دملت دبابا اعلیحضرت محمد ظاهر دفاتحې مراسم نن دولسمشر حامد کرزي او دکابل ښاریانو په پراخ ګډون سره دکابل ښار دعیدګاه په جامع جومات کې تر سره شول.
په دغو مراسمو کې دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي، دجمهوري ریاست مرستیالانو، داولسي جرګې رئیس محمد یونس قانوني ،قاضي القضات او دسترې محکمې رئیس پوهاند عبدالسلام عظیمي، دکابینې غړو، دملي شورا او سترې محکمې غړو،جهادي رهبرانو، لوی څارنوال،کابل ښاروال، دعلماوو شورا رئیس مولوي فضل هادي شینواري، مارشال محمد قسیم فهیم، دملي امنیت لوی رئیس امرالله صالح، لوړ پوړو دولتي چارواکو، دوسله وال پوځ جنرالانواوافسرانو، علمي اوفرهنګي شخصیتونو، دمعلولینو او معیوبینواستازو، دښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو، دروغتونونو ډاکترانو، علماوو او روحانیونو، داهل هنودو او بیلابیلو اقشارو او اصنافواستازو، په کابل کې داسلامي هېوادونو سفیرانو، دقومونو مشرانو، مخورو، ملي سوداګرو، دکابل ګڼ شمېر ښاریانواو دمرحوم مینه والوګډون کړی وو.
دفاتحې برخه والو دملت د بابا پاک روح ته دعا وکړه اود مرحوم دکورنۍ غړو ته یې دخپلې ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
دغه مراسم چې دسهار په نهو بجو پیل شوې و دغرمې د۱۲ بجو په شاو خواکې پایته ورسیدل.
همداراز دهېواد په ولایتونو او په بهرنیو هېوادونو کې دافغانستان په سفارتخانو او سیاسي نماینده ګیوګې هم دفاتحې مراسم ترسره او دملت دبابا اعلیحضرت محمد ظاهر پاک روح ته دعا وشوه.