دملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړي استازي ته، ولشمر د علامه سید جمال الدین افغان عالي دولتي نښان ورکړ. د1386 لمریز کال دجدي ۷ مه
 

7Jadi86_Medal4Tom_L.jpgدافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي، نن دیو لړمراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړي استازي او دیو ناما رئیس ښاغلي ټام کونیکس ته دعلامه سید جمال الدین  افغان عالي دولتي نښان ورکړ.

دعلامه سید جمال الدین افغان عالي دولتي نښان، نوموړي ته دهغو غوره خدمتونو پخاطر ورکړل شو چې دهېواد دبیا رغاونې او بشري ستونزو دکمولو لپاره یې دنړیوالو مرستو دجلبولو، په هېواد کې دنړیوالې ټولنې داړوندو ادارو دچارو دهمغږۍ او څارلو، په لندن کې دافغانستان دموافقه لیک او دهېواد دسیاسي ثبات دټینګښت په لاره کې له دولتي چارواکو سره هر اړخیزې مرستې کړې او داړوندو دندو په ترسره کولو کې یې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلي دي.