دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي نن غرمه دامریکا دمتحده ایالاتو دپارلمان له ریسې نانسي پیلوسي سره دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو دافغانستان اوسیمې دامنیتي حالت، له تروریزم او نیشه یی توکو سره دمبارزې او له افغانستان سره دامریکا دخلکو او دولت دمرستو ددوام په اړه خبرې اترې وکړې.
جمهوررئیس دافغانستان له خلکو سره دامریکا دخلکو اودولت دلس اعشاریه شپږ میلیاردو ډالرونوې ژمنې او په تیرو پنځو کلونو کې دافغانستان له خلکو سره د تروریزم په له منځه وړلو، دسولې اوثبات په ټینګښت او ددموکراسۍ په پرمختک کې ددغه هېواد له مرستو څخه مننه وکړه، وې ویل: افغانستان په تیرو پنځو کلونو کې دسولې اوثبات په ټینګښت، بیارغاونې، اقتصادي ودې، پوهنې، روغتیایی او ټول ګټو خدمتونو په برخو کې دکتنې وړ پرمختګونه کړي دي دافغانستان خلک دامریکا او نړیوالې ټولنې دغو مرستو ته دقدر په سترګه ګورې او هغه به هیڅکله هېرې نه کړي.
حامد کرزي له تروریزم سره په ګټورې مبارزې ټینګار وکړ، وې ویل: تروریزم دبشریت ګډ دښمن دی ددغې منفي پدیدې په وړاندې دمبارزې په موخه دافغانستان له خلکو سره دامریکا دمتحده ایالاتو دهمکارۍ دوام له خاص اهمیت څخه برخورداره ده .
جمهوررئیس وویل: دافغانستان خلک خوشحاله دي چې اوس نړیواله ټولنه له تروریزم سره په مبارزه کې په څرګنده خبرې کوي.
حامد کرزي دنیشه یی توکو په وړاندې دافغانستان ددولت اجراات یاد کړل، وې ویل: په افغانستان کې دنیشه یی توکو شتون یوه ستره ستونزه ده، دولت ددغې ستونزې دله منځه وړلو لپاره کلک هوډ کړی.
حامد کرزي، دسیمې او افغانستان دامنیت او ثبات او همداراز دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسیمه یز امن دجوړیدونکو جرګو په اړه دامریکا پارلماني پلاوي ته معلومات ورکړل، وې ویل: موږ له خپلو ګاونډیانو سره دسوله یز ګډ ژوند غوښتونکي یو،په افغانستان کې دسولې اوثبات ټینګښت او ددغه هېواد پرمختګ زموږ دګاونډیو هېوادونو په ګټه دی چې هغوې باید د سیمې په ثبات کې له افغانستان سره صادقانه مرسته او همکاري وکړي.
جمهوررئیس همداراز دقانون دپلي کولو، په عدلي او قضایی ادارو کې دسمون او له اداري فساد سره دمبارزې په اړه معلومات څرګند کړل او دغه بهیریی مثبت وارزاوه.
حامد کرزي، په افغانستان کې دپوهنې بهیر ته اشاره وکړه وې ویل: په هېواد کې دپوهنې حالت دښه والي په حال کې دي دنجونو او هلکانو په شمول دهېواد په کچه ښوونځي پرانستي دي خو دډیورند کرښې ته څېرمه ولایتونو کې دترهګرو او دافغانستان دخلکو ددښمنانو لخوا ښوونځي سوزول کیږي او ددې هېواد بچیان ویرول کیږي چې ښوونځیو ته لاړ نه شي.
په دغه کتنه کې دمشرانو جرګې رئیس پرو فیسور حضرت صبغت الله مجددي، دولسې جرګې رئیس محمد یونس قانوني، استاد سیاف او دملي شورا ددواړو مجلسونو یوشمېر غړو دافغانستان له خلکو سره دامریکا دخلکو اودولت مرستې وستایلې وې ویل: دامریکا خلکو په دوومهمو پړاوونو کې دافغانستان له خلکو سره مرسته او همکاري کړي چې لومړنی پړاو یې دوخت دشوروي اتحاد دیرغل په وړاندې دافغانستان دخلکو دبرحقه جهاد ملاتړ او دویم یې دتروریزم په وړاندې دګډې مبارزې ملاتړ دی، دافغانستان خلک هیله لري چې دغه ملاتړ په سیمه او نړۍ کې دتروریزم تربشپړې له منځه وړنې پورې دوام ومومي.
دامریکا دکانګریس رئیسې په افغانستان کې دشویو پرمختګونو او ددغه هېواد په سیاسي ژوندانه کې دښځو دفعال ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او هغه یې دیوه اولس واک نظام دستنو په ټینګښت کې مهم او ارزښتناک وباله.
دې دحامد کرزي خردمندانه رهبري وستایله او دده په مشرۍ یې دتروریزم په وړاندې دمبارزې، دبیارغاونې دبهیر او له پراختیایی پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او ډاډ یی څرګند کړه چې دامریکا خلک به ترهغه وخته پورې دافغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې دا هېواد ورته اړتیا ولري.