ولسمشر، دناټو له سکرتر جنرال سره وکتل. د۱۳۸۶ لمریز کال دقوس لومړۍ
 

2qawos86_Nato_L.jpgدافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي دناټو له سکرترجنرال یاپ دهوپ شیفر سره له کتنې وروسته په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې برخه واخیسته .

حامد کرزي په دغه خبرې غونډه کې ښاغلي شیفرته دښه راغلاست په ترڅ کې وویل: موږ په خپله ننۍ کتنه کې دافغانستان او سیمې دامنیتي حالت، په افغانستان کې دبیارغاونې دبهیر دڅرنګوالي او ددغه هېواد دامنیتي ارګانونو دحالت دښه والي په اړه ګټورې خبرې اترې وکړې.

دناټو سکرتر جنرال ښاغلي شیفر له ولسمشر حامد کرزي سره خپلې خبرې ګټورې وبللې، وې ویل: ثبات لرونکی او پرمخ تللی افغانستان دناټو او دهغه دملاتړو ستر هدف دی او موږ په دې لاره کې ژمن یو، هڅه کوو چې افغانستان لا نور هم پرمختګ وکړي.

شیفر وویل: ناټو دنړیوالې ټولنې دیو جز په توګه په افغانستان کې په خپل پوځي شتون سره دافغاني ټولنې ارزښتونو او اصولو ته په درنښت دنړیوالې ټولنې دارزښتونو دفاع او ساتنه کوي.

ده وویل: موږ هڅه کوو چې دافغانستان دخلکو او ټولو همکارو ملتونو اعتماد او باور ترلاسه کړو.

افغانستان په بیلا بیلو برخو کې ستر پرمختګونه کړي او موږ دنورو پرمختګونو اوبریاوو هیله ورته لرو.

دناټو سکرتر جنرال دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ناټو دافغانستان له امنیتي ځواکونو سره دهغوې دښوونې او روزنې اوسمبالتیا په برخوکې خپلو همکاریوته دوام ورکوي ، دپوځي تجهیزاتو اود هلکپتر الوتکو مرسته هم ورسره کوي.

شیفر وویل: دافغانستان ټول ګاونډي هېوادونه باید داخبره درک کړي چې باثباته او پرمخ تللی افغانستان دټولو په ګټه دی، هیڅ څوک باید ددې هېواد دبې ثباتۍ په فکر کې ونه اوسي.

دناټو سکرتر جنرال دسنلیس شورا هغه رپوټ چې ګویا دافغانستان ډيره برخه خاوره دطالبانو په لاس کې ده، رد کړ، وې ویل: دناټو ځواکونه له طالبانو سره په مخامخه جګړه کې دي او طالبان ددې توان نه لري چې دافغانستان پراخې سیمې ترخپلې سلطې لاندې راولي.

حامد کرزي دسینلس دشورا درپوټ په اړه وویل: که ددغې شورا په رپوټ دپاکستان په خاوره کې دتروریستانو دپټنځایونو په اړه څه ویل شوي وي، داهغه مسله ده چې موږ دڅو کلونو راپدیخوا له خپلو پاکستاني ورونو او نړیوالې ټولنې سره په خبرو اخته یو او دامن جرګه مو هم په همدې اړه جوړه کړې وه چې دتروریزم پرخلاف دمبارزې غوره لاره پیدا کړو.

حامد کرزي وویل: موږ په پاکستان کې دتاوتریخوالي او افراطیت د ودې شاهدان و، اوس د دغه تاوتریخوالي لمن له جنوبي اوشمالي وزیرستان څخه سوات ته پراخه شوې ده، په زرګونو خلک له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي، په زرګونو زده کوونکي په ځانګړي ډول نجونې دعلم له زده کړې څخه محرومې شوې دي چې دغه حالت داندښنې وړ دی.

ولسمشر وویل:که دسنلیس شورا ريوټ په غیرپوځیانو، قومي مشرانو، روغتیایی کارکوونکو، ښوونځیو او کلنیکونو باندې دبرید په اړه وي، واقعیت دی ځکه چې له شک پرته دډیورند دکرښې ددواړو لورو اوسیدونکي له دغه حالت څخه ځوریرږي.

خلک دتروریستانو او افراطیونو له لاسه وژل کیږي، دښوونځی زده کوونکي ګواښل کیږي او ښوونځي یې سوزول کیږي.

حامد کرزي وویل: داتیازرو په شاوخواکې زده کوونکي په سوات کې دعلم دزده کړې له نعمت څخه محروم شوي دي، دطالبانو لخوا بریدونه دافغانستان په جنوب او له ډیورند ها خوا دپښتنو پرخلاف روان دي. ددغه حالت پای ته رسول دافغانستان، پاکستان او دنړیوالې ټولنې زیاته پاملرنه غواړي.

دهېواد ولسمشر، دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: زمادتیرې اوونۍ خبرې یوازې دافغانستان دحکومت چارواکو ته نه، بلکې دهېواد سیاسي رهبرۍ ته چې په هغه کې دګوندونو او تنظیمونو مشران، دملي شورا او دحکومت لوړپوړي غړي هم راځي، متوجې وې. چې موږ ټول دطالبانو او القاعدې پرخلاف دنړیوالې ټولنې دخوځنده حرکت له مخې هېواد ته راستانه او دافغانستان خلکو دخپلې مهربانۍ له مخې موږ ته ددې چانس راکړ چې حکومت ، ملي شورا او سیاسي ګوندونه جوړ کړو، دنړیوالې ټولنې له مرستو څخه دافغانستان دخلکو دنیکمرغۍ او هوساینې په لاره کې ګټه واخلو، خو یو شمېر کسانو یا دناپوهۍ او یا هم دماجرا جویۍ له مخې داسې حالت رامنځته کړ چې دافغانستان دخلکو دپریشانۍ سبب کیږي او په بعضو حالاتو کې دافغانستان دښه راتلونکي په اړه هیلې کمزورې کوي.

موږ ټول باید له دغه فرصت څخه چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته کوي، ددې هېواد دخلکو په ګټه استفاده وکړو او پرې نه ږدو چې دغه موقع مو له لاسه ووزي.

حامد کرزي وویل: دولت په دې بوخت دی په کومو ځایونو کې چې اصلاحاتو او سمون ته اړتیا لیدل کیږي، هلته به سمون او اصلاحات رامنځته شي.