دملت دبابا دمرینی له امله دجمهوررئیس په نامه دبیلا بیلو هیوادونو  دولسمشرانو لخوا دخواخوژی او داد گیرنی پیغامونه رارسیدلی دی . د1386 کال دزمري ۹ مه دسې شنبې ورځ
 
دملت دبابا خدای بخښلي اعلیحضرت محمد ظاهردمړینې له امله دافغانستان داسلامي جمهوریت، دولسمشر حامدکرزي، دبابا دکورنۍ او دټول افغان ملت په نامه دچین، جنوبي کوریا، تاجکستان، ازبکستان اود قزاقستان هېوادونو دولسمشرانو، دایټالیا هېواد دلومړي وزیر اودجاپان هېواد دلیبرال دموکرات ګوند دکمیټې درئیس لخوا په جلا جلا توګه دخواخوږۍ اوډاډګیرنې پیغامونه رارسیدلي دي.

په پیغامونو کې، له اوږدې جګړې وروسته دیو نوي او پرمخ تللي افغانستان دبنسټ په ایښودلو، دسولې او دډموکراسۍ په اعاده کولو کې داعلیحضرت محمد ظاهر رول مهم ګڼل شوی او له هغه څخه دیو پیاوړي لار ښود په توګه یادونه شوې، ویل شوي دي، دافغانستان پخوانی پادشاه یو داسې ستر شخصیت و چې دافغانستان د پرمختګ، دافغان ملت دقومونو ترمنځ دملي یووالي دټینګښت او دنړۍ له هېوادونو سره یې ددوستانه اړیکو دټینګښت په لاره کې خپل تاریخي رول په ښه توګه تر سره کړی او دنړیوالو ټولنو په منځ کې له ستر باور څخه برخمن و.

دده ستر شخصیت او نه هیریدونکي خدمتونه به تر ډیره دافغانستان او نړۍ دخلکو په خاطرو کې پاتې شي.

موږ په دغه ستر غم کې له افغان ملت سره ځان شریک ګڼو، اعلیحضرت محمد ظاهر ته دلوی خدای له درباره فردوس جنت، کورنۍ او ټول افغان ملت ته دجمیل صبر هیله کوو.