دافغانستان داسلامي جمهوریت، ولسمشرحامد کرزي ، نن مازیګر دقرغزستان هېواد ددولت او پارلمان له ګډ پلاوي سره چې ددغه هېواد ددفاع وزارت دلومړي مرستیال ښاغلي کوبانچویک په مشرۍ افغانستان ته راغلی وکتل.
په دغه کتنه کې چې دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه ، دواړو لورو دافغانستان او دسیمې دامنیتي حالت،له ترهګرۍ او افراطیت سره دمبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.
ولسمشر په تیرو پنځو کلونو کې دنړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې دشویو پرمختګونو او دترهګرۍ پرخلاف دمبارزې په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل وې ویل: دنړیوالې ټولنې له مرستې او همکارۍ پرته دترهګرۍ پرخلاف مبارزه کې هغه بریالیتوب چې اوس تر لاسه شوی، ناشونی و.
حامد کرزي وویل: دترهګرۍ پرخلاف مبارزه کې دنړیوالې ټولنې مرسته او ملاتړ له تروریزم څخه دسیمې دهېوادونو دخلاصون په معنی ده چې باید دوام ومومي.
ولسمشر دقرغزستان له هېواد څخه مننه وکړه چې په خپل هېواد کې یې نړیوالو ځواکونو ته دهوایی اډې دزمینې په برابرولو سره دلوژستیکي توکو په لیږدونه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
حامد کرزي وویل: د داډول مرستې دوام په حقیقت کې نه یوازې دافغانستان په امنیت کې مهم رول لوبوي، بلکې دسیمې دهېوادونو په امنیت هم نیغ په نیغه اغیز کوي.
دقرغزستان هېواد ګډ پلاوي په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره هیله وکړه چې افغانستان ډیرژر پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودریږي.
پلاوي څرګنده کړه چې تروریزم یوه نړیواله ستونزه ده چې په ګډه یې په وړاندې له یو بل سره په همکارۍ کې باید مبارزه وکړو او موږ په دې لاره کې دافغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو.
په دغه کتنه کې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او دملي امنیت په چارو کې دجمهوررئیس سلاکار ډاکتر زلمي رسول هم ګډون درلود.