جمهوررئیس دملي شورا له یو شمېر ښځینه وکیلانو سره وکتل-د۱۳۸۵کال دقوس ۲۶ مه

 

جمهورریس دملي شورا له یوشمېر ښځینه وکیلانو سره وکتلدافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامدکرزي، نن غرمه دملي شورا له یوشمېر ښځینه وکیلانو سره دجمهوري ریاست په مقر کې وکتل.

په دغه کتنه کې سایمې خوګیاڼۍ، شینکۍ کړوخیل، راحلې سلیم او حوا علم نورستانۍ دنورو په استازیتوب دښځو دژوندانه دحالت دڅرنګوالي او دهغوې په وړاندې دپرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې وې ویل: دبن له پریکړې او په هېواد کې له وروستیو مٍثبتو بدلونونوڅخه پنځه کاله تیریږي چې په هېواد کې په بیلابیلو برخوکې دسترو بریالیتوبونو او لاس ته راوړنو ترڅنګ یو هم داساسي قانون تصویب دی چې په هغه کې دښځو اونارینه وو حقوقو یوخیل او برابر تسجیل شوي دي، مګر دهغه د بشپړ تطبیق په لاره کې لا ستونزې او خنډونه پراته دي.

دوې وویل: دهېواد په ملي شوراکې دښځودکتنې وړشتون سره سره لا تر اوسه دښځو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې هغسې چې لازمه ده ښه والی نه دی رامنځته شوی، اقتصادي فقر، بیکاري او په روغتیایې خدمتونو باندې نه لاس بری هغه ستونزې دي چې دهېواد ښځې ورسره لاس او ګریوان دي، په سیاسي چاروکې په سمبولیکه بڼه دښځو درول ښودل هم هغه مسایل دي چې دوامدارې او اوږدې مبارزې ته اړتیا لري.

دوې زیاته کړه: په اجرایه او مقننه قواوو کې دښځو دفعال ګډون سره سره په قضایې ادارو کې دښځو حضور په پام کې نه دی نیول شوی، ددې لپاره چې په قضایې ادارو کې دښځو په اړوند

حقوقي مسایل په هر اړخیزه توګه وڅیړل شي او دعدالت اصل تامین شی، وړاندیزکووچې په ستره محکمه کې ددندې دترسره کولو په موخه دې یوه په کار پوه ښځینه قاضي دباور دراې دترلاسه کولو لپار ولسي جرګې ته معرفي، دښاروالیو دریسانو، دوزارتونو دمعینانو، دسیمه یز امن دجرګې دکمیسیون دغړیو او دجمهوررئیس دسلاکارانو په تو ګه دې دتجربې او مسلک خاوندې میرمنې په دندو وګمارل شي.

جمهوررئیس دهغوې ستونزې او غوښتنې واوریدې وې ویل: دافغانستان خلک په اجرایه او مقننه قواوو کې دښځو له ګډون څخه خوښ او دهغوې ملاتړ کوي، دولت هم دښځو دحقوقو دتامین لپاره دکتنې وړکارونه کړي دي، د وزارت، معینیت، ولایت، ریاست او د سفارتونود څوکیو په سطحه یې میرمنې په دندو ګمارلې دي.

خو ستاسو دوړاندیزونو په رڼا کې به په قضایې ادارو، دوزارتونو په معینیتونو، د سیمه یزامن  دجرګې په کمیسیون او دجمهوررئیس دسلاکارانو په توګه دمیرمنو په دنده ګمارلو کې به له لازم غور اودقت وروسته اجراات ترسره شي.