پسرلنۍ مشاعره دولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه - د1387 لمریزکال دوري ۲۷ مه

 

دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي په هغه غرمنۍ ملمستیا او پسرلنۍ مشاعره کې ګډون وکړ چې په علمي اوفرهنګي چاروکې دجمهوررئیس دسلاکار وزیر سرڅیړونکي زلمي هېوادمل لخوا، نن دولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

له میلمستیا وروسته ګڼ شمېر شاعرانو دمشاعرې په ترڅ کې په پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، پشه یي، نورستاني او بلوڅي ژبو دپسرلي، ملي یووالي او دهېواد دستاینې په اړه خپل شعرونه ولوستل چې دجمهوررئیس دپاملرنې وړ وګرځیدل.

په دغه غونډه کې دیو نسکو په سازمان کې دافغانستان استازي داکتر ظاهر څرګنده کړه  چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي لومړنی طلایی مډال به دیو نسکو په کنفرانس کې دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ته  فرهنګ او ادب ته ددده دخدمتونو په ویاړ ورکړل شي.