جمهوررئیس دیوه اپارتمان کلي د اکیدې بابا ته ورکړه-د1385 کال دقوس 25 مه

 

جمهوررئیس دیوه اپارتمان کلي د اکیدې بابا ته ورکړهدافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي، نن سهار دشاداب ظفر دساختماني شرکت دمرسته شوي څلورکوټیز اپارتمان کلي د اکیدې نومې کوچنۍ نجلۍ بابا حاجي عبدالله شاه ته چې دکندهار ولایت دپنجوایې په ولسوالۍ کې دناټو دځواکونو دتروریستي ضد عملیاتو پر مهال معیوبه شوې، ورکړه.

دشاداب ظفر دساختماني شرکت رئیس الحاج محمد یونس مومند له جمهوررئیس سره دکتنې پرمهال چې یوشمیر ملي سوداګر هم حاضرو، دخپلې دغې بشري مرستې لامل د معیوبې اکیدې  لاس نیوی اوله حاجي عبدالله شاه سره چې دناټو دځواکونو دتروریستي ضد عملیاتو پرمهال یې دخپلې کورنۍ شل تنه له لاسه ورکړي دي خواخوږي وبلله.

همداراز په دغه کتنه کې دکام ایر دهوایې شرکت رئیس زمري کامګار څرګنده کړه چې غواړي په خپل شخصي لګښت، شل تنه بې وزلي او مستحق کسان دحج دفریضي داداکولو لپاره بیت الله شریف ته واستوي.

جمهوررئیس، له معیوبو، اړو او بې وزلو کسانو سره دمرستې اولاس نیوي په لاره کې دشاداب ظفر دساختماني شرکت درئیس الحاج محمد یونس مومند اودکام ایر دهوایې شرکت د رئیس زمري کامګار دغه انساني اودیني عمل وستایه او هیله یې وکړه چې دهېواد نورملي سوداګر هم له بې وزلو،اړو او مستحقو کسانو سره دمرستې او لاس نیوي په لاره کې اوچت ګامونه واخلي.