د افغانستان د اسلامي جمهوريت، جمهور رئيس حامد كرزى د روان كال د دلوې په شپږمه د پنجشنبى په شپه د زوى خاوند شو او په هغه يې ميرويس نوم كيښود.
دغه ماشوم چې د كابل د رابعه بلخي په روغتون كې وزيږيد، له نورمال وزن او ښې روغتيا څخه برخمن دى .
حامد كرزي د ۱۳۷۸ هجري لمريز كال د دلوې په مياشت كې له ډاكټرې زينت قريشي سره واده وكړ .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد كرزي د دغه ماشوم له زوكړې څخه خوښي څرگنده او هيله يې وكړه چې لوى خداى دې د ده زوى د افغانستان د خلكو خدمتگار وگرځوي او خلكو ته د خدمت په لاره كې دې ورته برياليتوب ورپه برخه كړي.