
په هغو مراسمو کې چې د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼۍ کې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د چارو د لوی ریاست مرستیال صادق مدبر د نشانونو د ورکولو په اړه د جمهوري ریاست فرمان ولوست او ویې ویل: د هیواد دوو تنو نومیالیو او قلم په لاس ژورنالیستانو هر یوه عبدالحق واله چې شاعر، لیکوال او د کابل ټایمز د ورځپاڼې رییس وو او عبدالحمید مبارز یوسفزی چې لیکوال، پیاوړی خبریال، څیړونکی او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پخواني مرستیال وو د تقدیر له کبله هغوی ته د سیدجمال الدین عالي دولتي نښانونه منظور شوي دي.
وروسته له هغه د هیواد جمهور رئیس حامد کرزي د خبرنګارۍ په ډګر کې دغو دوو تنو مخکښانو ته نښانه ورکړل.
د سیدجمال الدین د عالي دولتي نښان د لاسته راړولو وروسته عبدالحمید مبارز خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د علامه سیدجمال الدین افغان د نښان راکول د ځان لپاره ستر ویاړ ګڼم ځکه چې سیدجمال الدین افغان په سیمه کې د کلتور او سیاست د نوښت په لاره کې ډیر لوی لوی خدمتونه سر ته رسولي دي.
په دغه مراسمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالکریم خرم هم حاضر وو، د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس فاضل سنچارکي د هیواد له ولسمشر څخه د هیواد د کلتور او ژورنالیزم د ډګر له دوو تنو سابقه لرونکو ژورنالیستانو څخه د تقدیر او تمجید له کبله مننه وکړه او ویې ویل: ښاغلي عبدالحق واله او جناب عبدالحمید مبارز د افغانستان د ژورنالیزم ژوندي تاریخونه دي او که فکر وکړو چې د افغانستان ژورنالیزم ۱۳۰ کلن دی، نو ښاغلي واله او ښاغلي مبارز د د دې شمیرې نیمايي عمر وخت د ژورنالیزم په دنده کې تیر کړی دی، مبارزه یې کړې او قلم یې چلولی دی.
ښاغلي سنچارکي هیله څرګنده کړه چې دغه نیک او ښکلی اقدام به په راتلونکي کې د یوه حسنه سنت په توګه دوام کوي او په آینده کې به هم د هیواد لوړپوړي چارواکي د خپلو قلموالو او ژورنالیستانو تقدیر وکړي.
نوموړي همدارنګه د هیواد له جمهور رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د زمري د میاشتې په ۲۸ نیټه چې د افغانستان د خپلواکۍ د جشن ورځ ده، د هیواد د خبریالانو او نومیالیو لیکوالو تقدیر دې وکړي.