ولسمشر، په اروپا کې دناټو ځواکونو له قوماندان سره وکتل. د1386 لمریز کال دجدي25 مه
 

25Jadi86_Nato_L.jpgپه اروپا کې دناټو ځواکونو اعلي قوماندان جنرال، جان کرادوک، نن ماښام دافغانستان داسلامي جمهوریت، له جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل.

ښاغلي جان کرادوک همداراز په افغانستان کې دناټو ځواکونو په اډانه کې دامریکا دمتحده ایالاتو دهغو ۳۲۰۰ تنو سرتیرو دزیاتوالي په اړه چې لا له وړاندې یې اعلان شوی دی ،جمهورریس ته معلومات ورکړل، وې ویل: ددغو سرتیرو یوه ډله به دافغانستان دملي اردو دښوونې او روزنې او سمبالتیا چارې پرمخ بوزي او بله یې محاربوي ډله ده چې دافغانستان دامنیتي ځواکونو دملاتړ په خاطر به دناټو ځواکونو په اډانه کې امنیتي او پوځي چارې ترسره کړي.

دهېواد جمهوررئیس، له افغانستان سره دښاغلي جنرال جان کرادوک دمرستو او په دغه هېواد کې دناټو ځواکونو دماموریت په لاره کې دده دعلاقه مندۍ له امله مننه وکړه.