دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس حامد کرزي په مشرۍ داداري فساد پر وړاندې دمبارزې دکمیسیون غونډه نن دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظیمي، دعدلیې وزیر سرور دانش، لوی څارنوال عبدالجبار ثابت،په اقتصادي چاروکې دجمنهوررئیس سلاکار محمد یاسین عثماني، دمالیې وزارت مرستیال وحیدالله شهراني، دچارو دادارې لوی رئیس فاروق وردګ او دمشرانو جرګې دشکایتونو داوریدو دکمیسیون رئیس داکتر زلمي هم ګډون کړی وو، دادارې داصلاح او داداري فساد پرخلاف دستراتیژۍ او طرزالعمل دتطبیق په اړه خبرې وشوې.
تصمیم ونیول شو هغه کمیسیون چې دغه سترایژي یې برابره کړیده، دغه ستراتیژۍ دې خلاصه کړي او له خپلو وړاندیزونو سره یوځای دې دجمهوررئیس دمنظورۍ لپاره وړاندې کړي.
همداراز کمیسیون ته وظیفه وسپارل شوه چې دمطبوعاتي کنفرانسونو له لارې او دخبري او تحلیلي غوندو په ترڅ کې دې دغه ستراتیژي هېوادوالو ته توضیح او بیان کړي.