دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامدکرزي، پرون شپه دترکیې هېواد له ولسمشر ښاغلي احمد نجدت سیزر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغو ټیلیفوني خبروکې ښاغلي حامد کرزي دافغانستان او پاکستان ترمنځ دخبرو اترو پخاطر ددوست هېواد ترکیې دانقرې دغونډې دکوربه توب او په بیلا بیلو برخوکې له افغانستان سره دهغه هېواد دمرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.
ولسمشر په دغو ټیلیفوني خبروکې خپل ترکي سیال ته دافغانستان او پاکستان داسلامي جمهوریت ترمنځ دامن دګډې جرګې دبریالۍ جوړیدو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل: دا جرګه چې له دواړو خواوو څخه د۷۰۰ تنو غړو په ګډون جوړه شوه، په خپل ډول کې یوازینې تاریخي جرګه ده چې دخلکو تر منځ یې دخبرو اترو لاره پرانیستله.
ولسمشر وویل: دجرګې برخه والو، تروریزم، دواړو هېوادونو او سیمې ته ګواښ وباله، ټینګار یې وکړ چې دتروریزم پر خلاف دې په افغانستان او پاکستان کې پراخه مبارزه وشي.
جرګې همداراز ددواړو هېوادونو له لوریو څخه یوه پنځوس نفري جرګه ګۍ وګمارله چې دامن دګډې جرګې دپریکړو او سپارښتنو دڅارنې او پلې کولو لپاره منظمې ناستې او غونډې جوړې کړي.
په مقابل کې دترکیې هېواد ولسمشر ښاغلي احمد نجدت سیزر، په بریالیتوب سره دامن دګډې جرګې دجوړیدو له امله خوښي څرګنده کړه، د امن د ګډې جرګې دواړو لوریو او ټول افغان ملت ته یې د لاسترو بریالیتوبونو هیله وکړه.
دیو بل خیر له مخې دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشر حامد کرزي پرون شپه د عربي متحده اماراتو ددولت له رئیس ښاغلي شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغو ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر، دعربي متحده اماراتو ددولت رئیس ته دافغانستان او پاکستان ترمنځ دامن دګډې جرګې دجوړیدو په اړه معلومات ورکړل، دسیمه یز امن په ټینګښت کې یې د دغې جرګې رول ګټور وباله او هیله یې وکړه چې ددغې جرګې پریکړې به په افغانستان او پاکستان کې دسوکالۍ او اقتصادي ودې زمینې برابرې کړي.
دعربي متحده اماراتو ددولت رئیس هم هیله وکړه چې دغه جرګه د یو اسلامي او افغاني غوره دود په توګه د موجودو ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي او ددواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ دباور او ښه نیت فضا رامنځته کړي.