دافغانستان د اسلامي جمهوریت ، جمهوررئیس حامد کرزي دهېواد د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو دفارغانو ددیپلومونو دویش او د۱۳۸۶ لمریز کال دکانکور دآزموینې دغوره زده کوونکو دستاینې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په هغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې دکابل دطبي پوهنتون په ادیتوریم کې جوړه شوې وه، لومړی دکابل پوهنتون ریس پروفیسور ډاکتر عبدالرحمن اشرف خبرې وکړې وې ویل: لکه څنګه چې تحصیل او دزده کړې ترلاسه کول دهر انسان حق دی همدا ډول دفراغت دسند تر لاسه کول یې هم ددغه حق جز ګڼل کیږي خو له بده مرغه چې په تیرو دریو لسیزو کې دهېواد په یوه ډیره لویه برخه کې دجګړې او تراژیدۍ له امله زموږ ډیر استعداد لرونکي ځوانان دزده کړې او تحصیل له حق څخه بې برخې شول او حتی هغوې ته چې دلوړو زده کړو دترسره کولو زمینه برابره شوې وه ددیپلوم له ترلاسه کولو څخه بې برخې شول.
خو اوس دادی دافغانستان داسلامي دولت دعلمي او فرهنګي سیاست له مخې ددې ویاړ لرو چې زموږ ځوانان له ډیرې مودې او اوږد انتظار وروسته دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس حامد کرزي په لاس دیپلوم ترلاسه کوي چې داکار دهېواد دلوړو زده کړو دموسسو او پوهنتونونو په تاریخ نوې پاڼه پرانیزي.
ده دپوهنې او لوړوزده کړو په برخه کې دجمهورریس له پاملرنې څخه دلوړو زده کړو دموسسو داستادانو په استازیتوب مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دهېواد داړتیاوو او دنړیوالو منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره به دهېواد بچیانو ته دعلم او پوهې په ترلاسه کولو کې له هیڅ ډول هاند او هڅو څخه ډده ونه کړي.
ورپسې دلوړو زده کړو وزیر ډاکتر محمد اعظم دادفر، دهېواد جمهوررئیس، دکابینې او دملي شورا غړو او دغونډې برخه والو ته دښه راغلاست په ترڅ کې وویل: دډیر ویاړ ځای دی چې له ۲۹ کلونو وروسته دلومړي ځل لپاره دلوړو زده کړو دموسسو په فارغانو باندې دیپلومونه ویشل کیږي ترڅوهغوې دخپلې زده کړې له حق او امتیاز څخه ګټه واخلي.
ده زیاته کړه: په تیرو دووکلونوکې زموږ هڅه داوه چې داسې دیپلومونه جوړ کړو چې په هغو کې دتقلب رامنځته کول امکان ونه لري او دکیفیت له پلوه هم ښه وي چې له نیکه مرغه نن دادی دغه دلوړ کیفیت لرونکي دیپلومونه چې په هغه کې دتقلب رامنځته کول ستونزمن کار دی دافغانستان دجمهوررئیس په لاس ویشل کیږي.
ښاغلي دادفر وویل: ددیپلونو دویشلو لړۍ به دوام وکړي او دلوړو زده کړو دموسسو دتیرو اوږدو کلونو هغو فارغانو ته چې دیپلومونه یې نه دي ترلاسه کړي هم وویشل شي.
ده دلوړو زده کړو دچارو دښه والي او پراختیا په کار کې دجمهوررئیس له ملاتړ څخه مننه وکړه وې ویل: زموږ هیله او هڅه داده چې دهېواد ځوان نسل داسې وروزو چې دهېواد اړتیاوې پخپله پوره او افغانستان په خپلو پښو ودروي، او افغانان دنورو له مرستې او احتیاج پرته په سرلوړۍ سره ژوند وکړي.
دادفر زیاته کړه: موږ دلوړو زده کړو یو شمېر قوانین، لایحې او مقررې نوې کړي دي، دطالبانو درژیم له ماتې وروسته موږ په ټول هېواد کې له څلورو څخه تر شپږو زرو تنو پورې محصلین لرل چې په هغو کې یوه نجلۍ هم شامله نه وه خو تیر کال دهېواد په کچه اویا زره تنو زده کوونکو دکانکور په آزموینه کې ګډون کړی و چې دهغو له جملې څخه به په روان ۱۳۸۷ لمریز کال کې له شپیتو زروڅخه زیات محصلین به دهېواد د لوړو او نیمه لوړو زده کړو په موسسو کې جذب شي.
دلوړو زده کړو وزیر وویل: دافغانستان دلوړو زده کړو دموسسواو پوهنتونونو ترڅنګ نهو خصوصي پوهنتونونو ته په هېواد کې دلوړو زده کړو دودې او پراختیا په موخه دفعالیت اجازه ورکړل شوې ده.
دنړۍ له مهمو او معتبرو پوهنتونو سره توامیت پیدا شوی، دنړۍ د ۲۷ هېوادونوله ۷۵ څخه په زیاتو پوهنتونونو کې افغان محصلین په زده کړه بوخت دي چې یوازې په هندوستان کې یې شمېر دوه زره تنو ته رسیږي.
ښاغلي دادفر وویل: کتابتونونه له پخوا زیات سمبال شوې، دانترنیټ سیستم فعال شوی او سږکال زموږ هڅه داده چې له لرې لارې څخه دزده کړې دترلاسه کولو سیستم په کار واچوو تر څو په لرې پرتو سیمو کې زده کوونکي وکولی شي دمرکز داستادانو له پوهې څخه ګټه واخلي.
بیا دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي وینا وکړه وې ویل: دخوښۍ ځای دی چې دیرش کاله وروسته افغانستان ددې توان پیدا کوي چې دخپلو ځوانانو دزده کړې قدر وکړې او په داسې یوه شانداره غونډه کې هغوې ته دیپلوم ورکړي.
خو کاشکې افغانستان دا توان په تیرو دیرشو کلونو کې لرلی وای.
له بده مرغه موږ په تیرو دیرشو کلونو کې دجګړې،دپردیو ددسیسو اودنوروبیلابیلو دلیلونو له مخې نورو ته احتیاج شو چې یو ډول ذهني اسارت یې هم له ځان سره لرلو چې آیا پاکستان زموږ امن او هېواد را جوړ وي او که نه؟. اوس موږ ته یو بل ذهني حالت رامنځته شوی چې له پخواني سره اساسي توپیر لري هغه داچې موږ په خپلو ورځنیو هڅو کې په بهرنیو مرستو تکیه کوو چې انجو دې راشي زموږ سرک، پلونه او پلچکونه دې راته جوړ کړي.
حامد کرزي فارغ محصلین مخاطب کړل وې ویل: زموږ ځوانان نن یوه ستره ملي دنده او مسوولیت په غاړه لري چې افغانستان دنوروله ذهني اسارت څخه خلاص کړي.
جمهورریس وویل: موږ دنړۍ مرستو ته دقدر په سترګو ګورو او هرکلی یې کو، خو موږ باید خپل هېواد په خپله آباد کړو.
حامد کرزي زیاته کړه: دافغانستان ددیرشو کلونو دستونزو حل ستاسو په غاړه دی او دغه دروند پیټی باید تاسو په خپلو اوږو یوسی، تر څو دغه ملت له لوږۍ او دنورو له احتیاج څخه وژغوری، دا کار ستاسو په پوهه او له فراغت څخه وروسته دکار دترلاسه کولو له لارې تر سره کیدی شي.
داچې تاسې نن فارغیږی او دیپلوم تر لاسه کوی ، په دې سره تاسو دژوند یو بل تګ لوری خپلوی او خپل ملت ته مو دکار کولو پړاو پیل کیږي چې هغه ددې هېواد آبادي ده هغه که په دولتي ادارو او یا خصوصي سکټور کې کار کول وي.
حامد کرزي زیاته کړه: دزده کړې چاپیریال باید له ژبني، قومي او سیمه یز تعصب څخه پاک وي ځکه ځوانان په فطري لحاظ دپراخ نظر خاوندان او باید دملي آرمانونو لرونکي وي او ددې هېواد خلک چې کلونه کلونه یې دپردیو له دسیسو او لاس وهنو څخه ځوریدلي دي دځوان نسل دنده ده چې افغانستان یو موټی او دپردیو دسیسې شنډې کړي.
جمهوررئیس زیاته کړه: دلوړو زده کړو په موسسو کې درسي پروګرامونه ښه شوي دي،موږ به لا نوره هم هڅه وکړو چې محصلینو ته دهېواد په دننه او بهر کې دزده کړې ښه شرایط او فارغینو ته دکار زمینه برابرکړو.
حامد کرزي محصلین وهڅول چې دلا ډیرې پوهې دترلاسه کولو هڅه وکړي چې په راتلونکې کې ددې هېواد مشرتوب په غاړه واخلي.
په پای کې جمهوررئیس دهېواد دلوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو په یو شمېر فارغانو دیپلومونه او د۱۳۸۶ لمریز کال دکانکور دآزموینې په شپږو تنو ممتازو او غوره محصلینو باندې چې ډیرې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، سوغاتونه وویشل