په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوروله ترهګرۍ سره دمبارزې، دسیمې اودافغانستان دامنیتي حالاتو، دهند او افغانستان ترمنځ ددوستانه اړیکو دلاپراختیا اوله افغانستان سره دهغه هېواد دمرستو ددوام په اړه خبرې اترې وکړې.
حامدکرزي دافغانستان له خلکو سره په بیلابیلو برخوکې دهند هېواد له مرستوڅخه مننه وکړه او ددغه هېواد دمرستو او همکاریو پردوام باندې یې ټینګار وکړ.
دهندوستان دملی امنیت سلاکار په بیلابیلوبرخوکې دافغانستان دخلکو او دولت له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او له افغانستان سره یې دخپل هېواد دمرستو او همکاریو ددوام ډاډ ورکړ .
همداراز ښاغلي ډاکتر نارینن دافغانستان دبهرنیو چارو له وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او دملي امنیت له سلاکار ډاکتر زلمي رسول سره په جلا جلا توګه وکتل او دعلاقې وړ موضوع ګانو په اړه یې خبرې اترې وکړې.