دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس حامد کرزي په مشرۍ دناقانونه وسله والو ډلو دړنګولو( ډایاک) دپروګرام، نوبتي غونډه، نن له غرمې مخکې دجمهوري ریاست دګلخانې په ما ڼۍ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې دملي دفاع، کورنیو چارو، دکلیو دبیا رغاونې او پراختیا،عدلیې، داطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو، دملي امنیت سلاکار، دنیشه یي توکو پرخلاف دمبارزې وزارت سرپرست، دچارو د ادارې رئیس، دسیمه یزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رئیس، دجاپان، امریکا،کانادا او انګلستان سفیرانو، دیو ناما مرستیال، داروپا یی ټولنې استازي، دیو ان ډي پي استازې او په افغانستان کې دناټو ځواکونو قوماندان جنرال مکنیل ګډون کړی وو، لو مړی دجمهوري ریاست دویم مرستیال او دوسلو د راټولولو اوملکي کولو دکمیسیون د رئیس محمدکریم خلیلي او دجمهوررئیس دسلا کار او ددغه کمیسیون دمرستیال محمد معصوم ستانکزي لخوا په هېواد کې دوسلو د راټولو دپروګرام دپرمختګونو، ننګونو او په دې اړه ددغه کمیسیون د راتلونکو طرحو او پلانونو په هکله غونډې ته رپوټ وړاندې شو.
ښاغلي خلیلي وویل: دډایاک دپروګرام له پیل څخه تر اوسه پورې په ټول هېواد کې ۲۸۵ لوې ناقانونه وسله والې ډلې چې په ټولیزه توګه له ۷۰۰ څخه تر ۹۰۰ پورې کوچنۍ فرعي ډلې پکې دي، ړنګې شوې او دډایاک په پروګرام کې شاملې شوې دي.
د ډایاگ د پروگرام اود اړوندوامنیتی ارگانونو دچارواکو دهلو ځلوپه پایله کې له ۶۳۷۵۰ میلو څخه زیاتې وسلې دډایاک پروګرام ته تسلیم شوې او یا له منځه وړل شوي دي.
۲۷۰۰۰ ټنه نا چاودلې مهمات دډایاک پروژې ته سپارل شوي او یا هم له منځه وړل شوي دي.
دجمهوري ریاست مرستیال او دوسلو دراټولولو او ملکي کولو کمیسیون رئیس زیاته کړه: دوسلو دثبت او راجستر هغه پروګرام چې دکورنیو چارو په وزارت کې پیل شوی دی، تر اوسه پورې یې ۷۰۰۰ میله وسلو ته داستفادې په موخه قانوني کارتونه ویشل شوي دي، تر څو د وسلو پر استعمال ددولت كنترول يقيني کړي .
په غونډه کې په هېواد کې دراټولې شوې وسلې دسمې کارونې دمدیریت دښه والي او په غیرې قانوني توګه دهغې له دوران څخه دمخنیوي دلارو چارو، داکمال شوې او راټولې شوې وسلې لپاره په افغانستان کې دیو ماخذ او یا معلوماتي بانګ دجوړیدو، په ناامنو ولسوالیوکې دپولیسو دریفورم اوپیاوړتیا، داړوندو اداروترمنځ دچارو دیوخیل کولو، دسیمه یزو ادارو دښه والي، دنیشه یي توکو پر وړاندې دمبارزې دپراختیا او دبیا رغاونې دبهیر دچټکوالي په اړوند خبرې اترې او دنظر تبادله وشوه، او ټینګار وشو چې په راتلونکي کال کې باید په دغو برخو کې دلمس وړ پایلې تر لاسه شي.
دهېواد جمهور رئیس، دوسلو درټولولو او ملکي کولو دکمیسیون درئیس درپوټ له اوریدو، په غونډه کې په بیلابیلو مسالو باندې له غور او صلاح مشورې وروسته، دچارو د ښه سمون په خاطر اړوندوچارواکوته دنده وسپارله چې د مطرح شویو مسالو په اړه او دچارو دښه پرمختگ لپاره دې لازم تدبیرونه او عملي لارې چارې و سنجوي.
دغونډې په پای کې دډایاک دپروګرام دعملي کولو په لاره کې د چاپان او نورو هیوادنو د مرستی هرکلی وشو او غوښتنه وشوه چې دبیا رغاونې په چاروکې دچټکتیا په موخه دې دا مرستې نورې هم پراخې او گړندۍ شي.