگ های ساختمانی و سنگ های قیمتی به بخش خصوصی واگذار شده اند. معدن مس عینک قرار است تا آخر سال جاری به داوطلبی گذاشته شده و استفاده از آن آغاز گردد.
حکومت جمهوری در راستای بازسازی و ارتقای سطح زندگی مردم روستا های کشور نیز مؤفقیت های قابل توجهی داشته است. تطبیق و اجرای برنامه همبستگی ملی از طریق وزارت احيا و انکشاف دهات، زندگی مردم روستاهای ما را بهبود بخشیده است. طی سال جاری این برنامه به قریه ها و روستاهای بیشتری گسترش یافته است. وزارت احیاء و انکشاف دهات در پنج سال گذشته ۲۱۶۹۴ پروژه را در عرصه زراعت، تعلیم و تربیت، صحت، آبیاری، معیشت، انرژی و برق، تعمیرات دولتى، توسعه محلی، سرك سازي، آبرسانی و غیره روی دست گرفته که از آن جمله ۹۹۰۵ پروژه تکمیل و کار اتمام پروژه های دیگر نیز ادامه دارد. در چارچوب اين برنامه براى اولين بار زمينه مشاركت فعال مردم در روند بازسازى كشور فراهم گرديده و شورى هاى انكشافى قريه جات به نهاد هاى فعال و مطمئن انكشافى مبدل شده اند.
در سال جاری قراردادهای انتقال برق به مزار شریف، کندز، بغلان، سمنگان، شبرغان، فاریاب و کابل با کشورهای تاجيکستان، ازبکستان و ترکمنستان به امضاء رسیده است. کار نصب پایه ها و ایجاد تاسیسات برای انتقال برق به شدت ادامه دارد. افزون بر این کار ترمیم دستگاه های از کار افتادهء تولید برق آغاز گرديده که در نتیجه دستگاه های از کار افتادهء برق در سروبی، نغلو و درونته ترمیم و جریان بازسازی آن ادامه دارد. کار بلند بردن توان توليدى بندکجکی به ارزش ۱۵۰ ميليون دالر روی دست گرفته شده است. همچنان کار پروژه بزرگ انتقال برق از آسیای میانه به پلخمری، کابل، ننگرهار، لغمان، لوگر، پكتیا، خوست و پکتیکا با سرمایه بیش از سیصد میلیون دالر آغاز شده است. در همین سال کار پروژه بند برق سلما که یکی از پروژه های مهم در زمینه آبیاری و تامین برق میباشد از سر گرفته شده و ۵۰% كار آن تكميل گرديده است. در حال حاضر كار ۱۱ بند بزرگ و ۲۱ بند متوسط و كوچك در سراسر كشور تحت سروى و مطالعه قرار دارد.
وکلای محترم ملت، سناتوران محترم!
طی این مدت، پروژه های نهایت مهم نوسازی و بازسازی شاهراه ها و سرک ها شروع و به اجراء گذاشته شدند. از جمله 4498 کیلومتر سرک 2۰00 کیلومتر ترمیم و ۱۱۳۶ كیلومتر آن زیر ساختمان ومتباقي آن تحت سروي، مطالعه و داوطلبي قرار دارد.
خوشحال هستم که امسال آغاز کار پخته سازی سرکهای کابل-بامیان، بلخ ومیمنه-هرات از نوسازی افغانستان می باشد وانشالله تا سه ساله آینده سرک حلقوی افغانستان تکمیل ومورد استفاده مردم ما قرار خواهد گرفت.
در عرصه مخابرات و ارتباطات نیز پیشرفت های چشمگیری صورت گرفته است، در این سال برعلاوه گسترش شبکه های روشن و افغان بیسیم و تلي کام به ولایات و ولسوالی ها، شبکهء جدید دیگری به نام اریبا به کار آغاز کرد، همچنان سیستم انترنت به شهرها و ولایات توسعه یافت.
درسال گذشته مجموعاً (٦٧) مليون دالر و در سال جاري (١٠٠) مليون دالر از سکتورمخابرات شامل عوايد دولت گرديده است.
شبکه فايبر نوري که يک پروژه ملي و زيربنائي مخابراتي ميباشد در امتداد شاهراه هاي کشور ازطريق مراکز ولايات عمده ميگذرد و همچنان کشورهاي همسايه را باهم وصل ميکند. اکمال اين پروژه درکاهش قيمت مکالمات و تامين تسهيلات همه جانبه مخابراتي نقش مهم داشته باعث ارتقاي کمي وکيفي خدمات مخابراتي ومعلوماتي ميگردد. همچنان ارتباطات تيلفون، انترنيت، فکس وويديو کنفرانس ازطريق شبکه ارتباطات دولتي در (٣٤) ولايت و (٤٢) اداره دولتي تأمین و پروژه مذکور تکميل وبه بهره برداري سپرده شده است.
سکتور مخابرات توسعه شبکه سيم دار را در سرخط اولويت هاي کاري خود قرار داده و قرار است قرارداد يك صدو پنجاه هزار لين ديجيتل سيم دار براي پنج شهر بزرگ، عقدگردد.
حضار گرامي !
رشد و قوام یک دولت رابطۀ مستقیم با رشد و قوام جامعۀ مدنی و آزادی های اجتماعی و سیاسی آن دارد. کشور ما در عرصه رشد و توسعه مطبوعات آزاد به دستآوردهای چشمگیری نایل آمده است. ایجاد مراکز و کانون های فرهنگی و اجتماعی، رشد جامعه مدنی، ایجاد نهادهای حقوقی و انتشار نزدیک به سیصد روزنامه و جریده آزاد در کشور همه نمایانگر رشد امیدوارکننده رسانه ها میباشد. تلويزيون ملى افغانستان به سطح کشور در حال سراسرى شدن است. در پهلوی فرستنده های تلویزیونی قبلی چندين شبكه تلویزیونی جديد بكار آغاز كرده اند. رشد رسانه ها و تحکیم مطبوعات آزاد نشان بارزیست از تقویت آزادی اجتماعی و سیاسی درکشور ما. حکومت خود را متعهد به تأمین آزادی بیان و آزادی مطبوعات در چارچوب قوانین نافذ کشور میداند.
وزارت فرهنگ و جوانان بزودى برنامۀ ملى جوانان و سياست ملى کتاب را كه عبارت از تاليف، ترجمه، چاپ و تعميم فرهنگ كتاب خوانى ميباشد در عمل پياده خواهد کرد.
در دوران تجاوزات و خودسری ها، آثار باستانی و تاریخی کشور ما آسیب فراوان دید. بخشی از گنجینه های تاریخی بی مانند این کشور نابود و برخی دیگر توسط قاچاقبران و تجاوزگران خارجی به یغما بٌرده شد. حفظ گنجینه های تاریخی باقیمانده ، مرمت کاری و ترميم آثار باستانی و احیای موزیم های کشور، بخشی از سیاست فرهنگی ما میباشد. ما خوشحالیم که درین زمینه نیز دستآوردهایى داشته ایم. نمایش آثار طلا تپه در پاریس با استقبال بی نظیر فرهنگ دوستان روبرو گردید. نمایش این آثار ارزشمند که خوشبختانه از تاراج چپاول گران مصؤن مانده بود، در واقعیت نمایش گوشه یی از فرهنگ پٌر بار کشور ما برای جهانیان است. ما باید سیمای فرهنگ بزرگ خود را به جهانیان نشان دهیم تا مردم جهان بدانند که این خطه کانون مدنیت های بزرگ بشری بوده است.
قرار است اين آثار در ساير کشور هاى جهان نيز به نمايش گذاشته شود .
دخلکومنتخبو استازو ،خويندو او وروڼو!
له دې سره سره چې تروريستانوتيرکال(۱۸2) مكتبونه وران كړل يايې وسوځول، خو دپوهنې وزارت په دې بريالى شو چې د ښوونځيو جوړولو د ۶۰۰ پروژو كار پيل كړي، چې په دې كې 8 يې د ديني علومو عالى مدرسې او 15 يې دارالمعلمينونه دي. چې ځينې يې تكميل او ځينې يې تر كار لاندې دي.
همدا اوس څه د پاسه (۵،۴) ميليونه زده کوونکي او تر څلويښتو زرو زيات محصلين د افغانستان په دولتي ښوونځيو او پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي. دښمن غواړي چې د افغانستان بچيان بي علمه پاتې سي او په دې توگه له خپل هويت او تاريخ څخه بې خبره لوى سي. كه څه هم د دښمن د تخريبي عملياتو له امله نږدې دوه سوه زره ماشومان له زده کړې محروم سوي خو موږ په خپل آزمويل سوي افغاني عزم سره چې تاريخ يې گواه دى د افغانستان د بچيانو د تعليم په وړاندې زمونږ د ژوندانه د دښمنانو دسیسی ناکاموو، انشاالله.
د ملت محترمو استازو !
دا زموږ ملی وظیفه ده چې د افغانستان بچیانو ته تعلیم ورکړو، د افغانستان بچیانو ته د دوی خپل تاریخ وپیژنو، او خپل ځان ورپیژنو. دا په دی تاسو ته وایم چې په تیر دوبی کې د تروریزم پرضد په عملیاتوکې پریوی کورنۍ بمبارد وشو او ۱۷ تنه غړی یی شهیدان شول. یوسړی پاتی شو، زما په خیال عبدلباقی نومیږی. دی ما کابل ته راوغوښت او غمشریکی مې ورسره وکړه او د کور تاوان مې ورکړ، او دده د جرت او غیرتمندی او حوصلی لپاره مې د وزیر اکبر خان مډال ورکړ، د مډال ورکولو پرخت مې تری پوښتنه وکړه چې وزیر اکبر خان څوک دی؟ ویل یی نه یی پیژنم . بیا مې ورته ویل سلطان محمود غزنوی پیژنی؟ ویل یی نه یی پیژنم. بیا مې ورته وویل احمد شاه بابا او میرویس نیکه پیژنی ویل یی هو! په کندهار کې یی قبرونه دی. د قبرو په نامه یادیږی. دا مې د دری تاریخی شخصیتو پوښتنه ځنی ورنه وکړه، نه یی پیژني.
کله چې ما د اندراګاندي د سولی جایزه اخسته، دسولی په باب، د عدم تشدد په باب د خان عبدلغفار خان خبری وکړی. چې کورته ولاړم نو زموږ د کورنی یو ځوان چې ۱۸ یا ۱۹ کاله لری په کور کې ناست وو او ما دا قصه ورته کوله، په خبرو کی حیران راته کتل چې دا د چا په باب راته خبری کوی، نو بیا می تری پوښتنه وکړه چې غفار خان پیژنی؟ ویل یی نه. وزیر اکبرخان پیژنی؟ نه. غزنوی پیژنی؟ نه! دی ځوان تعلیم کړی وو په ځواب کې راته وویل چې هغه وخت چې زه مکتب کې ووم د طالبانو حکومت وو او د طالبانو په حکومت کې د تاریخ لوست بند وو، تاریخ نه لوستل کیده. نو نن چې ستا مکتب سوځول کیږی، ستا ماشوم د مکتب څخه بندیږی، ستا ماشوم د تعلیم څخه بندیږی دهمدی لپاره دی چې دې خپل ځان او خپله خاوره ونه پیژني. لهذا دا زموږ مسولیت دی چې ددی وطن بچی په تعلیم سمبال کړو او خپل ځان او خپل وطن ور وپیژنو، په دی هکله زموږ اقدامات په تیرکال کی ډیرښه وو.
د پوهنې وزارت د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د پوهنې يو ستراتيژيک پلان د سلامشورو په نتيجه کې جوړکړى، دغه د پوهنې کړنلاره له اوسني وضعيت څخه دخلاصون او د علم او زده کړې نړيوال ستندرد ته د رسېدو لارې چارې ښيي.
د روان كال په اوږدو كې دلوړو زده كړو وزارت، تحصيلي سويه لوړه كړې او هڅه يې كړې چې دهيواد بچيانو ته د تحصيل شرايط تر پخوا لا زيات برابر كړي. په دې موده كې د نرسنگ پوهنځۍ افتتاح، د ښوونې او روزنې پوهنتون په چوكات كې د كمپيوتر ساينس څانگې پرانستل، د نابينايانو لپاره د اختصاصي پوهنځۍ پرانستل او د كابل پوهنتون د علمي تحقيقاتو پرانيستنه د قدر وړگامونه دي.
همدارنگه دشپې اوه پوهنځې د کارپیل زمونږ دهغه شميرهيوادوالولپاره چې دلوړوزده كړو له نعمت څخه بې برخې وو، دا زمينه برابره كړه چې په غير رسمي وخت كې خپلې زده کړو ته ادامه ورکړی، هم په كار پيل كړي دي.
په روان كال كې۵۴۳ تنه محصلين لسو بهرنيو هيوادونو ته د لوړو زده كړو لپاره استول شوي دي، همدارنگه ۸۵ تنه استادان د ماسترۍ دورې د تكميلولو لپاره او ۲۲۰ تنه نور د لنډو علمي پروگرامونو په چوكاټ كې بهر ته تللي.
دروغتيا په برخه کې په روان کال کې د خدماتو د کيفيت او کميت دلوړولو لپاره يو لړ اقدامات ترسره شويدي، همدا اوس دهېواد %٨٢ اوسيدونکو ته اوليه روغتيايي خدمات رسیږی په داسی حال کی چې څلور کاله دمخه صرف ۷٪ اولیه خدمات خلکو ته رسیدل اوس الحمدالله ۸۲٪ خلکو ته دا اولیه خدمات رسیږی.
همدا راز د همدې کال د (٩) مياشتو په اوږدو کې (١٢٧) ودانۍ يا د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرکزونه په مرکز او ولايتونو کې جوړ او د (١١٢) ودانيو د جوړولو کاردوام لري، دکوچيانو لپاره (١٢) گرځنده کلينيکونه فعاليت کوي .
دروان کال په بهير کې (١٤)ځلي بېلابېل واکسينونه د هېواد په گوټ گوټ کې (پرته له هغو سيمو چې د افغانستان دښمنان په کې فعال دی) تطبيق سوي او د لومړي ځل لپاره د هېواد په ماشومانو باندې د تور ژېړي واکسين هم تطبيق سوى دى.
دملت محترمو نمایندګانو!
په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین شوی او په ټول افغانستان کې د پولیو سطحه ټیټه شوی، په ځینو ځایو کې چې د افغانستان دښمنانو، تروریستانو او ددوی خارجي پلویانو زموږ په هیواد کې فعالیت درلود اوهلته زموږ د صحی کارمندانو تګ ممکن نه وو، د پولیو واکسین شوی نه دی او زموږ د وطن بچیان په پولیو اخته دی. دا به زموږ ژمنه وی چې سږکال د افغانستان ټولو نقاطو ته رسیږو اود افغانستان بچیانو ته به د پولیو او نور واکسین رسوو.
د هېواد د ښځو دحقوقو دفاع او د دوى د ټولنيز مقام پياوړتيا د افغانستان د اسلامي جمهوريت دحکومت د لمړيتوبونو په سرکې ځاى لري . د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې په سلو کې د اته ويشتو افغان ښځو حضور او په هېواد کې د ښځينه زده کوونکو او محصلينو د شمير زياتوالى په افغانستان کې د ښځو دحقوقو د دفاع په لاره کې زموږ دجديت څرگند مثال دى. د ښځو د ژوندانه د شرايطو د ښه كولو او دهغوى د حقوقو د دفاع په مقصد د بيلابيلو ټولنو جوړول، د افغانستان د يوې ژوندۍ مدني ټولنې د ودې لپاره زموږ ستره هيله ده .
د بشر د حقوقو رعايت، د افغانستان په اساسي قانون، ملي او نړيوالو ژمنوکې د مندرجو اساسي اصولو له جملې څخه دى . د دولت ټولې څانګې ژمنې دي چې د بشر او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د خلكو حقوق تل په پام کې ولري، د انسان د اساسي حقوقو له رعايت پرته، د يوې آزادې او سوله ييزې ټولنې جوړول نا ممکن کار دى. د كليو د پراختيا او بيا آبادولو وزارت د همدغه هدف د معرفي كولو لپاره د هيواد په ټولو كليو كې د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون د ويشلو لړۍ پيل كړې ده. زه په دې باوريم چې د هېوادوالو پر حقوقو د هر ډول تېري د ختمولو لپاره، ضرور ده چې زمونږ نظام پياوړى او د دولت د درې گونو قواوو ترمنځ پوره همآهنگي او همكاري رامنځته شی. حکومت، ملي شورا ، او قضائيه قوه اوږه په اوږه زمونږ دگډ کور د ودانولو لپاره لستوڼي را ونغاړي او د هغه ستر مسؤليت له امله چې د خداى (ج) او خپلو هېوادوالو په وړاندې يې لري، خپل ملي دَين اداءکړي.
خویندو او ورونو!
موږ په تېر دوبي کې د ټول هېواد له مشرانو ،علماوو، متنفذينو او بېلابېلو استازو سره سلا مشورې ترسره كړې. په دغو مشورو کې د امنيت د خرابوالي عوامل او د ښه والي لپاره يې د لارو چارو د موندلو هڅه وشوه. د هېواد له ګوټ ګوټ نه راغلو استازو د امنيت د خرابوالي بهرني او داخلي عوامل په دقيقه توگه وښودل. په همدې لړكې مو د افغانستان يو شمير ولايتونو ته سفرونه ترسره كړل چې دا لړۍ به ادامه پيدا كړي.
ملي شورا په تير يو كال كي په ډيره روښانه توگه د ملي وحدت د پياوړي كولو، د امنيت د ټينگولو، په انكشافي پروژو كې د خلكو د برخې اخيستلو، د اداري فساد د كنترولولو او د ملي منافعو څخه د دفاع لپاره ډيرمثبت دريځ درلود، هيله مو داده چې دغه دريځ لا نور هم پياوړى او قوي کړي.
هېواد ته د نږدې پنځه ميليونو مهاجرينو را ستنيدل، په ټولنه کې د دوى د موقف ټاکل، د داخلي بې ځايه شويو کسانو حالت ته بيړنۍ پاملرنه ، دغه راز دوى ته د زده کړې او کار برابرول او د استوگنې د ځايونو چمتو کول، زمونږ د هېواد جدي ستونزې دي، حکومت هڅه وکړه چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د مهاجرينو لپاره د استوگنې دښارگوټو په جوړولو او په مؤقتو کورونو کې د داخلي بې ځايه شويو کورنيو دځاى پرځاى کولو او پر دوى باندې د لازمو مرستو په ويشلو سره د هېواد غېږې ته ددغو هېوادوالو دراستنېدو لپاره شرايط برابرکړي. زموږ جدي هڅه داده چې پاتې مهاجر وطنوال مو ډېر ژر د خپل وطن تودې غېږې ته بېرته راستانه سي.
د افغانستان دخلکو محترمو استازو !
د نشه ئي توکو د کښت او قاچاق دوام ، زمونږ د هېواد ډېره جدي ستونزه ده، افغانستان ژمن دى چې له ټولو ممکنو لارو چارو څخه په استفادې سره ددغه آفت پرخلاف مبارزه وکړي. په اوږده موده کې بايد زمونږ اقتصاد د نشه ئي توکود اقتصاد د نفوذ له ولکې څخه ووځي . مونږ په دې پوره خبر يو چې ترهگر او ددوى پلويان په افغانستان کې د کوکنارو کرل نه يواځې هڅوي، بلکی په ځينو سيمو کې خلک د کوکنارو کرلو ته په زور اړ باسي او مجبوروی. د نشه ئي توکو د له منځه وړلو لپاره نه يوازې دا چې کروندگر تشويق ، بلکې دېته بايد اړ ايستل سي چې ددغه کرغيړن بوټي له کرلو څخه لاس واخلي او د هغه پرځاى دگټورو بوټو په کښت لاس پورې کړي .
دمخدره موادو پرخلاف مبارزه کې د کوکنارو د بوټو له اړولو څخه نيولې د کښت تر محوه کولو او د قاچاقبرانو تر تعقيبولو پورې د سزا ورکولو او له نورو لازمو لارو چارو څخه استفاده، بايد له نظره ونه غورځول سي. په ټينگار سره بايد وويل سي چې دولت به له خپلو تصميمونو او ژمنو څخه سرغړونه ونه زغمي.
د هېواد د امنيتي او د فاعي ځواکونو پياوړتيا زمونږ په دفاعي او امنيتي سياست کې يوه ډيره اساسي او د پام وړ مسئله ده. زمونږ ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت دتروريزم پرضد جگړوکې په بې ساري قربانۍسره برخه لري، زمونږ زړور سرتيري د افغانستان د دښمنانو په وړاندې په پوره زړورتيا د خپلې خاورې دفاع کوي .مونږ د ټولو ضروري سياسي اقداماتو ترڅنگ هوډمن يو چې د هيواد دفاعي قوت پياوړى، ملي اردو، ملي پوليس او کشفي ادارې لا تقويه كړو.
د ملي پوليسو ريفورم او د هغه د صفوفو پياوړتيا او په موډرنو وسلو يې سمبالول د دولت د همېشنى پاملرنې غوښتنه کوي . زمونږ د ملي پوليسو ځواکونه د ملي اردو له سرتېرو سره اوږه په اوږه دگران هېواد د دفاع په لاره کې له ځانه بې ساري زړورتيا ښودلې او خپل اغېزمن توب یې په دې لاره کې په اثبات رسولى دى.
د هېواد دساتنې په لاره کې ددغو زړورو اتلانو سرښندنه د هر افغان لپاره دسرلوړى او وياړ ځاى دى . د لوى خداى (ج) له درباره ددغه ملت شهيدانو ته د فردوس جنت او د دې خاورې د سپېڅلي مقاومت ټپيانو او زيانمن سويو کسانوته د سملاسي روغتيا هيله کوم .
پتمنو خويندو او وروڼو!
افغانستان له تروريزم سره نه يوازي په کلکه وسله واله مبارزه كوي ، بلکې هڅه كوي چې د سياسي امکاناتو په کارولو سره د عمل ابتکار په خپل لاس کې ولري.دا په دی مانا چې له هغو اسلامي او گاونډيو هېوادونو څخه چې د افغانستان او پاکستان سره دوستانه اړيکې لری ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د تفاهم د فضا د منځته راوړلو لپاره مرسته غوښتل زموږ يوه بله سياسي هڅه وه. دغه هېوادونه د عربي متحده اماراتو، دسعودي عربستان ، د ايران اسلامي جمهوريت ، د ترکيي جمهوريت او د چين ولسي جمهوريت ، څخه عبارت دي . مونږ له خپلو دغو دوستانو څخه زياته مننه کوو چې د سولي او ثبات او د پاكستان سره د تاوتريخوالي د کمولو لپاره يې مرستې ترسره کړې دي . دعربي متحده اماراتو په منځگړيتوب يو لړ ليدنې کتنې هم ترسره شوې دي.
لازمه بولم چې په ډیری خواشینی سره يو بل ډېر مهم ټکي ته هم اشاره وکړم، هغه دا چې د پاکستان ځینو چارواکو داسې هڅې هم وكړې چې د تروريزم ملامتي د افغانستان په خلكو وتپي او د افغانستان خلك داسې وښيي چې گواكې په دوي كې د تروريزم اډې دي. همدا شان داسې هڅې كيږي چې د ډيورنډ د کرښی اخوا پښتانه تروريزم ته د ځاى په وركولو بدنام سي، خو حقيقت دادى چې هم د افغانستان خلك هم د ډيورنډ اخوا پښتانه د تروريزم اولين قربانيان دي او تر اوسه هم په دې اور كې سوزي.
نماينده گان محترم ملت !
من از رئيس جمهور امريكا جلالتمآب جورج بوش تشكر مينمايم كه زمينۀ نشست و گفتگوي صريح را با جلالتمآب پرويز مشرف رئیس جمهور پاکستان مساعد ساخت تا دربارۀ موضوع تروریزم و مداخله در افغانستان مذاكرات مؤثر صورت پذيرد. همانطور که اطلاع دارید، در ملاقات خزان امسال در واشنگتن ما کلیه مسایل مربوط به تروریزم و منابع آن را مطرح نمودیم. برای تقویت مبارزه با تروریزم روی بر گزاری جرگه های امن منطقوی توافق صورت گرفت. افغانستان به مثابه قربانی ترور و تجاوز، خواهان آنست تا نمایندگان مردم دو کشور برادر باهم بنیشینند و روی علل، منابع و شیوه هاى مبارزه با تروریزم گفتگو کنند. با باور به موضع بر حق مردم افغانستان، من یقین کامل دارم که مردم پاکستان نیز با ما در امر مبارزه با تروریزم همنوا هستند. ما بايد ازين جرگه ها براي از بين بردن لانه هاى تروريزم و از بين بردن سؤتفاهمات بين دو کشور كار گرفته و آن را زمينه ساز بازگشت صلح وثبات به اين خطه و رساندن صداى مردم آن به جهانيان بگردانيم. ما بر گزاری جرگه ها را با جدیت دنبال میکنیم، زيرا میدانیم که بدون بسیج شدن و مشارکت مردم نمیتوان بر تروریزم وحامیان آن پیروز شد.
در امر مبارزه با تروریزم ما دو راه بیشتر پیش رو نداریم، یا اینکه تن به برده گی میدهیم و استقلال و هستی ملی خود را در گرو بیگانگان میگذاریم و یا اینکه با تکیه بر سنت سلحشوران این میهن و نیاکان بزرگ خود، مانند گذشته ها از تمامیت ارضی، استقلال و حاکمیت ملی، این دژکهنسال دفاع می کنیم. ما مصمم هستیم تا سنت نیاکان خود را ارج بگذاریم و برای حفظ استقلال، تمامیت ارضی و رسیدن به صلح در این خاک از هیچ جانفشانی دریغ نکنیم.
دشمن اين مرز و بوم در پی نابودی هویت و حافظۀ تاریخی مردم ماست. مردم افغانستان با پنج هزار سال تاریخ سربٌلند نماد مقاومت و پايداري بوده اند. پشت بسیاری از فاتحان و سرکشان دنیا در این دیار بر زمین خورده است. در کشاکش تاریخ، این دژ افراشته همیشه استوار مانده است. سخن کوتاه، افغانستان خود قصیدۀ حماسی یی از پایداری بشریت آزاده است و مطلع قصیدۀ آزادگی در دل و جان آزادگان این کشور حک شده است.
لا تر اوسه يې ماغزه به کرار ندی چا چې ما سره وهلی سر په سنگ دی
انشاالله
نمايندگان محترم ملت، خانمها و آقايان!
روابط ما با همسايه گان مبتنى بر احترام متقابل، همكارى و حسن همجوارى بوده و روز تا روز توسعه پيدا ميكند.
ما تفاهمنامه هايى را با ايالات متحده امريكا، انگلستان و سازمان ناتو به امضا رسانديم، اين تفاهم نامه ها چارچوب قانونى روابط ستراتيژيك ما را با آنها تعيين مينمايد. همين اكنون ۶۵ نمايندگى كشورهاى خارجى و سازمانهاى بين المللى در كابل حضور دارند و افغانستان در ۶۱ كشور و سازمان بين المللى نمايندگى دارد. افغانستان عضويت همه سازمانهاى معتبر جهانى را دارا بوده و حضورش در سازمانهاى منطقوى روز به روز گسترده ميگردد.
لازم ميدانم درينجا از قربانيهاييكه كشورهاى دوست در امر مبارزه با تروريزم قبولدار شده و فرزندان شان اعم از زن و مرد درين راه زندگى خود را از دست داده اند يادآورى نموده و از آن اظهار قدردانى نمايم.
هموطنان عزيز !
در اوایل امسال در قندهار یک دوشیزه کانادایی زندګی خود را از دست داد، بخاطر تحکیم صلح و بازسازی در افغانستان. در زمان که من به کانادا سفر داشتمفامیل های آنهاییکه زندګی خود را در افغانستان از دست داده بودند با صدراعظم شان یکجا به ملاقات من آمدند، من نمیدانستم که به آنها چی بگویم، که آیا این دوشیزه کانادایی را افغانها به قتل رسانیده است یا دشمنان افغانستان. ولی خوشبختانه که به آنها واضح بود ومیدانستند که مردم افغانستان خواهان صلح، ارامش و بازسازی کشو رخود هستند.
همچنان در امریکا یک خانمی رادیدم که باهفت اولاد خود از هفت ساله تا 22 ساله و 23 ساله درخدمت افغانستان بود، اولاد خود را به امریکا برده بود و خودش در پکتیکا د ر سرک کار میکرد دو در اینجا در حال سرک سازی زخمی شده بود. برما مردم افغانستان است که آنهایکه در این خاک برای تقویت ما، کمک ما، بازسازی ما ، حفظ استقلال ما، حفظ تمامیت ارضی ما به کمک به اقتصاد و زندگی این خاک آمده اند مشکور باشیم.
سال تقنينيآينده مسووليت هاى خطيري را درمقابل همۀ ما قرارميدهد. مبارزه با تروريزم ، بسيج كليه امكانات ملي و بين المللي براى خاتمه بخشيدن به مداخلات خارجي، مبارزه قاطع با كشت و قاچاق مواد مخدر ، تلاش براى تحكيم ارگانهاى دولت، تحكيم حاكميت قانون همه مسايلي هستند كه از ما مسووليت پذيري و جديت بيشتر ميطلبند. من يقين كامل دارم كه ارگان هاى دولت جمهوري اسلامي افغانستان در برابر آرزوها و آرمان هاى بر حق باشنده گان اين سرزمين دوشادوش يكديگر در يك كارزار گسترده تلاش خواهند كرد .
از خداوند بزرگ ميخواهم تا اين سال تقنيني را سال پيروزي هاي بيشتر براى مردم افغانستان، سال رسيدن به صلح و ارامش و سال تقويت بيش از پيش وحدت ملي بگرداند.
تل دې وي افغانستان
پاینده باد مردم افغانستان
ومن الله توفيق