صفحۀ نخست
-------
- زندگينامه - ژوندليك
- ويناوى
- فرامين
- رسمي سفرونه
- جوايز و افتخارات - جايزى او وياړونه
- ارګ (د جمهوري رياست ماڼۍ)
- تماس با رئيس جمهور - له ولسمشر سره اړيكه
- مطبوعاتي اعلاميې
- آرشيف اخبار
- اونيز كنفرانسونه
- تماس با سخنگو - له وياند سره اړيكه
- اساسي قانون
- شوراى ملي
- د شورا كاري بهير
- كابينه
- رياستونه
- كميسيون ها - كميسيونونه
- سياسي نمايندگۍ
- وزارتونه
- موسسات دولتي
 
 
په ويب سايت كې لټونه
 
 
ملى سرود
   
كه چيرى د دى مخ په ليدو كې ستونزه لرئ مهرباني وكړئ دلته كليك كړئ او د پښتو توري نقل يا ډاونلوډ كړئ
دجلالتمآب  حامد كرزي ژوند ليك
د چاپ وړ نسخني دپاره دلته كليك كړۍ
د چاپ وړ نسخه

حامد كرزي  دعبدالاحد كرزي زوي  اودخيرمحمد خان لمسى  د۱۳۳۶هجري لمريز كال دقوس  په ۹نيټه  چې د۱۹۵۷ميلادي كال ددسامبر د ۲۴ سره برابره ده دكندهار ښارته نژدي دكرز په كلي كې زيږيدلى دى .

دحامد كرزي  محترم نيكه  دافغانستان داستقلال  په جګړه اوله هغه وروسته  هڅو اومبارزو كې  لويه ونډه لرلي  اودڅه وخت لپاره يي دافغانستان دمشرانو ( اعيانو )  دمجلس  دمرستيال په توګه هم  دنده ترسره كړيده. 

عبدالاحد كرزي دحامد كرزي پلار دپوپل زايي  قوم  او د هيواد د سياسي  مشرانو له ډلي څخه شميرل كيږي  چې دميلادي سنې په شپيتمه لسيزه كې  دافغانستان په شوراكې دمرستيال په توګه په دنده بوخت  و.

كله چې عبدالاحد كرزي  دپارلما ن  غړيتوب ترلاسه كړ دخپلې  كورني سره  كابل  ته  لاړ  هغه وخت حامد كرزي  دمحمود هوتكي لومړني ښوونځي  ، سيد جمال الدين افغاني  اووروسته بيا د حبيبيې  عالي ليسي ته  شامل شو .

هغه دحبيبې دليسي څخه  دفارغيدو  وروسته په ۱۹۷۶ ميلادي كال  كي دنوروزده كړو لپاره هندوستان ته لاړ  اودهغه هيواد د سملې په پوهنتون كې يي دنړيوالو اړيكو اوسياسي علومو په څانګه كي خپلي زده كړي پيل كړي .

حامد كرزي  په دغه څانګه كې  دماستري درجه ترلاسه كړه او په ۱۳۶۲هجري لمريز كال كي چې د۱۹۸۳ ميلادي كال سره سمون خوري له هند نه پاكستان  ته ستون شو  اودشوروي له يرغل نه دهيواد دژغورني په خاطر دمجاهدينو له ليكو سره يو ځاي شو  اوپه جهاد او مبارزه  يي پيل وكړ . 

حامد كرزي په ۱۳۶۴ هجري لمريز كال چې د۱۹۸۵ ميلادي كال سره برابر دي  دژورناليزم په څانګه كې ديوي اموزشي دوري لپاره فرانسي ته لاړ  دفرانسي د  ( ليل  ) په ښار كي ددغه دري مياشتني كورس  په بشپړيدو سره پيښور ته ستون شو  اودپروفيسور صبعت الله مجددي په مشري دملي نجات دجبهي دتنطيم  داطلاعاتو داداري دامر اوبيا وروسته ددغه تنطيم دسياسي دفتر دمعاون په توګه په  دنده بوخت شو  . 

حامد كرزي دمجاهدينو دلنډمهالي  حكومت  په رامنځته كيدوسره په  ۱۹۸۹ كال كي ددغه لنډمهالي حكومت دريس  دبهرنيو اړيكو ددفتر درياست دنده پرغاړه واخيسته . 

حامد كرزي په افغانستان كې دمجاهدينو دحكومت دتاسيس نه وروسته په ۱۳۷۱هجري لمريز كال كې چې د۱۹۹۲ميلادي كال سره سمون خوري دافغانستان دبهرنيو چارو د وزارت دسياسي معين په توګه په دنده  وګومارل شو . 

دوه كاله وروسته هغه مهال چې دجهادي ډلو ترمنځ دواك دترلاسه كولو په خاطر خپلمنځي جګړي په كابل  كي  توندي شو ي  حامد كرزي  دولتي څوكي  پريښوده اودلويي جرګي  دجوړيدو لپاره يي خپلي هڅي پيل كړي  . 

ديادولووړ ده  كله چې  په افغانستان كې دشخړو حل په ټپه دريده  حامد كرزي به دشخړو دحل يوازني لار  دلويي جرګي جوړيدل ګڼل  له همدي امله هغه د۱۹۸۶ ميلادي كال څخه  دلنډمهالي اداري ترراتګ پوري  دافغانستان دعنعنوي لويو جرګو پر جوړيدو باندي ټينګار كاوه  اوهغه يي دافغانستا ن دژغورني لپاره يو حياتي اصل ګاڼه . 

په ۱۳۷۹هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ميلادي كال سره سمون خوري  دحامد كرزي پلار چې دپاكستان دكويټي په ښار كي يي استوګنه درلوده دطالبانو دترهګري ډلي اودهغوي دبهرنيو ملاتړو په وسيله ترور شو .

ښاغلي حامد كرزي دخپلو مبارزو په دوام د۲۰۰۱ميلادي كال داكتوبر په لومړيو كي دخپلو دريو تنو همفكرو ملګرو سره دارزګان ولايت ته دخلكو دپاڅولو اويووالي لپاره لاړ اودطالبانو درژيم ترنسكوريدو پوري يي دافغانستان په مركزي ولاياتو كي خپلو مبارزو ته دوام وركړ .

حامد كرزي د۲۰۰۱ميلادي كال ددسامبر په ۵ نيټه دالمان دبن دغونډي دګډون كوونكو له لوري  دلنډمهالي اداري دريس په توګه وټاكل شو اودهماغه كال ددسامبر په ۲۲نيټه  يي دكابيني له غړو سره يو ځاي دوفاداري لوړه ترسره كړه .

ښاغلي حامد كرزي  د۲۰۰۲ميلادي كال دجون په ۱۳نيټه دبيړني لويي جرګي  دغړو له  خوا دافغانستان داسلامي انتقالي دولت درئيس  په توګه  وټاكل شو .

ښاغلي كرزي په ۲۰۰۲ ميلادي كال دسملې له  پوهنتون څخه  افتخاري دوكتورا ترلاسه اوپه ۲۰۰۳كال كي يي دازادي جايزه د۲۰۰۴كال په اپريل كي يي دنړي دبرياليو ولسمشرانو جايزه د ۲۰۰۴ كال په جولاي كي يي دفلادلفيادازادي جايزه  اود ۲۰۰۶ كال په نوامبركي چې د۱۳۸۵هجري لمريز كال دعقرب  دمياشتي سره سمون خوري  داندرا ګاندي دسولي، پرمختيا او بى وسلى كولو جايزه ترلاسه كړي ده .

ښاغلي كرزي  شپږ  وروڼه اويوه خورلري  .

ښاغلي كرزي په ۱۳۷۸هجري لمريز كال ددلوي په مياشت كي له آغلي  دوكتور زينت قريشي سره واده كړي  . 

ښاغلي كرزي دآس دسپرلي  له ورزش  اوپياده ګرزيدو سره زياته علاقه  لري  ، هغه يو خداي پرست اومتدين  شخص دى  .ٰ 

ښاغلي  كرزي  په پښتو ،دري ،انګليسي اواردو ژبو ډير ښه  ژغيږي ، دكتاب د مطالعي اودتلويزيون دخبري اوعلمي پروګرامونوسره مينه لري  .

More

-

ملى دفاع
- نړيوال امنيت او پوليسى
- د غير قانونى وسله والو ډلو ماتول
- د ماينونو له منځه وړل
More

-

شوراى ملى
- عدالت و حاكميت قانون
- امور مذهبى
- اصلاحات ادارى
- حقوق بشر
More
  زيربنا او طبيعى منابع
سړكونه، هوايى ترانسپورت
.............
  كرهنه او د كلو پراختيا
اوبه لگول
.............
  اقتصادى اداره او د خصوصى سكتور پراختيا
.............
More
  معارف
تعليمات ابتدايى الى عالى
.............
  صحت و تغذى
شفاخانه ها و نيروى بشرى
.............
  حفاظت اجتماعى
زنان آسيب پذير و پناهندگان
.............
More
  ښځو ته صلاحيت وركول
برابرۍ، ښوونه، ملى ساتنه
.............
  د نشه يى توكو سره مبارزه
د ترياكو له منځه وړل
.............
  همكارى منطقوى
عضويت در سازمان ها
.............
  مبارزه با فساد ادارى
تحقيق، شايسته سالارى
.............
  كنترول آلودگى محيطى
ادارۀ حمايت محيط زيست
.............
 

©۲۰۰۶ دفتر رئيس جمهور

د تخنيكى مرستو، تبصرو او خپلو نظريو لپاره مهرباني وكړۍ په دى پته اړيكى ټينگى كړۍ webmaster@afghanistangov.org