دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهور رئیس حامد کرزِي، نن سهار دجاپان هېواد دبهرنیو چارو وزارت له مرستیال ماساکازو سیکي جوچي، سره دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو دافغانستان اوجاپان دمناسباتو، دسیمې دامنیتي حالت، له تروریزم سره دمبارزې، د ډیورند دکرښې دواړو غاړو ته دسیمه ایز امن دجرګو دجوړولواو په هند کې دسیمه ایزې اقتصادي همکارۍ دکنفرانس په اړه، بحث او خبرې اترې وکړې.
دجاپان دبهرنیو چارو وزارت مرستیال، ددغه هېواد دنوي صدراعظم ښاغلي کیزو ابي، نیکې هیلې او سلامونه دیو لیک په ترڅ کې جمهور رئیس ته ورسول، وې ویل: که څه هم په جاپان کې دحکومت مشرتابه بدلون کړی خو دافغانستان په اړه به ددغه هېواد په پالیسۍ کې کوم بدلون رامنځته نه شي بلکه، دجاپان خلک به دهغو تاریخي او دوستانه اړیکو په پام کې نیولو سره چې دافغانستان له خلکو سره یې لري، په افغانستان کې دسولې او ټیکاو د لاټینګښت او پراختیا اود اقتصادي ودې لپاره په بیلا بیلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
دجاپان دبهرنیو چارو وزارت مرستیال، دتروریزم په وړاندې مبارزه کې دافغانستان ددولت هڅې وستایلې، له هغو څخه یې د خپل هېواد د ملاتړد اعلان په ترڅ کې دډیورند دکرښې دواړو غاړو ته دامن دجرګو جوړول دامن په راوستلو کې ګټور حرکت وباله،ډاډ یې څرګند کړ چې جاپان، دافغانستان دخلکو دنیکمرغه راتلونکي، دامن دپراختیا او داقتصادي ودې لپاره دخپلو همکاریو دوام ته ژمن دی.
په دغه کتنه کې، جمهور رئیس حامد کرزي، له ښاغلي ماساکازو سیکي جوچي، څخه په افغانستان کې د ډی دي آر او ډایاک دپروګرام په تطبیق ، دسیمه ایزې اقتصادي همکارۍ په کنفرانس کې د هغه هېواد داستازي دګډون، دکابل دنړیوال هوایې ډګر دترمینل جوړول چې ددغه هېواد په مالي مرسته ترسره کیږي او په هېواد کې دبیا رغاونې اودامنیت په ټینګښت کې ددغه هېواد له مرستوڅخه مننه وکړه.
په دغه کتنه کې دبهرنیو چارو وزیر داکتر رنګین دادفر سپنتا او دملي امنیت په چارو کې دجمهور رئیس سلا کار زلمي رسول هم ګډون کړی و.