
دسمنګانو ولایت دبیلابیلو ولسوالیو یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو دافغانستان داسلامي جمهوریت، له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ددغه ولایت دخلکو د یو شمېر ستونزو دلرې کولو پخاطر له ولسمشر او اړوندو دولتي چارواکو څخه مننه کړه.
په دې کتنه کې چې نن غرمه دولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شوه، لومړی مولوي محمد یادګار دنورو په استازیتوب خبرې وکړې، دافغانستان داسلامي دولت له وګړنیزې کړنلارې څخه دملاتړ په ترڅ کې یې دهېواد له ولسمشر حامد کرزي او هغو اړوندو دولتي چارواکو څخه چې دسمنګانو ولایت دخلکو دیو شمېر سیمه یزو ستونزو دحل په لاره کې یې پر وخت اقدام کړی، مننه وکړه، د بیا رغاونې دبهیر په پرمخ بیولو او دامنیت په ټینګښت کې یې له دولت سره دخپلې همکارۍ ژمنې یو ځل بیا نوې کړې.
همداراز دسمنګانو ولایت دخلکو استازو په دغه کتنه کې خپلې یو شمېر نورې سیمه یزې ستونزې او غوښتنې له ولسمشر سره مطرح او دحل په لاره کې یې ددولت دپاملرنې غوښتنه وکړه.
دهېواد ولسمشر دسمنګانو ولایت دبیلابیلو ولسوالیو له دیني عالمانو، مشرانو او مخورو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده کړه، ددوې ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او دحل پخاطر یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.