دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت مرستیال ریچاردباوچر، نن ماښام دافغانستان داسلامي جمهوریت، له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دخپل هېواد دمرستو ددوام ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي باوچر، په افغانستان کې دناټو ځواکونو په اډانه کې دامریکا دمتحده ایالاتو دهغو ۳۲۰۰ تنو سرتیرو زیاتوالی چې لا له وړاندې یې اعلان شوی دی ، دافغانستان دامنیتي او اقتصادي چارو دلاښه والي او پرمختګ په لاره کې دامریکا دخلکو اوحکومت ددوامدارې ژمنې بیلګه وبلله او دافغانستان له خلکو سره یې دخپل هېواد ددوامدارو مرستو او همکاریو ددوام ډاډ یې څرګند کړ.
دهېواد جمهوررئیس، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دامریکا دخلکو او حکومت دمرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.
همداراز په دغه کتنه کې دواړو لورو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې دافغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره دمتصورو لاسته راوړنو او ننګونو په اړه بحث او دنظر تبادله وکړه، دوې په دې آند وو چې ۲۰۰۸ میلادي کال به په بیلابیلو برخو کې دافغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره دسترو لاسته راوړنو کال وي.
ددغې کتنې په پای کې ددواړو لورو لخوا دترهګرۍ په وړاندې دګډې او دوامدارۍ مبارزې ژمنه یو ځل بیا اعلان او نوې شوه.