حامدكرزي د ژيړي او پنجوايي ولسواليو او دكونړ ولايت دماڼوگي ولسوالي د پيښو دشهيدانو له وارثانو سره وكتل .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدكرزي نن سهار دكندهار ولايت د ژيړي او پنجوايي ولسواليو او دكونړ ولايت دماڼو ګي ولسوالي د پيښو دشهيدانو له وارثانو سره په مفصله كتنه كي له دوي سره دمرستي په ترڅ كي د ټپيانو د درملني د څرنگوالي او ددوي ستونزو ته درسيدو په خاطر خبري وكړي .
په دي كتنه كي چي د حج او اوقافو وزير پوهاند نعمت الله شهراني د افغانستان د عالمانو دسراسري شورا رئيس قضاوت پوه فضل هادي شينواري او دكونړ او كندهار د ولايتونو واليانو هم برخه درلوده لومړي دچارو د اداري او د وزيرانو شورا ددارالانشا لوي رئيس فاروق وردگ د كندهار او كونړ دولايتونو د پيښو له پاتي كسانو سره د مرستو په اړوند دجمهوري رياست فرمانونه ولوستل .
ورپسي د هيواد جمهور رئيس ددغو پيښو له امله له هر يوه زيانمن شوي سره خبري وكړي او دشهيدانو او ټپيانو په شمير باندي يي ځان خبر كړ .
ولس مشر له زيانمن شويو سره له خبرو وروسته چارواكو ته لارښوونه وكړه چي له دوي سره سملاسي مرستي وكړي .
د هيواد جمهور رئيس دغه راز د حج او اوقافو وزارت ته دنده وسپارله چي دبيت الله شريف د حج د اداكولو په خاطر د زيانمن شويو افرادو د استولو زمينه هم برابره كړي .
ولس مشر دغه راز لارښوونه وكړه چي ددغو بمباريو له امله د څارويو د تلفاتو او مالي تاوانونو د څيړني كميسيون جوړ او د تاوانونو دجبيره كولو په خاطر دي اقدام وشي .
د هيواد جمهور رئيس لارښوونه وكړه چي ددغوپيښو هغه شمير ټپيان چي درملنه يي په افغانستان كى امكان نه لري له هيواد څخه بهر ته دي واستول شي .
په دي كتنه كي د دپيښو يو تن زيانمن شوي بسم الله خان د نورو په استازيتوب ددغو پيښو د قربانيانو او زيانمن شويو له كورنيو سره د هيواد دجمهور رئيس دغم شريكي او خواخوإي له امله مننه وكړه .