جمهوررئیس دناټو له اعلی قوماندان سره وکتل-د۱۳۸۵ کال دقوس ۲۶ مه

 
جمهورریس دناټو له اعلی قوماندان سره وکتلدافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامدکرزي، نن ماښام دناټو دپوځونو له اعلی قوماندان جنرال بینتزکرا دووک سره دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو دناټو دځواکونو لخوا په افغانستان کې دامنیت دټینګښت او بیا رغاونې دبهیر دګړندي کولو په اړوند خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.

دناټو دځواکونو قوماندان وویل: موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې دسولې او ټیکاو درامنځته کولو د هڅو دګړندي کولو ترڅنګ دافغانستان له ملي اردو سره مرسته وکړو ترڅو هغه په خپل ځان متکي او وکولی شي دهېواد په کچه امنیتي دندې په ښه توګه ترسره کړي.

ده زیاته کړه: دافغانستان په جګړې ځپلو سیمو کې دبیا رغاونې، عمراني پروژو او خلکو ته دکار  دزمینې برابرول دافغانستان د دولت او دنړیوالې ټولنې دکار په لومړیتوب کې قرار لري چې دهغې په تطبیق سره به دسیمې خلکو ته په ټولنیزو خدمتونو باندې دلاس بري او اسنتیاوو زمینه برابره شي، چې ناټو په دې اړه ددغه ستر خدمت ترسره کولو ته چمتو ده.

په دغه کتنه کې دملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ او دملي امنیت په چارو کې دجمهوررئیس سلاکار ډاکتر زلمي رسول هم ګډون کړی وو.