دکاپیسا ولایت دبیلابیلو ولسوالیو یو شمېر عالمانو، مشرانو او دولایتي شورا غړو خپلې سیمه یزې ستونزې او غوښتنې دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې بیان او دحل په اړه یې ځانګړې حل لاره په ګوته کړه.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست په مقر کې ترسره شوه، دکاپیسا ولایت دخلکو په استازیتوب وکیل عنایت الله کوچي اوحاجي ابراهیم دنورو په استازیتوب خبرې وکړې، دافغانستان داسلامی جمهوریت له پروگرامونو څخه دملا تړ دڅرګندولو په ترڅ کې یې دکاپیسا ولایت دتګاب، نجراب او اله سای په ولسوالیو کې دوروستیو نا امنیو دمخنیوي اوددغه ولایت په دولتي ادارو کې دبدلونونو او دکاري همغږۍ درامنځته کولو په خاطر یې خپله ځانګړې طرحه جمهوررئیس ته وړاندې او دحل په اړه یې ددولت دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
همداراز په دغه کتنه کې دکاپیسا خلکودامنیتي ارګانونو لخوا له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ددغه ولایت دیو شمېر بې ګناه نیولو شویو خلکو دخوشي کولو، دالبیروني پوهنتون دودانۍ دبشپړتیا او له جبل سراج څخه دسروبي ترولسوالۍ پورې دحلقوي سړک دجوړیدو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس دکاپیسا ولایت دخلکو ستونزې او غوښتنې واوریدې وې ویل: دولت دتګاب، نجراب او اله سای په ولسوالیو کې دنا امنیو عوامل څیړي او په دغو ولسوالیو کې دډاډمن امنیت دټینګښت په موخه به ډیر ژر ددغه ولایت په اداروکې همغږي او بدلونونه رامنځته شي.
حامد کرزي دکاپیسا ولایت له خلکو وغوښتل چې په دغه ولایت کې دموجودو نا امنیو په له منځه وړلو کې له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي.
دهېواد جمهوررئیس دکاپیسا ولایت دهغو بې ګناه اوسیدونکو دخوشي کولو په اړه چې دامنیتي ارګانونو لخوا له طالبانو سره دتړاو په تور نیول شوي، لوی څارنوال او په نورو بیلابیلو برخو کې ددغه ولایت داوسیدونکو دستونزو او غوښتنو په اړوند دکورنیو چارو، دلوړزده کړو، فواید عامې وزیرانو او دملي امنیت دلوی ریاست مرستیال ته چې په غونډه کې حاضرولازمې لارښوونې وکړې.