جمهوررئیس، دننگرهار، بلخ او فاریاب والیانو ته دوزیر محمد اکبر خان دولتی مدالونه ورکرل- د۱۳۸۶ لمریزکال ددلوې ۳۰ مه

 

دافغانستان داسلامی جمهوریت، ولسمشرحامد کرزي، نن له غرمې مخکې دیو لړ مراسمو په ترڅ کې دننګرهار، بلخ او فاریاب والیانو او دهلمند ولایت دمرستیال شهید حاجي پیر محمد خان کورنۍ ته دغازي وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډالونه ورکړل.

 دغازي وزیر محمد اکبرخان دغه عالي دولتي مډالونه دننګرهار والي ښاغلي محمد شفیق ( ګل آغاشېر زي)، دبلخ والي ښاغلي عطا محمد(نور) او دفاریاب والي ښاغلي عبدالحق( شفق) ته په اړوندو ولایتونو کې دبیارغانې دچارو دترسره کولو، دنیشه یي توکو دکښت، پروسس، قاچاقو او ترافیک دمخنیوي، دسولې او امن دټینګښت، دډایاک دبهیر دپلي کولو او له ملت سره ددولت دښو او نیکو اړیکو دساتلو او په صداقت، اخلاص او ریښتینولۍ سره ددندو دترسره کولو پخاطر ورکړل شول.

دهلمند ولایت مرستیال شهید پیرمحمد خان چې دیو تروریستي برید په ترڅ کې دلښکر ګاه ښار په جامع جومات کې دلمانځه د اداکولو پرمهال شهیدشو، هغه خپلې دندې په ښه وجه او په پوره ریښتنولۍ سرته رسولې دي، له دې امله دارواښاد له کورنۍ سره دخواخوږۍ او غمشریکۍ پخاطر دنوموړي کورنۍ ته دیادګار په توګه دهېواد دنومیالي اتل غازي وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډال او سل زره افغانۍ ورکړل شوې.

په دغو مراسمو کې چې دکابینې یو شمېر غړو هم ګډون کړی و، ولسمشر ورته لارښوونه وکړه چې داوبو او انرژۍ دوزیر محمد اسماعیل خان په مشرۍ غونډه وکړي او دننګرهار دوالي لخوا دبیارغاونې او عمراني پروژو(۲۶ ) پیشنهاد شوي موارد وارزوي او په اړه یې تصمیم ونیسي.