ولسمشر دایټالیا له صدراعظم سره وکتل. د۱۳۸۶ لمریز کال دجدي ۲مه
 

دایټالیا هېواد صدراعظم رومانو پرودي، دافغانستان داسلامي جمهوریت، له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې دافغانستان له خلکو سره دخپل هېواد داوږد مهالو مرستو ددوام ډاډ څرګند کړ.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې دجمهوري ریاست په ارګ کې ترسره شوه، دسیمې دحالاتو، دافغانستان دلاس ته راوړنو، پرمختګونو، دکډوالو دبیرته راستنولو، دروغتیایې خدمتونو دپراختیا او په ښوونځیو کې دماشومانو دشمولیت دکچې دلوړتیا په اړوند خبرې اترې وشوې.

په دغه کتنه کې دهېواد جمهوررئیس په افغانستان کې دبهرنیو پانګه والو پانګې اچونې ته اشاره وکړه، وې ویل: په افغانستان کې وروستي پرمختګونه ددې سبب شوي چې کورني او بهرني پانګه وال په دغه هېواد کې پانګه واچوي او له هغو فرصتونو او لازمو آسانتیاوو څخه ګټه واخلي چې دافغانستان دولت دسوداګرۍ او پانګې اچونې په برخه کې رامنځته کړي دي.

حامد کرزي دمیس عینک کان دبیلګې په توګه یاد کړ چې ددرې میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت یې له یوه چینایي شرکت سره داستخراج تړون لاس لیک شوی دی .

دغه کان دنړۍ دمیسو له سترو کانونو څخه ګڼل کیږي چې په استخراج سره به یې دافغانستان داقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

جمهوررئیس، دښاغلي رومانو پرودي له لارې دایټالیا هېواد پانګه وال وهڅول چې دانرژۍ دتولید او دکانونو داستخراج په برخه کې په افغانستان کې پانګه واچوي او له دې لارې ګټه ترلاسه کړي.

ایټالیا له افغانستان سره دنړۍ له سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه شمېرل کیږي چې په عدلي او قضایي سکټور کې یې کلیدي او رهبري کوونکی رول لوبولی او دعدلي او قضایي بنسټونو دپیاوړتیا او له افغانستان سره یې دنړۍ دمرسته کوونکو هېوادونو دمرستو دانسجام په برخه کې غوره خدمتونه ترسره کړي دي چې ولسمشر ددغه هېواد له فعال رول څخه مننه وکړه.

دیادونې وړ ده چې ایټالیا په افغانستان کې دناټو ځواکونو په اډانه کې د دوه زروپنځه سوه تنو په شاوخواکې عسکر لري چې په هېواد کې دامنیت دټینګښت او دبیارغاونې په چارو بوخت دي.

ښاغلی رومانو پرودي او ملګری پلاوی یې نن دهرات ولایت ته لاړ او په هغه ولایت کې یې له ولایاتي چاروکو اودایټالیاهېواد دولایتي بیا رغاونې دټیم له پرسونل سره وکتل.