دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي، نن غرمه دناټو سازمان د سکرتر جنرال له مرستیال ښاغلي الیسندرو مینوتو ریزو او ددغه سازمان له پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه ، دواړو لورو دافغانستان او سیمې دامنیتي حالت، دترهګرۍ او نیشه یی توکو پرضد دمبارزې، دبیارغاونې دبهیر، دموجودو ننګونو او له افغانستان سره دناټو سازمان دغړو هېوادونو دمرستو او همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
ولسمشر حامد کرزي دناټو سازمان پلاوي ته دښه راغلاست دویلو په ترڅ کې له افغانستان سره ددغه سازمان دمرستو او همکاریو له امله مننه وکړه وې ویل: خوشحاله یو چې دافغانستان دخلکو هغه غښتلي دوستان او ملګري چې په افغانستان کې دامنیت دټینګښت لپاره دخپلو بچیانو په استولو، دبیا رغاونې دبهیر او دعمراني او پراختیایی پروژو تطبیق ته دزمینې په برابرولو سره دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړ دي، افغانستان ته راځي او یو ځل بیا دافغانستان له خلکو سره دخپلو مرستو او همکاریو ددوام ژمنې نوې کوي.
حامد کرزي وویل: افغانان دافغانستان له بیارغاونې او له تروریزم سره په مبارزه کې دنړیوالې ټولنې او ناټو سازمان مرستو او همکاریو ته دقدر په سترګه ګوري او اوددغو همکاریو په دوام باندې ټینګار کوي.
ولسمشر، دناټو سازمان پلاوي ته په افغانستان کې دموجودو واقعیتونو او عمومي حالت په اړه معلومات ورکړل وې ویل: په څو تیرو کلونو کې دافغانستان خلکو په بیلابیلو برخو کې دنړیوالې ټولنې په همکارۍ دکتنې وړ پرمختګونه کړي دي، دډموکراسۍ بهیر او دبیان آزادي دپیاوړتیا په حال کې ده، د هغه حلقوي سړک کار چې افغانستان سره نښلوي دبشپړیدو په حال کې دی، سږ کال په هېواد کې اقتصادي وده دولس فیصده تخمین شوې ده، دافغانانو په ژوند کې ژور مثبت اقتصادي بدلونونه رامنځته شوي چې دغه کار، هغوې په خپلې نیکمرغه راتلونکي باندې ډاډمن کړي دي.
ولسمشر وویل: په افغانستان کې دبیا رغاونې بهیر په ښه ډول روان دی خو په تیرو درې لسیزو کې په دغه هېواد کې دورانۍ کچه دومره لوړ ده چې ددغه بهیر دبشپړولو لپاره اوږد مهال او پراخو امکاناتو ته اړتیا ده.
حامد کرزي وویل: له دغو ټولو پرمختګونو سره سره بیاهم دترهګرۍ او نیشه یی توکو په وړاندې دمبارې په لاره کې یو شمیر ننګونې په مخ کې شته چې دافغانستان نړیوال دوستان او ملګري باید په دې برخه او دملي اردو او ملي پولیسو دپیاوړتیا او سمبالولو او ددغه هېواد دنورو ملي بنسټونو دظرفیتونو په لوړولو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
ولسمشر زیاته کړه: که څه هم دملي اردو او ملي پولیسو دروزلو او جزب بهیر په ښه ډول روان دی او دافغانستان خلک ددغې اردو پرسونل ته چې او س یی شمېر۴۶ زرو ته رسیدلی دی داحترام په سترګه ګوري او درناوی کوي، خوبیاهم دنړیوالې ټولنې مرستې او پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.
دناټو سازمان دسکرتر جنرال مرستیال او ددغه سازمان پلاوي چې دافغانستان له بیلا بیلو سیمو څخه یی افغانستان ته د خپل اوسني سفر کې په ترڅ کې کتنه درلوده، په څو تیرو کلونو کې یې په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه.
دناټو سازمان پلاوي، دامنیت او بیارغاونې په برخو کې دافغانستان له خلکو سره دناټو سازمان دمرستو او همکاریو ددوام ډاډ څرګند کړ، وې ویل: ددغه سازمان ټول غړي هېوادونه له افغانستان سره دخپيلو مرستو دوام ته ژمن دي.
دوې ددغه ټکي په بیان سره چې دامنیت له ټینګښت پرته په افغانستان کې دبیارغاونې دبهیر بشپړ پرمخ بیول ناشوني دي، وویل، دناټوسازمان ځواکونه دترهګرۍ په وړاندې خپلې هوډمنې مبارزې ته دوام ورکوي ترڅو په افغانستان کې د ډاډوړ فضا رامنځته او دبیا رغاونې بهیر هغسې چې لازمه ده پرمخ لاړشي او افغانان په خپل ژوند کې دپرمختګ او سوکالۍ احساس وکړي..
پلاوي وویل چې دافغانستان دملي اردو دروزلو او سمبالولو لپاره به دناټو سازمان خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي ترڅو دافغانستان ملي اردو په خپل ځان متکي او دمهمو امنیتي دندو داجراکولو په لاره کې په خپل ځان کې ددغه کار دترسره کولو ځواکمني پیدا کړي.
له ولسمشر سره له کتنې وروسته، دڼاتو سازمان دسکرتر جنرال مرستیال او دافغانستان ددفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ په یوه خبرې غونډه کې ګډون وکړ او دکورنیو او بهرنیو ژورنالیستانو پو ښتنو ته یې ځوابونه وویل.
ښاغلي الیسندرو مینوتو ریزو دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: دناټو سازمان ځواکونه بشپړ چمتوالی لري چې دترهګرو هرډول بریدونوته کلک ځوابونه ووایی.
ده زیاته کړه چې دناټو سازمان په افغانستان کې ډیر ځواکونه لري چې اوس ددغه هېواد له وضعیت او دترهګرو دبریدونو له څرنګوالي سره په بشپړه توګه بلدتیا لري او دا کار به ددوې له بریالیتوب سره مرسته وکړي.