دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي، نن مازیګر دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی ښاغلی کا ایدي دګلخانې په ماڼۍ کې خپل حضورته ومانه.
په دغه کتنه کې دواړو لورو دافغانستان لپاره دامریکا په شمول دمرسته کوونکو هېوادونو لخوا دنه اتیا زره میتریکو ټنو خوراکي موادو دلیږدولو او ویش، دافغانستان ددولت لخوا دپنځوس میلیونو ډالرو په ارزښت دخوراکي موادو دپیرودلو او دپاریس دکنفرانس په اړه خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.
دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي دافغانستان په اړه دپاریس دکنفرانس له جوړیدو،دمرستوکونکوهېوادونولخوادخوراکي موادو له لیږدولو اوویش څخه خپل ملا تړ اعلان اودافغانستان ددولت له لوري دخوراکی موادو د پیرودلو کار ته یې هرکلی ووایه.
ده، دنړیوالې ټولنې په استازیتوب ددغو خوراکي مواودو دلیږدولو په لارو چارو کې دآسانتیاوو دبرابرولوپه خاطر چمتوالی څرګند او دهمکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.