دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي  دپولنډ هېواد ددفاع له وزیر ښاغلي الکساندر سیزګلو سره وکتل. د۱۳۸۶ کال دجوزا ۲ مه
 
2jawza86_dmofpolandpre_L.jpgپه دغه کتنه کې چې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه ، دواړو لورو دامنیتي حالت او له افغانستان سره دپولنډ هېواد دمرستو او همکاریو ددوام  په اړه خبرې اترې وکړې.

ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره دپولنډ هېواد دمرستو او همکاریو له امله مننه وکړه وې ویل:  دافغانستان خلک خوشحاله دي چې دپولنډ خلک زموږ په هېواد کې دامنیت دټینګښت لپاره دخپلو بچیانو په را استولوسره په دغه مهم کار کې دافغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

حامد کرزي وویل: افغانان، دامنیت د ټینګښت په برخه کې دپولنډ هېواد مرستو او همکاریو ته دقدر په سترګه ګوري اوددغو همکاریو په دوام او ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوستانه اړیکو په لاپراختیا باندې ټینګار کوي.

دپولنډ هېواد ددفاع وزیر په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه، وې ویل چې د هېواد امنیتي ځواکونه یې دافغانستان دملي اردو له ځواکونو سره په همغږۍ کې دسولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو سوله ساتو فعالیتونو ته دوام ورکوي چې همدا اوس ددغو ځواکونو یو شمېر دغزني او پکتیکا په ولایتونو کې په امنیتي دندو بوخت دي.

ښاغلي الکساندر سیزګلو وویل، پولنډ دافغانستان دملي اردو دپیاوړتیا او سمبالولو لپاره خپلې مرستې او همکارۍ جاري ساتي او په پام کې لرو چې دافغانستان له ملي پولیسو سره دهمکارۍ په موخه دخپل هېواد یو شمېر افسران راواستو ترڅو افغان پولیس غښتلې او په ښه توګه مهمې امنیتي دندې تر سره کړي.

ده وویل چې  همداراز مو دافغانستان د هوایي ځواکونو دپوځي چورلکو دترمیم پخاطر دانجینرانو یو ټیم استولی چې په دې برخه کې له دغو ځواکونو سره همکاري وکړي.

دپولنډ ددفاع وزیر وویل: پولنډیان خوشحاله دي چې دافغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، له همدې امله دپولند ولسمشر غواړي په یو مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.

ولسمشر حامد کرزي دافغان پولیسو په مسلکي روزنه او همکارۍ کې دپولنډ ونډه اخیستنه وستایله او له ښاغلي الکساندر سیز ګلو څخه یې وغوښتل چې د ده سلامونه او نیکې هیلې دپولنډ ولسمشر او صدراعظم ته ورسوي.

 حامد کرزي، افغانستان ته دپولنډ دولسمشر دراتګ له امله خوښي څرګنده کړه وې ویل: افغانان دخپل دغه دروند میلمه راتګ ته هرکلی او ښه راغلاست وایي.

دیادولو وړده چې افغانستان ته دپولنډ ددفاع دوزیر دسفر په ترڅ کې دافغانستان او پولند ددفاع وزارتونو ترمنځ یوه ګډه اعلامیه لاس لیک شوې چې دهغې له مخې پولنډ دافغانستان دملي دفاع له وزارت سره په وړیا ډول دوسلو او تجهیزاتو مرسته کوي.

اوس مهال دپولنډ هېواد کابو یو زرو دوه سوه تنه عسکر دناټو ځواکونو په اډانه کې په افغانستان کې دسوله ساتنې په دندو بوخت دي.