
دکندهار ولایت د اڅکزو د یو والي ټولنې غړو، دافغانستان داسلامي جمهوریت له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې په د غه ولایت کې دامنیتي حالت دښه والي پخاطرخپل ځانګړي وړاندیزونه مطرح کړل.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه دولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شوه، حاجي نیاز محمد سرحدي، محمد عیسی خان، انجنیر عبدالحی نعمتي او فدا محمد خان دنورو په استازیتوب خبرې وکړې، دامنیتي حالت د ښه والي پخاطر یې خپل ځانګړي وړاندیزونه مطرح او له خپل لوری یې دامنیت په ټینګښت کې له امنیتي ارګانونو سره دهمکارۍ ډاډ ورکړ.
وینا والو د ډاډ من امنیت په رامنځته کولو کې دجګړې ځپلو سیمو د انډولیزې ودې، دامنیتي ځواکونو پیاوړتیا، سمبالښت او دناټو له ځواکونو سره د هغوې بشپړه همغږي ګټوره وبلله او په عملي کولو باندې یې ټینګار وکړ.
ولسمشر داڅکزو دیووالي دټولنې له غړو سره دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه، دهغوې ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل وې ویل: دافغانستان اسلامي دولت په هېواد کې د ډاډ من امنیت دټینګښت لپاره شپه او ورځ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي، دهېواد د امنیتي ځواکونو په لا پیاوړتیا او سمبالښت کار کوي، تر څو په افغانستان کې بشپړ امنیت رامنځته شي.
دهېواد ولسمشر، له امنیتي ارګانونو سره دامنیت په ټینګښت کې داڅکزو دیووالي ټولنې همکاري وستایله وې ویل: دولس له همکارۍ پرته دبشپړ امنیت راوستل نا شونی کار دی.
همدا راز د د غې غونډې په ترڅ کې د هېواد د ولسمشر لخوا دملي امنیت د تحقیق رئیس جنرال کمال الدین د شرف الدین زوی ته چې هېواد ته دسولې او امنیت په راوستلو کې یې دخپلې کورنۍ یو شمېر غړي له لاسه ورکړي، په میړانه او زړورتوب یې د هېواد د دښمنانو او تروریستي شبکو په ځپلو کې له ځانه وړتیا او اتلولي ښودلې ده، دغازي امیر امان الله خان عالي دولتي نشان او لومړی درجه ستاین لیک ورکړ شو.