
په دغه کتنه کې چې نن دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه، دنیمروز ولایت دخلکو په استازیتوب ددغه ولایت دولایتي شورا رئیس حاجي محمد صدیق او یو شمېرنورو خبرې وکړې او دافغانستان داسلامي دولت لخوایې دسیمه یز امن جرګې دجوړیدو له نوښت څخه خپل ملاتړ اعلان او د هغې جوړول یې دسیمې دامنیت او ټیکاو په راوستلو کې ګټور وبلل.
دوې همداراز د عامې روغتیا ، سړکونو او داوبو دبندونو په برخه کې خپلې سیمه یزې ستونزې ولسمشر ته وړاندې او دنیمروز ولایت دکمال خان او خاشرود دبندونو د بیا رغاونې دکار دچټکتیا، دعمراني او پراختیایی پروژو دترلاس لاندې نیولو، دامنیتي ځواکونو دپیاوړتیا او په دولتي دندو باندې دنیمروز ولایت دمسلکي او په کار پوه کادرونو دګمارلو غوښتنه وکړه.
ویناوالو له ولسمشر څخه وغوښتل چې دایران په هېواد کې له افغان کډوالو څخه دهغوې دپاتې شویو ملکیتونو او پانګې دترلاسه کولو په اړوند چې په دې ورستیو وختونو کې دهغه هېواد دچارواکو لخوا په جبري توګه را شړل شوي دي، په ایران کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دسفارت له لارې په اقدام لاس پورې شي.
ولسمشر دنیمروز ولایت له عالمانو او مخورو سره دلیدو له امله خوښي څرګنده کړه، دهغوې ستونزې او غوښتنې یې واوریدې وې ویل: دافغانستان اسلامي دولت په بیلابیلو برخو کې دبیا رغاونې بهیر پیل کړي او دغه بهیر په لنډ مهاله او اوږدمهاله توګه روان دی، چې په بشپړیدو سره به یې دافغانستان خلکو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.
حامد کرزي دنیمروز په ولایت کې دبیارغاونې بهیرته د اشارې په ترڅ کې وویل: دکمال خان دبند او دلشکري دنهر دبیا رغاونې کار په ښه توګه روان دی ، خو ددغه بند او نهر او په ټولیزه توګه دبیارغاونې دکار له څرنګوالي څخه څارنه دولایتي شوراګانو دنده ده چې وخت په وخت هغه وڅارې،د موجودو ستونزو او دکار دښه والي په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له دولتي چارواکو سره شریک کړي.
ولسمشر، دغونډې په پای کې د سرحدونو او قبایلو،عامې روغتیا، سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو وزیرانو اودکورنیو چارو اودکلیو دپراختیا وزارتونو معینانو ته چې په غونډه کې حاضر و، لارښوونه وکړه چې دنیمروز ولایت دخلکو دموجودو ستونزو او غوښتنو په حل کولو کې لازم اقدام وکړي.