دسمنګانو ولایت یو شمېر دیني عالمانواومخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه یزې ستونزې بیان کړې.
په هغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، لومړی مولوي عید محمد او مولوي عبدالستار دنوروپه استازیتوب خبرې وکړې، دسمنګانو ولایت درهبرۍ هیات له کړنو څخه دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې یې دپوهنې،روغتیا، او سرک په برخوکې خپلې سیمه یزې ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس ته بیان او دسمنګانو په ولایت کې داوبو او بریښنا دبندونو دجوړولو، دولایت او ولسوالیو ترمنځ دغزیدلو سرکونو دقیرکوکولو ، ددغه ولایت دښاري پراختیا او له دوهمې درجې څخه لومړۍ درجې ته دروی دو آب ولسوالۍ دلوړولو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس دسمنګانو ولایت له علماوو او مخورو سره دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه، ددوې ستونزې او غوښتنې یې وارزولې، وې ویل: خوشحاله یم چې ددغه ولایت رهبري هیات دخپل ولس په خدمت کې دی او خپلې ملي او هېوادنۍ دندې په ښه ډول تر سره کړي او ترسره کوي یې او ستاسو رضایت یې ترلاسه کړی دی.
حامدکرزي زیاته کړه: داوبواوانرژۍ وزارت د اولس میلیونو ډالرو په ارزښت داوبو او بریښنا دبندونو دجوړولو او ددولت نورو اړوندو وزارتونو دسمنګانو په ولایت کې د بیارغاونې، په سرکونو باندې دقیر اچوولو او په نورو بیلابیلو برخو کې اوږد مهالي او لنډ مهالي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي چې عملي شي