ولسمشر دمیرمن بوټو پرخلاف تروریستي برید وغنده .د۱۳۸۶ کال دمیزان۲۷ مه
 

دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي دپاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو پرضد تروریستي برید په کلکه وغانده.

حامد کرزي چې نن یې دجمهوري ریاست په مقر کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې له خبریالانو سره خبرې کولې، دپاکستان دکراچۍ په ښارکې ددغه هېواد دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو پر ضد د هغه تروریستي برید عاملین په کلکه وغندل چې له امله یې له سلو څخه زیات خلک ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

دغه تروریستي برید تیره شپه هغه وخت ترسره شو چې دپاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو دسپرلۍ موټر او دهغې دبدرګه کوونکو کاروان ددې دهغو سلګونوزرو تنو هرکلي کوونکو او مینه والو له منځ څخه چې دکراچې له هوایی ډګر څڅه ددغه ښار ترغزیدلو واټونو پورې راټول شوي و.

جمهوررئیس کرزي وویل: دغه تروریستي برید نه یوازې دمیرمن بوټو، بلکې دپاکستان دخلکو او ددغه هېواد دپرمختګ او دټولې اسلامي نړۍ دسولې او امن پرخلاف برید و.

حامد کرزي، دمیرمن بوټو پرضد دغه ډارن تروریستي برید دافغانستان دخلکو په استازیتوب په کلکه وغانده او ډاډ یې څرګند کړ چې دا ډول بریدونه به ددې باعث نه شي چې میرمن بوټو، دهغې همکاران، دپاکستان حکومت او خلک دتروریزم په وړاندې له مبارزې لاس واخلي.

جمهوررئیس وویل: بې نظیر بوټو، یوه باجراءته او هدف لرونکي میرمن ده چې په سیمه کې به دسولې او امن دټینګښت او دتروریزم پرضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

حامد کرزي په پاکستان کې دورستیو بدلونو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: موږ په تیرو پنځو کلونو کې نړیوالې ټولنې او دپاکستان حکومت ته په ښکاره ډول دورورۍ او صداقت په فضا کې داخبره بربنډه کړیده چې ترڅو دتروریزم پرخلاف مبارزه، رښتینې او صادقانه نه شي دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان به په اورکې سوزیږي چې سرحد به یې نړۍ ته هم ورسیږي، چې اوس دهرې ورځې په تیریدو سره زموږ دادعا دغه حقیقت ثابتیږي .

خو زموږ هیله داده چې دتروریزم په وړاندې زموږ ګډه مبارزه او په سیمه کې دوروګلوۍ، یووالي او اتفاق لپاره هڅې لا پیاوړې شي.

دهېواد جمهوررئیس داهم په ډاګه کړه چې ترهګري نه دافغانستان په کلیو او بانډو او نه دپاکستان په قبایلي سیمو کې ریښې لري، دتروریزم پرضد مبارزه به هله بریالۍ وي چې هغه ځای په نخښه شي، چیرته چې ترهګر روزل کیږي، تمویلیږي، مفکوره او نفرت ورزده کول کیږي.